
د لټون پایلې
Search this site
352 results found with an empty search
- په ننګرهار کې یو ۱۳ کلن ماشوم ډوب شو
Social Media د طالبانو ځايي چارواکي په ننګرهار کې وايي چې یو ۱۳ کلن ماشوم د دې ولایت د بهسود ولسوالۍ کې د کابل سیند کې د اوبو لوبو پر مهال ډوب شوی او مړ شوی دی. قریشي بدلون، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر، ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د بهسود ولسوالۍ د «بېلي» په سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، د دې ماشوم جسد تر اوسه نه دی موندل شوی او د لټون او له اوبو څخه د راایستلو هڅې روانې دي. هغه زیاته کړې چې دا ماشوم د کونړ اصلي اوسېدونکی و او تازه له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه تر ایستلو وروسته په دې ولسوالۍ کې مېشت شوی و. د یادونې وړ ده چې ورته پېښې هر کال د پسرلي او دوبي په موسم کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې راپور کېږي او د دغو پېښو ډېره برخه په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار او کونړ کې رامنځته کېږي.
- استرالیا د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د اردو قوماندې ته وټاکله
Photo: © Australian Defence Force / AFP د استرالیا حکومت اعلان کړی چې جنرال سوزان کویل د دې هېواد د اردو د نوې قوماندانې په توګه ټاکل شوې ده؛ دا اقدام هغه لومړنۍ ښځه ګرځوي چې د استرالیا د وسلهوالو ځواکونو د یوې اصلي څانګې مشري پر غاړه اخلي. د استرالیا د لومړي وزیر د دفتر د اعلامیې له مخې، دا ټاکنه د دوشنبې په ورځ، د اپرېل (۱۳مه) تأیید شوې ده. د استرالیا لومړي وزیر آنتوني آلبانېزي له دې پرېکړې هرکلی کړی او د اردو د پخواني قوماندان سیمون استوارت له خدمتونو یې مننه کړې ده. د استرالیا د دفاع وزیر ریچارد مارلز دا پېښه «د وسلهوالو ځواکونو په چوکاټ کې د ښځو لپاره تاریخي شېبه» بللې ده. په اعلامیه کې راغلي چې کویل له ۱۹۸۷ کال راهیسې د استرالیا له پوځ سره یوځای شوې او په بېلابېلو نظامي برخو کې یې دندې ترسره کړې دي. هغه په دې بنسټ کې له تجربه لرونکو څېرو څخه ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال ښځې د استرالیا د دفاعي ځواکونو شاوخوا ۱۹ تر ۲۱ سلنه جوړوي او په وروستیو کلونو کې د مشرتابه په کچه د هغوی حضور زیات شوی دی.
- طالبانو په میدان وردک او زابل کې پنځه کسان، د یوې ښځې په ګډون، په عام محضر کې ووهل
Social Media طالبانو پنځه کسان، د یوې ښځې په ګډون، په میدان وردک او زابل ولایتونو کې په عام محضر کې په درو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۴مه) په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویلي چې دغه کسان د «زنا او لواطت» او «غلا» په تور مجازات شوي دي. په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې څلور کسان، د یوې ښځې په ګډون، د «زنا او لواطت» په تور په دوه کاله بند او ۳۹ درو محکوم شوي وو. په بله خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زابل ولایت د شاهجوی ولسوالۍ کې هم یو کس د «غلا» په تور په درې کاله بند او ۳۹ درو محکوم شوی دی. د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دا سزاوې د طالبانو د قضايي مراجعو له تأیید وروسته، د ځايي چارواکو او اوسېدونکو په حضور کې عملي شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې، په عام محضر کې د شلاق په څېر سزاوو تطبیق بیا پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پای پورې، لږ تر لږه ۱۸۴۸ کسان، چې شاوخوا ۲۵۰ ښځې هم پکې شاملې دي، په درو وهل شوي او شاوخوا له ۱۰ تر ۱۱ پورې د عام محضر اعدام پېښې هم ثبت شوې دي.
