
د لټون پایلې
244 results found with an empty search
- سږ کال له ایران او پاکستانه نیم میلیون د افغان ماشومانو بې له ملګرو هېواد ته ستانه شوي دي
Photo by ANI via The News Mill د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې یوازې په روان کال کې له دوو میلیونو څخه ډېر افغان مهاجرین له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې شاوخوا ۵۰۰ زره ماشومان پکې شامل دي. یونیسف خبرداری ورکړی چې ډېری له دغو ماشومانو پرته له ملګرو یا له خپلو کورنیو بېل هېواد ته ستانه شوي او عاجلې مرستې ته اړتیا لري. د دې بنسټ په وینا، تر جولای ۲۰۲۵ پورې له شپږ زرو څخه ډېر هغه ماشومان چې بې له ملګرو یا له کورنیو بېل شوي وو، په افغانستان کې پیژندل شوي، تر ملاتړ لاندې نیول شوي او بېرته له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یوځای شوي دي. په همدې تړاو، یونیسف د اروپایي اتحادیې په همکارۍ د «ماشومان په حرکت کې» په نوم پروژه پیل کړې چې دغو ماشومانو ته د خوراک، کالي، د بستر ځای، رواني ملاتړ او د خوندي لوبو او ټولنیز تعامل ځای برابر کړي. د دې پروګرام موخه، عاجل ملاتړ او د دغو ماشومانو بېرته له کورنیو سره یوځای کول دي. یاده دې وي چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان مهاجرو د جبري شړلو لړۍ په افغانستان کې د بشري بحران کچه ډېره لوړه کړې او د عاجلو بشردوستانه مرستو، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره، اړتیاوې زیاتې کړې دي.
- په بدخشان کې یو ۱۵ کلن هلک ځان وژنه وکړه
Photo by Khwahan, via Wikimedia Commons سیمهییز سرچینې په بدخشان ولایت کې وايي چې یو ۱۵ کلن هلک د دې ولایت د کشم په ولسوالۍ کې د کورنیو تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده. سرچینو د دوشنبې په ورځ (۲۷ زمری) رسنیو ته ویلي چې دغه هلک د ځان په ځړولو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی هلک د نورو د ځورونې له امله تل د خپل پلار له لوري وهل کېده. یاده دې وي چې د ځوانانو او ماشومانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې تر دې وړاندې هم راپور شوې وې او له هغې راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، دغه لړۍ نوره هم زیاته شوې ده.
- د فعالو ښځو د همغږۍ انجمن: د افغانستان د جنسیتي اپارتاید په وړاندې د نړۍ چوپتیا د شرم وړ ده
Photo: Mohsen Karimi/AFP via Getty Images د افغانستان د فعالو ښځو د همغږۍ انجمن د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دې موده کې د ښځو، لږکیو او د بشري حقونو وضعیت په هېواد کې «په شدیده توګه خراب شوی» او د نړیوالې ټولنې غبرګون د دې حالت په وړاندې پرته له «تشو الفاظو» بل څه نه دی. په اعلامیه کې راغلي چې سره له دې چې د نجونو د زدهکړې محرومیت، د ښځو د کار بندیز، خپلسري نیونې، او د شکنجې، سپکاوي، جنسي تېرۍ او ان د ښځو د وژنې پرلهپسې راپورونه روان دي، د طالبانو اړیکې له ځینو هېوادونو سره ښې شوې او د دې ډلې استازي د نړیوالو غونډو برخه ګرځېدلي دي. دغه انجمن همداراز د ګاونډیو هېوادونو په مهاجرو افغانانو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې ګڼ شمېر پناهکوونکي، سره له دې چې د نیونې او شکنجې له خطر سره مخ دي، په زوره بېرته افغانستان ته ستنېږي. د افغانستان د فعالو ښځو د همغږۍ انجمن ویلي چې سږ کال د اګست په پنځلسمه نېټه، لکه څنګه چې نړیواله ټولنه د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د «طالبانو د جنایتونو» په وړاندې چوپ پاتې شوې، ښځې به هم د دې حالت د غندنې او د اعتراض په توګه په نمادین ډول د ۱۵ دقیقو لپاره په چوپتیا کې د شمعو په لاس راټولې شي. په پای کې په اعلامیه کې ټینګار شوی دی: «زموږ چوپتیا د نړۍ د چوپتیا انعکاس دی د افغانستان د جنسیتي اپارتاید په وړاندې؛ دا د نړیوالې ټولنې لپاره د شرم نښه ده. شرم پر تاسې دې وي چې د افغانستان د جنسیتي اپارتاید په وړاندې مو خپل غږ نه دی پورته کړی.»
