top of page

د لټون پایلې

229 results found with an empty search

  • یوناما او یونیسف د هرات د ترافیکي فاجعې په تړاو خواخوږي څرګنده کړې

    Exclusive د هرات په حلقوي سړک کې د هغې مرګونې ترافیکي پېښې په غبرګون کې چې لسګونه افغان مهاجر یې ووژل، نړیوالو سازمانونو لکه یونیسف او یوناما له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ټینګار کړی چې د افغان مهاجرو بېرته ستنېدنه باید امن، له کرامته ډکه او داوطلبانه وي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) د پنج‌شنبې په ورځ (۳۰ زمری) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له ایرانه د راستانه شوو ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو د مړینې له امله سخت متاثره شوي او له کورنیو سره‌یې ژوره خواخوږي څرګندوي. یونیسف هم په یوه پیغام کې چې په شبکه ایکس خپور شوی، ویلي چې د دې پېښې له امله، په ځانګړي ډول د ماشومانو د مړینې له کبله ژور خواشینی دی او وضعیت له نږدې څاري. سانجي ویجسکرا، د یونیسف د جنوبي آسیا سیمه‌ییز مشر، هم د دې پېښې په غبرګون کې لیکلي: «څو اونۍ مخکې مې د اسلام‌قلعه پر پوله له هغو ماشومانو او کورنیو سره لیدنه وکړه چې رېږدېدلي، زیانمن شوي، خو هیله‌مند وو.» هغه ټینګار کړی: «یونیسف همدا وجه ده چې غواړي د مهاجرو ستنېدنه دې امن، له کرامته ډکه، داوطلبانه او مرحله‌وار وي.» د یادونې وړ ده چې دا پېښه د سه‌شنبې په ماښام (۲۸ زمری) هغه مهال شوې، کله چې یو ۵۸۰ ډوله موټر چې له ایرانه شړل شوي مهاجر پکې سپاره وو، د اسلام‌قلعه بندر څخه کابل ته پر لاره د هرات د ګذرې ولسوالۍ په حلقوي سړک کې، لومړی له یو موټرسایکل او بیا له یو د تېلو د بار موټر سره ټکر کړی او اور یې اخیستی. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷۹ تنه، چې ۱۹ ماشومان هم پکې شامل دي، د اور له امله سوځېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. طالبانو ویلي چې قربانیان د ۱۷ کورنیو غړي وو او د کابل، غزني، پروان، کاپیسا، بغلان، کندوز او دایکندي ولایتونو اوسېدونکي وو. د شدید سوځېدو له امله د قربانیانو جسدونه پېژندل شوي نه‌دي او د کابل څلور سوه بستري روغتون ته انتقال شوي دي.

  • د طالبانو مشر د نجونو لپاره په دیني مدرسو کې د زده‌کړو د بندېدو امر کړی دی

    Photo: © Reuters / Al Arabiya د طالبانو د ښځو ضد تګلارو په دوام، اوس د افغان نجونو دیني زده‌کړې هم ترې اخیستل کېږي. د العربیه تلویزیوني شبکې د چهارشنبې په ورځ (۲۹ زمری) راپور ورکړی چې هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو مشر، د دیني مدرسو لپاره د نجونو د نوم‌لیکنې د تدریجي بندېدو امر کړی دی. د دې راپور پر بنسټ، دغه پرېکړه د طالبانو د وروستۍ غونډې پر مهال په قندهار کې شوې ده، او د دې ډلې د معارف او لوړو زده‌کړو وزارتونو ته سپارښتنه شوې چې ورو ورو دې د نجونو د نوم‌لیکنې مخه ونیسي. راپور زیاتوي چې د دې پرېکړې دلیل د اخندزاده اندېښنه ده چې ګواکي په دیني مدرسو کې عصري مضامین لکه ریاضي، ژبه او طبیعي علوم تدریسېږي، چې دا د ده په باور د دغو مدرسو د دیني ماهیت پوښتنه‌ لاندې راولي. د العربیه په راپور کې دا هم ویل شوي چې د قندهار د غونډې فضا ډېره جنجالي ډکه وه، او ځینو طالب غړو د خپل مشر له پرېکړې سره ښکاره مخالفت کړی، چې دا د طالبانو د واکمنۍ دننه د ژور اختلاف یو څرګند نښه بلل شوې ده. دا پداسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونه، نړیوال بنسټونه لکه ملګري ملتونه، او ګڼ شمېر هېوادونه، بیا بیا د طالبانو دا ډول اقدامات سخت غندلي، او دا یې د افغانستان د ښځو پر اساسي حقونو ښکاره تېری بللی دی.