- په افغانستان کې سېلابونه؛ په تېرو دوو اوونیو کې ۱۵۷ کسان مړه شوي
Photo: © Shafiullah Kakar / AP د طالبانو د له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره وايي چې د وري له ۶مې تر اوسه، لږ تر لږه ۱۵۷ کسان د سېلابونو او اړوندو پېښو له امله مړه شوي دي. د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یوه تازه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا تلفات د سېلابونو، سختو بارانونو، واورو ورېدو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي. د هغه په وینا، په دې موده کې ۲۲۹ کسان ټپیان شوي او ۹ تنه لا هم ورک دي. هغه زیاته کړې چې ۸۰ کورونه په بشپړ ډول او ۶۲۶ کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي. حماد زیاته کړې چې په ټولیز ډول ۸۵۲۶ کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي او ۳۷۲ کیلومتره سړک له منځه تللی دی. د هغه په خبره، ۶ کیلومتره سړک، ۱۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۱۸ نیالګي هم له منځه تللي دي. هغه دا هم ویلي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه شوي، ۱۳ ټپیان شوي او یو تن ورک دی.
- په خوست کې یو دوه کلن ماشوم د څاه له سقوط وروسته مړ شو
د طالبانو ځايي چارواکي په خوست ولایت کې وايي چې یو دوه کلن ماشوم په دې ولایت کې د څاه ته له لوېدو وروسته مړ شوی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي چې دا پېښه پرون د علیشېر ولسوالۍ د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هارونخېل په سیمه کې رامنځته شوې ده. احرار د دې پېښې لامل د والدینو بېپامي بللې ده. هغه زیاته کړې چې ماشوم د طالبانو د امنیتي ځواکونو لهخوا له څاه راایستل شوی او روغتون ته لېږدول شوی و، خو له درملنې سره سره یې ژوند له لاسه ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې په کلیوالو سیمو کې د ماشومانو د څاه ته د لوېدو ورته پېښو مخکې هم د ماشومانو ژوند اخیستی دی. د کلیوالو سیمو کې بېپوښ او بېساتنې څاهګانې د دې ډول پېښو د تکرار له لاملونو څخه بلل کېږي.
- په ننګرهار کې د کور د چت نړېدل؛ د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي
Social Media د طالبانو ځايي چارواکو په ننګرهار کې ویلي چې په دې ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي. قریشي بدلون، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر، ویلي چې دا پېښه د سهشنبې په شپه (د وري ۱۸مه) د شیرزاد ولسوالۍ د «کمي ترمي» په سیمه کې رامنځته شوې ده. بدلون ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي. د دې پېښې لامل سخت باران بلل شوی دی. هغه زیاته کړې چې له دې پېښې سره، په تېرو دوو ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۲۴ مړو او ۳۳ ټپیانو ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې په ننګرهار کې د کورونو د چتونو د نړېدو ورته څو پېښې هم راپور شوې دي.
- ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو پر وړاندې نړیوالې ژمنې نقض کړې دي
Photo: © REUTERS / Atlantic Council د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) له موادو سره په ټکر کې دي. دا راپور نن پنجشنبه (د وري ۱۳مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې لهخوا خپور شوی او پکې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته د طالبانو اقدامات له حقوقي پلوه ارزول شوي دي. په دې راپور کې د طالبانو لهخوا صادر شوي قوانین او لارښوونې د افغانستان د CEDAW کنوانسیون له ژمنو سره پرتله شوي او ویل شوي چې یو لړ محدودیتونه، لکه د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زدهکړو بندیز، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار منع، د تګ راتګ محدودیت او د محرم د ملتیا شرط، په مستقیم ډول د ښځو پر وړاندې پلي شوي دي. د راپور له مخې، د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل هغوی د زدهکړې له حقه محروموي او د هغوی د راتلونکو فرصتونو مخه نیسي. همداراز، په ملي، نړیوالو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار بندیز هغوی له عاید او اقتصادي خپلواکۍ بېبرخې کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ټینګار کړی چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې دې کنوانسیون ته ورګډ شوی او مکلف دی چې په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض له منځه یوسي؛ خو د دې ادارې حقوقي ارزونه ښيي چې د طالبانو اقدامات له دغو ژمنو سره په ټکر کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون ته لاسرسی سخت محدود شوی او دې وضعیت د هغوی پر ژوند او راتلونکې مستقیم اغېز کړی دی.