- د یوناما د راپور له خپرېدو وروسته، طالبانو د ملګرو ملتونو د دې ادارې مسئولین احضار کړل
Photo: Ariana News د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په افغانستان (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو د دفتر د ګډ راپور له خپرېدو وروسته، چې په کې د هغو کسانو په اړه د طالبانو د انتقام یادونه شوې وه چې په غیرداوطلبانه توګه افغانستان ته ستانه شوي، د یوناما یو شمېر مسئولین دې وزارت ته احضار شوي دي. ضیا احمد تکل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، په ټولنیز شبکه ایکس کې لیکلي چې دغه احضار د طالبانو د لومړي وزیر په امر او د راپور د ارزونې لپاره د یوې کمیسیون تر جوړېدو وروسته شوی دی. د دې کمیسیون مشري د بهرنیو چارو وزارت کړې او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د عمومي استخباراتو ریاست هم په کې شامل وو. د تکل په وینا، کمیسیون تر ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې د یوناما راپور یوازې په محدود ډول ځینې مثبتې کړنې یادې کړي، خو «په ټوله کې د کلماتو په لوبولو او د واقعیتونو په تحریف سره د بېرته ستنېدونکو مهاجرینو ذهنونه اندېښمن کړي دي». نوموړي ادعا کړې چې دا راپور زیات تمرکز پر «د څو تنو انفرادي تجربو» کړی او د «میلیونونو افغانانو تجربه چې په امن او عزت سره هېواد ته راستانه شوي» له پامه غورځولې ده. تکل همداراز د «شکنجه، خپلسري نیونې، انتقام اخیستنې او بد چلند» اصطلاحاتو کارونه «سیاسي رنګ لرونکي» بللي او ویلي یې دي چې دغه تورونه د «ځای، شخص او وخت د ناڅرګندتیا» له امله د ارزونې وړ نه دي. هغه ټینګار کړی چې د یوناما مسئولینو ته ویل شوي چې په خپل د راپور ورکولو طریقه کې «جدي بیاکتنه» وکړي او که بیا هغه څه تکرار شي چې طالبان یې «مشابه تخلفات» بولي، نو دا ډله به «مناسب اقدام» وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر د زمری په دویمه نېټه یو راپور خپور کړی و چې په کې راغلي، د پخواني حکومت چارواکي او پوځیان، د ښځو فعالان، خبریالان او مدني فعالان چې په غیرداوطلبانه توګه افغانستان ته راستانه شوي، د خپلو جدي بشري حقونو د نقض له پېښو سره مخ شوي دي، چې پکې شکنجه، خپلسري نیونې او د شخصي امنیت ګواښونه د طالبانو له لوري شامل دي. د راپور له مخې، یو شمېر د پخواني حکومت چارواکو او پوځیانو ویلي چې له ستنېدو وروسته د طالبانو د ځورونې له وېرې په پټه ژوند کولو ته اړ شوي دي. ځینو نورو هم ویلي چې د نیونې پر مهال شکنجه شوي دي.
- د آزادی او اندېښنې د ښځو بنسټ: په پنجشیر کې د برقع اجباري کول د طالبانو سختو تګلارو دوام دی
Photo: 8am newspaper د آزادی او اندېښنې د ښځو بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تګ راتګ محدودول او د ښځو لپاره د برقع اجباري کول په پنجشیر ولایت کې د طالبانو سختو تګلارو دوام دی او دغه کړنې د دیني ارزښتونو او نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي. په دې اعلامیه کې راغلي چې طالبان په داسې تګلارو سره نه یوازې د ټولنې د نیمې برخې کرامت او ازادي سلبوي، بلکې د هېواد ټولنیز، کلتوري او اقتصادي راتلونکی هم له منځه وړي. دغه بنسټ له هغو سازمانونو او بنسټونو څخه چې د بشري حقونو ملاتړ کوي غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي او د بشري حقونو د نقض پېښې په افغانستان کې ثبت او مستند کړي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ښځو پر تګ راتګ سخت محدودیتونه او د برقع اجباري کول په پنجشیر کې پلي شوي دي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په درې میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو، ویل شوي چې طالبانو د خپلې خوښې د حجاب د رعایت په برخه کې پر ښځو فشارونه زیات کړي دي.