  • د هرات په حلقوي سړک کې خونړی ترافیکي پېښه؛ ۷۹ تنه وژل شوي، ۱۹ ماشومان هم پکې شامل دي

    Sent to Zan TV په هرات ولایت کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۹ تنه، چې ۱۹ ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا قربانیان زیاتره هغه مهاجرین دي چې له ایرانه تازه بېرته ستانه شوي وو. سرچینې وايي دغه پېښه د سه‌شنبې په شپه (۲۸ زمری) شاوخوا ۸:۳۰ بجې د هرات د ګذرې ولسوالۍ اړوند په حلقوي سړک کې رامنځته شوې ده. عیني شاهدان وايي، یو د ۵۸۰ ډوله موټر چې مهاجرین پکې سپاره وو، لومړی له یوه موټرسایکل سره او بیا له یوه د مازدا باروړونکي موټر سره ټکر کړی، چې په پایله کې د ۵۸۰ موټر اور اخیستی دی. د شاهدانو په وینا، د موټر ډېری سپرلي د اورلګېدنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، د دې پېښې پخلی کړی او ویلي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې ۱۹ ماشومان هم شامل دي. یاده دا پېښه داسې مهال شوې چې تېر کال هم د کندهار پر لویه لاره د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

  • ملګري ملتونه: ۷۸ سلنه د افغان ښځې او نجونې له زده‌کړې او کاره محرومې دي

    Photo Credit: UN Women/Sayed Habib Bidell د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې څلور کاله وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د افغانستان ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې پاتې شوې دي؛ محرومیت چې پایلې یې د هغوی پر روغتیا، زده‌کړو او امنیت باندې سخت اغېز لري. په تازه راپور کې چې د دې بنسټ له خوا خپور شوی، ویل شوي چې ۷۸ سلنه د افغان ښځې او ځوانې نجونې له زده‌کړې، کار او مسلکي روزنو محرومې دي؛ دا شمېر د هلکانو په پرتله څلور چنده لوړ دی. د راپور پر بنسټ، د طالبانو سخت محدودیتونه پر د ښځو تګ راتګ او د طبي زده‌کړو بندیز دې ته لاره هواره کړې چې ګڼ شمېر ښځې حتی د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي. په ډېرو مواردو کې روغتیایي خدمتونه په بشپړ ډول د هغوی له لاسرسي وتلي دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د دغه حالت دوام کېدای شي تر ۲۰۲۶ پورې د وخت نه مخکې د امیندوارۍ په پېښو کې ۴۵ سلنه زیاتوالی او د میندو په مړینه کې له ۵۰ سلنې څخه ډېر لوړوالی رامنځته کړي. له نورو پایلو څخه چې په راپور کې ورته اشاره شوې، د ماشومانو د واده د کچې لوړېدل، د فقر پراختیا او په کورنیو کې د رواني ستونزو زیاتوالی یاد شوي دي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د سختو محدودیتونو په لګولو سره، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او ښځې له پوهنتونونو محرومې کړې دي. سره له دې چې نړیوالې ټولنې بیا بیا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د رعایت غوښتنه کړې، طالبانو تر اوسه هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړی.

  • طالبانو په کابل کې د یوې معترضې ښځې ورور نیولی دی

    شمایل توانا ناصري، د «د افغانستان د ښځو د عدالت او ازادۍ د خوځښت» مسؤله، وايي چې ورور یې محمد ناصري د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او کورنۍ یې تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري. اغلې ناصري رسنیو ته ویلي چې ورور یې تېره اوونۍ د شنبې په ورځ (۱۸ زمری) د کابل د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې نیول شوی او تر اوسه هېڅ ډول تماس او یا د ساتلو ځای نښه نه ده ترلاسه کړې. دغه د ښځو د حقونو فعاله څلور ورځې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې د خپل ورور د ورکېدو خبر ورکړی و او له کورنیو او نړیوالو مسؤلو بنسټونو یې غوښتي وو چې د هغه د موندلو او برخلیک د روښانه کولو لپاره همکاري وکړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی څرګند کړی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له واک ته د بېرته رسېدو وروسته، څو ځله معترضې ښځې او د هغوی خپلوان نیولي او بندیان کړي دي. دغه کړنې د فشار او وېرو د یوې پالیسۍ برخه بلل کېږي، څو د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غږ چوپ کړي.