- ریچارد بنت: په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۶۷ سلنه قربانیان ماشومان دي
Source: Emergency website ریچارد بنت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی د افغانستان لپاره، په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو، په ځانګړي ډول د ماشومانو ترمنځ، اندېښنه څرګنده کړې او د ماینپاکۍ پروګرامونو لپاره یې د مالي ملاتړ د بیړني زیاتوالي غوښتنه کړې ده. دا اعلامیه نن پنجشنبه (د وري ۱۳مه) د «ماینونو د پوهاوي او ماینپاکۍ سره د مرستې نړیوالې ورځې» په درشل کې خپره شوې ده. بنت ویلي چې افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې له ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو څخه تر ټولو ډېر زیان ویني. د هغه په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملکي وګړو د تلفاتو ۴۷۱ پېښې ثبت شوې دي چې ۶۷ سلنه یې ماشومان جوړوي، چې ډېری یې هلکان دي. هغه زیاته کړې چې شاوخوا ۲۴ سلنه دغه پېښې هغه مهال رامنځته کېږي چې ماشومان په لوبو بوخت وي او په ځینو مواردو کې د فلزي ضایعاتو د راټولولو پر مهال هم پېښېږي. هغه د کونړ ولایت د جنوري میاشتې یوې پېښې ته په اشارې ویلي چې د ناچاودېدلي مهمات د چاودنې له امله، چې ماشومان ورسره لوبې کولې، یو پنځه میاشتنی ماشوم مړ شوی او شپږ نور کسان، چې ماشومان او لویان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. بنت همداراز ټینګار کړی چې په وروستیو کلونو کې د نړیوالو مالي مرستو کمېدو د ماینپاکۍ فعالیتونه راکم کړي، ځینې عملیات یې درولي او د پوهاوي خدمات یې محدود کړي دي، چې له امله یې ډېرې سیمې لا هم ککړې پاتې دي او خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، له خطر سره مخ دي. د هغه په خبره، ماینپاکي یوازې د ځمکې د پاکولو لپاره نه ده، بلکې د ماشومانو د زدهکړو ته د لاسرسي، د بېځایه شویو د خوندي بېرته ستنېدو او د ژوند او روغتیا په څېر اساسي حقونو د تأمین لپاره هم ضروري ده. د یادونې وړ ده چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو، د چاودېدونکو مهماتو پاتې شونو، خوشهیي مهماتو او لاسجوړو بمونو له پلوه تر ټولو ډېر ککړ دی، او ویل کېږي چې په دې هېواد کې له ۱،۰۰۰ کیلومتره مربع څخه ډېره ځمکه ککړه ده. همداراز شاوخوا ۲.۷ میلیونه کسان د دغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي. د ماینونو د پوهاوي او ماینپاکۍ سره د مرستې نړیواله ورځ هر کال د اپرېل په ۴مه لمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۰۵ کال کې د ماینونو د خطرونو د پوهاوي لوړولو، د ککړو سیمو د پاکولو د ملاتړ او د قربانیانو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د مرستې لپاره ټاکلې ده.
- طالبانو په درېیو ولایتونو کې ۱۹ کسان د یوې ښځې په ګډون په عام محضر کې ووهل
Social Media د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې ۱۹ کسان، د یوې ښځې په ګډون، په غور، بلخ او نیمروز ولایتونو کې په درو وهلي دي. دې محکمې نن پنجشنبه، د وري ۱۳مه، په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویلي چې دغه کسان د «اخلاقي فساد، د پلار وهل، نامشروع اړیکې، غلا او لواطت» په تور محکوم شوي وو. د دې محکمې په وینا، د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ کې یوه ښځه د «اخلاقي فساد» په تور په ۱۰ درو محکومه شوې وه، چې د طالبانو د سترې محکمې تر تأیید وروسته پرې عملي شو. په نیمروز ولایت کې هم ۱۷ کسان د «د پلار وهل، نامشروع اړیکې، غلا او لواطت» په تورونو له پنځو میاشتو تر اتو کلونو بند او له ۱۵ تر ۳۹ درو محکوم شوي وو، چې دا حکمونه د طالبانو د قضايي چارواکو په حضور کې تطبیق شوي دي. همداراز، د بلخ ولایت د شورتيپې ولسوالۍ کې یو کس د «فعل لواطت» په تور په دوه کاله تنفیذي بند او ۳۰ درو محکوم شوی و، چې د طالبانو د سترې محکمې تر تأیید وروسته په یوه غونډه کې پرې عملي شوی دی. د یادونې وړ ده چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په عام محضر کې د بدني سزاوو تطبیق زیات کړی دی؛ هغه بهیر چې په ځانګړي ډول ښځې د تاوتریخوالي او علني سزاوو له خطر سره مخ کړې دي.