- تبعیدي افغان خبریالانو له پاکستانه د جبري ایستلو د بندېدو غوښتنه وکړه
Photo: Daily Outlook Afghanistan / IFJ له ویزو د تمدید د بندېدو او په پاکستان کې د نیونو د زیاتېدو سره، لسګونه افغان خبریالان چې له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته دې هېواد ته تښتېدلي، اوس د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي. دغه خبریالانو پرون (۱۸ زمری) د دې بهیر په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له د پاکستان له حکومته، د رسنیو د ملاتړ له بنسټونو او له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د دوی د ایستلو او بېرته افغانستان ته د ستنولو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي. د دوی په وینا، دا وضعیت د دې لامل شوی چې ښځې، سړي او د هغوی ماشومان په وېره او اندېښنه کې ژوند وکړي او اړ شي چې شپه او ورځ په سړکونو یا نااشنا سیمو کې تېر کړي، چې دا یې امنیت له لا زیات ګواښ سره مخ کوي. تبعیدي خبریالانو د پاکستان د خلکو او حکومت د مېلمهپالنې مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د مهاجرو د بېرتهستنېدنې په بهیر کې باید د بشري حقونو اصول او معیارونه په پام کې ونیول شي او اجازه ورنه کړل شي چې دوی یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي. هغوی خبرداری ورکړی چې د دې بهیر دوام کولای شي د بیان د آزادۍ او د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره جدي پایلې ولري. له طالبانو د واکمنېدو وروسته، زرګونه خبریالان پاکستان ته پناه شوي او ډېری یې له میاشتو او آن کلونو راهیسې د اروپایي هېوادونو یا امریکا ته د انتقال په تمه دي. د ویزو د تمدید بندېدل او د نیونو زیاتوالی اوس د دوی د بېرتهستنېدنې او د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخامخوالي زیات کړی دی.
- د خوست کې د یوې نجلۍ او یوه هلک ځان وژنه
Photo: Laura Goodgame / U.S. Air Force / Public Domain ځايي سرچینې په خوست ولایت کې وايي چې په دوه جلا پېښو کې یوه نجلۍ او یو هلک ځوان ځان وژنه کړې ده. د سرچینو په وینا، دغه پېښې د جمعې په ورځ (۱۷ زمری) د دې ولایت د دوهمنده او اسماعیلخېل مندوزي په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي. په یوې پېښې کې، یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د دوهمنده ولسوالۍ د سیدخېل په کلي کې، او په بله پېښه کې، ۱۳ کلن هلک د اسماعیلخېل مندوزي ولسوالۍ د میتهخان په کلي کې ځان وژنه کړې ده. سرچینې وايي چې فقر او د کورنۍ ستونزې د دې ځانوژنو اصلي لاملونه بلل شوي دي. د طالبانو د واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د ځان وژنو پېښې زیاتې شوې دي چې ډېری قربانیان یې ښځې او نجونې دي. په ډېرو مواردو کې، کورنۍ تاوتریخوالی او اقتصادي فشار د اصلي لاملونو په توګه یادېږي.
- د افغانستان د مقتدرو ښځو خوځښت د ۱۵ آگوست «د مقاومت او داد غوښتنې ورځ» وبلله
Sent to Zan TV د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د کلیزې په درشل کې، د افغانستان د مقتدرو ښځو خوځښت د دې ډلې څلور کلنه واکمني وغندله او ویلي یې دي چې دا ورځ د افغانستان د خلکو په ګډو خاطرو کې د «تیارې او دردناکې ورځې» په توګه ثبت شوې او له هماغه مهاله هېواد د تیارو، سرکوب، تبعیض او بحران ښکار شوی دی. دغه خوځښت ټینګار کړی چې طالبانو په زور او پرته له هر ډول سیاسي یا ولسي مشروعیت څخه افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو تیارو دورو سره مخامخ کړی دی؛ داسې یوه دوره چې پکې ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول له خپلو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي، رسنۍ سانسور شوې دي، مدني فعالان چوپ یا تبعید شوي دي، لږکۍ د تبعیض او ځورونې لاندې راغلي دي، او فقر او اقتصادي بحران د خلکو زیات شمېر ځپلی دی. د افغانستان د مقتدرو ښځو خوځښت ویلي چې د ۱۵ آگوست «د مقاومت او داد غوښتنې ورځ» ده، نه د هېرېدو ورځ، او د طالبانو واکمني «نامشروع، دښمنه له ښځو او د بشري حقونو ښکاره ناقضه» ده. دغه خوځښت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان په رسمیت و نه پېژني او د ښځو، د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو او زیانمنو لږکیو عاجل ملاتړ په لومړیتوب کې ورکړي.