  • سږ کال له ایران او پاکستانه نیم میلیون د افغان ماشومانو بې له ملګرو هېواد ته ستانه شوي دي

    Photo by ANI via The News Mill د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې یوازې په روان کال کې له دوو میلیونو څخه ډېر افغان مهاجرین له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې شاوخوا ۵۰۰ زره ماشومان پکې شامل دي. یونیسف خبرداری ورکړی چې ډېری له دغو ماشومانو پرته له ملګرو یا له خپلو کورنیو بېل هېواد ته ستانه شوي او عاجلې مرستې ته اړتیا لري. د دې بنسټ په وینا، تر جولای ۲۰۲۵ پورې له شپږ زرو څخه ډېر هغه ماشومان چې بې له ملګرو یا له کورنیو بېل شوي وو، په افغانستان کې پیژندل شوي، تر ملاتړ لاندې نیول شوي او بېرته له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یوځای شوي دي. په همدې تړاو، یونیسف د اروپایي اتحادیې په همکارۍ د «ماشومان په حرکت کې» په نوم پروژه پیل کړې چې دغو ماشومانو ته د خوراک، کالي، د بستر ځای، رواني ملاتړ او د خوندي لوبو او ټولنیز تعامل ځای برابر کړي. د دې پروګرام موخه، عاجل ملاتړ او د دغو ماشومانو بېرته له کورنیو سره یوځای کول دي. یاده دې وي چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان مهاجرو د جبري شړلو لړۍ په افغانستان کې د بشري بحران کچه ډېره لوړه کړې او د عاجلو بشردوستانه مرستو، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره، اړتیاوې زیاتې کړې دي.

  • په بدخشان کې یو ۱۵ کلن هلک ځان وژنه وکړه

    Photo by Khwahan, via Wikimedia Commons سیمه‌ییز سرچینې په بدخشان ولایت کې وايي چې یو ۱۵ کلن هلک د دې ولایت د کشم په ولسوالۍ کې د کورنیو تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده. سرچینو د دوشنبې په ورځ (۲۷ زمری) رسنیو ته ویلي چې دغه هلک د ځان په ځړولو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی هلک د نورو د ځورونې له امله تل د خپل پلار له لوري وهل کېده. یاده دې وي چې د ځوانانو او ماشومانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې تر دې وړاندې هم راپور شوې وې او له هغې راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، دغه لړۍ نوره هم زیاته شوې ده.

  • د فعالو ښځو د همغږۍ انجمن: د افغانستان د جنسیتي اپارتاید په وړاندې د نړۍ چوپتیا د شرم وړ ده

    Photo: Mohsen Karimi/AFP via Getty Images د افغانستان د فعالو ښځو د همغږۍ انجمن د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دې موده کې د ښځو، لږکیو او د بشري حقونو وضعیت په هېواد کې «په شدیده توګه خراب شوی» او د نړیوالې ټولنې غبرګون د دې حالت په وړاندې پرته له «تشو الفاظو» بل څه نه دی. په اعلامیه کې راغلي چې سره له دې چې د نجونو د زده‌کړې محرومیت، د ښځو د کار بندیز، خپل‌سري نیونې، او د شکنجې، سپکاوي، جنسي تېرۍ او ان د ښځو د وژنې پرله‌پسې راپورونه روان دي، د طالبانو اړیکې له ځینو هېوادونو سره ښې شوې او د دې ډلې استازي د نړیوالو غونډو برخه ګرځېدلي دي. دغه انجمن همداراز د ګاونډیو هېوادونو په مهاجرو افغانانو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې ګڼ شمېر پناه‌کوونکي، سره له دې چې د نیونې او شکنجې له خطر سره مخ دي، په زوره بېرته افغانستان ته ستنېږي. د افغانستان د فعالو ښځو د همغږۍ انجمن ویلي چې سږ کال د اګست په پنځلسمه نېټه، لکه څنګه چې نړیواله ټولنه د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د «طالبانو د جنایتونو» په وړاندې چوپ پاتې شوې، ښځې به هم د دې حالت د غندنې او د اعتراض په توګه په نمادین ډول د ۱۵ دقیقو لپاره په چوپتیا کې د شمعو په لاس راټولې شي. په پای کې په اعلامیه کې ټینګار شوی دی: «زموږ چوپتیا د نړۍ د چوپتیا انعکاس دی د افغانستان د جنسیتي اپارتاید په وړاندې؛ دا د نړیوالې ټولنې لپاره د شرم نښه ده. شرم پر تاسې دې وي چې د افغانستان د جنسیتي اپارتاید په وړاندې مو خپل غږ نه دی پورته کړی.»

  • د یوناما د راپور له خپرېدو وروسته، طالبانو د ملګرو ملتونو د دې ادارې مسئولین احضار کړل

    Photo: Ariana News د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په افغانستان (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو د دفتر د ګډ راپور له خپرېدو وروسته، چې په کې د هغو کسانو په اړه د طالبانو د انتقام یادونه شوې وه چې په غیرداوطلبانه توګه افغانستان ته ستانه شوي، د یوناما یو شمېر مسئولین دې وزارت ته احضار شوي دي. ضیا احمد تکل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، په ټولنیز شبکه ایکس کې لیکلي چې دغه احضار د طالبانو د لومړي وزیر په امر او د راپور د ارزونې لپاره د یوې کمیسیون تر جوړېدو وروسته شوی دی. د دې کمیسیون مشري د بهرنیو چارو وزارت کړې او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د عمومي استخباراتو ریاست هم په کې شامل وو. د تکل په وینا، کمیسیون تر ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې د یوناما راپور یوازې په محدود ډول ځینې مثبتې کړنې یادې کړي، خو «په ټوله کې د کلماتو په لوبولو او د واقعیتونو په تحریف سره د بېرته ستنېدونکو مهاجرینو ذهنونه اندېښمن کړي دي». نوموړي ادعا کړې چې دا راپور زیات تمرکز پر «د څو تنو انفرادي تجربو» کړی او د «میلیونونو افغانانو تجربه چې په امن او عزت سره هېواد ته راستانه شوي» له پامه غورځولې ده. تکل همداراز د «شکنجه، خپل‌سري نیونې، انتقام اخیستنې او بد چلند» اصطلاحاتو کارونه «سیاسي رنګ لرونکي» بللي او ویلي یې دي چې دغه تورونه د «ځای، شخص او وخت د ناڅرګندتیا» له امله د ارزونې وړ نه دي. هغه ټینګار کړی چې د یوناما مسئولینو ته ویل شوي چې په خپل د راپور ورکولو طریقه کې «جدي بیاکتنه» وکړي او که بیا هغه څه تکرار شي چې طالبان یې «مشابه تخلفات» بولي، نو دا ډله به «مناسب اقدام» وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر د زمری په دویمه نېټه یو راپور خپور کړی و چې په کې راغلي، د پخواني حکومت چارواکي او پوځیان، د ښځو فعالان، خبریالان او مدني فعالان چې په غیرداوطلبانه توګه افغانستان ته راستانه شوي، د خپلو جدي بشري حقونو د نقض له پېښو سره مخ شوي دي، چې پکې شکنجه، خپل‌سري نیونې او د شخصي امنیت ګواښونه د طالبانو له لوري شامل دي. د راپور له مخې، یو شمېر د پخواني حکومت چارواکو او پوځیانو ویلي چې له ستنېدو وروسته د طالبانو د ځورونې له وېرې په پټه ژوند کولو ته اړ شوي دي. ځینو نورو هم ویلي چې د نیونې پر مهال شکنجه شوي دي.

  • د آزادی او اندېښنې د ښځو بنسټ: په پنجشیر کې د برقع اجباري کول د طالبانو سختو تګلارو دوام دی

    Photo: 8am newspaper د آزادی او اندېښنې د ښځو بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تګ راتګ محدودول او د ښځو لپاره د برقع اجباري کول په پنجشیر ولایت کې د طالبانو سختو تګلارو دوام دی او دغه کړنې د دیني ارزښتونو او نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي. په دې اعلامیه کې راغلي چې طالبان په داسې تګلارو سره نه یوازې د ټولنې د نیمې برخې کرامت او ازادي سلبوي، بلکې د هېواد ټولنیز، کلتوري او اقتصادي راتلونکی هم له منځه وړي. دغه بنسټ له هغو سازمانونو او بنسټونو څخه چې د بشري حقونو ملاتړ کوي غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي او د بشري حقونو د نقض پېښې په افغانستان کې ثبت او مستند کړي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ښځو پر تګ راتګ سخت محدودیتونه او د برقع اجباري کول په پنجشیر کې پلي شوي دي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په درې میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو، ویل شوي چې طالبانو د خپلې خوښې د حجاب د رعایت په برخه کې پر ښځو فشارونه زیات کړي دي.

bottom of page