- په افغانستان کې ښځینه خبریالانې؛ محدودیتونه، ګواښونه او چوپتیا
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان رسنیز فضا له بېسارې محدودیتونو سره مخ شوې ده؛ داسې محدودیتونه چې تر ټولو ډېر اغېز یې پر ښځینه خبریالانو شوی دی. د ښځو د کار منع، امنیتي فشارونه او پراخ سانسور لامل شوي چې ډېری ښځینه خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد رسنۍ په تدریجي ډول یوجنسیتي جوړښت ته ولاړې شي. ښځینه خبریالانې وايي، که څه هم د هغوی عاید له رسنیو څخه لږ و، خو هماغه کم معاش هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې مهم رول درلود. شکیلا یونسي، یوه خبریاله، له زننیوز سره په خبرو کې وايي: «اوس یوازې په کور کې ناسته یم. که مې مېړه شپه دوه ډوډۍ راوړای شي، ښه ده؛ که نه، موږ ټول وږي ویده کېږو.» مرسل ابراهیمي، بله خبریاله، وايي چې د طالبانو لهخوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو له بندیز وروسته یې په یوه تصویري رسنۍ کې خپله دنده له لاسه ورکړې ده: «د امر بالمعروف ادارې زموږ په ولایت کې د رسنۍ له مالک سره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې د ژوندیو موجوداتو د انځور خپرول اجازه نه لري او حرام دي، په ځانګړي ډول د ښځو انځور. اوس بېکاره یم.» کرشمه، بله خبریاله له د هېواد د سوېل لوېدیځ څخه، وايي: «طالبانو زه په زور له رسنۍ وایستلم او ویې ویل چې د فعالیت حق نه لرم، ځکه چې ښځه یم.» نازیلا فروتن، بله خبریاله، هم د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند خبر ورکوي: «طالبانو د فلماخیستنې پر مهال زما کمره ماته کړه او راته یې خبرداری راکړ چې که له کار او راپور جوړولو لاس وانخلم، له ما سره به چلند وکړي. له هغه وروسته مې نور ونه شو کولای خپل کار ته دوام ورکړم.» د طالبانو فشار یوازې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې نه دی، بلکې د رسنیو مالکین هم له ګواښونو، سانسور او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د لوېدیځ زون یو د رسنیو مالک، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وايي: «طالبان رسنۍ د خپل تبلیغاتي وسیلې په توګه غواړي. راته یې وویل چې یوازې د دولت ګټې خپرې کړه، او کله چې مې ونه منله، اړ شوم د رسنۍ فعالیت ودرووم.» همداراز، د هېواد د سوېل زون یو بل د رسنیو مالک وايي: «طالبان رسنۍ خپل دښمن بولي. اوس نور هېڅ نه دي پاتې، پرته له دې چې موږ ته امر کوي یا د دوی په ګټه فعالیت وکړو او یا هم کار پرېږدو.» د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه ټینګار کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور په څرګند ډول کم شوی دی. د یو رسنیز ملاتړي بنسټ د دفتر د شمېرو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې یوازې ۹۶۳ ښځینه خبریالانې فعالیت لري، په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال له ۲۵۰۰ څخه ډېرې ښځینه خبریالانې په فعاله توګه په رسنیو کې حضور درلود. دا شمېرې او روایتونه ښيي چې د طالبانو تګلارې نه یوازې د ښځینه خبریالانو د کار حق او د بیان ازادي په نښه کړې، بلکې د خلکو د خپلواکو او متوازنو معلوماتو لاسرسی یې هم سخت محدود کړی دی. د ښځینه خبریالانو د غږ چوپتیا او د رسنیو یوجنسیتي کېدل د افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ او ټولنیز شفافیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.