- د ښځو د آزادۍ پر لور خوځښت: «د افغانستان ښځې عدالت غواړي، نه ترحم»
Sent to Zan TV په ۱۵ د اگست د رسېدو سره، د ښځو د آزادۍ پر لور خوځښت ویلي چې دا ورځ د افغانستان د معاصر تاریخ «تر ټولو تریخې ورځې او د تیارو، سرکوب، وېرې او د بشري حقونو د پراخ نقض» د پیل یاد راژوندی کوي؛ هغه ورځ چې له هغې وروسته ویره، تبعیض او بېعدالتي د میلیونو افغانانو پر برخلیک سیوری شوی دی. دې خوځښت ټینګار کړی چې طالبانو د جنسیتي اپارتاید په تحمیل سره ښځې له زدهکړې، کار، سفر، هنر، ورزش او په ټولنه کې له شتون څخه محرومې کړې او افغانستان یې هغه «یوازینی هېواد په نړۍ کې» ګرځولی چې پکې د شپږم ټولګي پورته نجونې د زدهکړو اجازه نه لري. د دې خوځښت په وینا، قومي لږکۍ، په ځانګړې توګه هزاره ګان او د تشیع مذهب پیروان، د مرګونو بریدونو، جبري کډو، د شتمنیو غصب او سیستماتیک تبعیض هدف ګرځېدلي، او لسګونه بریدونه د هغوی پر تعلیمي، مذهبي او کلتوري مرکزونو ترسره شوي چې هېڅ څېړنه او ځواب وینه یې نه ده شوې. د ښځو د آزادۍ پر لور خوځښت وايي طالبان د خبرو او مشارکت ټولې لارې تړلي، او د پراخ فقر، درنو مالیاتو او ټولنیزو محدودیتونو په وسیله یې د خلکو ژوند په «بېپایه جهنم» بدل کړی دی. یاد خوځښت غوښتنه کړې چې د افغانستان په تړاو د نړیوال سیاست سمدستي بدلون رامنځته شي، پر طالبانو اغېزمن فشار واچول شي، یو ټولنیوښتیز سیاسي بهیر جوړ شي، د لږکیو پر ضد د جنایتونو په اړه نړیواله څېړنه وشي، د بشري حقونو له مدافعانو او خبریالانو سره عملي ملاتړ وشي، او طالبان له هر ډول نړیوالې رسمي پېژندنې محروم شي. یاد خوځښت ټینګار کړی: «د افغانستان ښځې عدالت غواړي، نه ترحم؛ د ژوند او زدهکړې حق غواړي، نه تشې وعدې. نړۍ باید هېره نه کړي چې د هر تړلي دېوال شاته یوه نجلۍ ولاړه ده چې د ساه اخیستو حق لري. دا د یوې ملت د ښځو چیغه ده.»
- د خبریالانو بېسرحده سازمان د طالبانو لهخوا د خبریالانو نیول او جبري اعترافونه وغندل
Photo: MOHD RASFAN / AFP د خبریالانو بېسرحده سازمان (RSF) په یوه اعلامیه کې د طالبانو لهخوا په کابل کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو خودسرانه نیول غندلي او له دې ډلې یې غوښتي چې ژر تر ژره ټول نیول شوي کسان آزاد کړي او پر رسنیو فشار پای ته ورسوي. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د تېرو ۱۷ ورځو په ترڅ کې لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو ریاست او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لهخوا په کابل کې نیول شوي دي. یادې ادارې د نیول شویو خبریالانو په ډله کې د ابوذر سارم سرپلي یادونه کړې چې د «توانا» خبري آژانس او د افغانستان د رسنیو فدراسیون رئیس دی. طالبانو هغه په دې تور نیولی چې «د ښځو لپاره د خبریالۍ د زدهکړې کورسونه یې جوړ کړي»، «د بهرني بودجې ترلاسه کول» او «د محرم راپورونو لېږل هغو رسنیو ته چې د اسلام د دښمن په توګه ګڼل کېږي». وروسته طالبانو د هغه د «جبري اعتراف» یوه ویډیو خپره کړه چې پکې هغه په «جاسوسۍ» او «اخلاقي فساده» تورن شوی دی. همدارنګه، محمد بشیر هاتف، د ژوندون تلویزیون آزاد خبریال، او شکیب نظری، د جاپاني i24 News آزاد خبریال، هم د طالبانو لهخوا نیول شوي او نامعلوم ځای ته وړل شوي دي. RSF دا نیونې او د جبري اعترافونو خپرول د طالبانو هغه هدفمند اقدام بللی چې غواړي «په افغانستان کې خپلواکه ژورنالېزم له منځه یوسي» او ټینګار یې کړی چې جبري اعتراف اخیستل د عادلانه محاکمې او د رسنیو د آزادۍ ښکاره نقض دی. د دې ادارې د جنوبي آسیا مسؤلې، سیلیا مرسیه، ویلي: «د طالبانو دا سرکوبګرانه چلند باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. موږ د ټولو نیول شوو خبریالانو د بېقید او شرط آزادۍ او د هغوی د ضبط شویو وسایلو د بېرته سپارلو غوښتنه کوو.» هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې سرکوب په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د افغانستان د رسنیو د آزادۍ د دفاع لپاره عملي ګامونه واخلي.









