
د لټون پایلې
Search this site
352 results found with an empty search
- نړیوالې کډوالۍ سازمان له پنځه زرو څخه ډېرو ستنېدلو ښځو سره مرسته کړې ده
Photo: IOM Afghanistan / UN Migration د نړیوالې کډوالۍ سازمان ویلي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې له ۵۶۲۷ هغو افغان ښځو سره مرسته کړې چې له پاکستانه بېرته ستنې شوې دي. دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ (د وږي درېیمه) ویلي چې ستنېدلو ښځو ته د روغتیا، مشورې او د ژوند د بیا رغونې په برخو کې مرستې برابرې شوې دي. یادې مرستې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په همکارۍ ترسره شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان سلګونه زره افغان کډوال، په کې ښځې او نجونې هم شاملې دي، په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي؛ هغه هېواد چې هلته د نجونو زدهکړې بندې دي او طالبان ښځې له ډېرو ټولنیزو او مسلکي ډګرونو محرومې کړي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو بېرته ستنېدل افغانستان ته، هغوی د طالبانو د سختو محدودیتونو او ګواښونو له لا زیاتو خطرونو سره مخامخ کوي.
- په دوو ترافیکي پېښو کې په بلخ او بدخشان کې شپږ تنه، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې دي، وژل شوي دي
Social Media په دوو جلا ترافیکي پېښو کې چې د بلخ او بدخشان ولایتونو کې رامنځته شوې، لږ تر لږه شپږ تنه، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي، وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د طالبانو امنیه قومندانۍ پرون (د وږي دویمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کوهستان ولسوالۍ په یوه پېښه کې درې تنه، چې یوه ښځه، یو سړی او یو ماشوم وو، وژل شوي دي. په دې پېښه کې پنځه تنه نور ټپیان شوي او د پېښې علت د سړک خرابوالی بلل شوی دی. په بلې پېښه کې چې د حیرتان–مزارشریف پر لاره رامنځته شوې، درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. یاده دې وي چې دا پېښې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې هم د بغلان په ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۴ تنه ټپیان شوي وو، او تېره اوونۍ د هرات په یوه پېښه کې د ۵۸۰ ډوله موټر د سوځېدو له امله ۷۹ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
- د اسراییلو هوايي برید په غزه کې پر یوه روغتون ۱۴ تنه وژلي، چې څلور خبریالان هم پکې شامل دي
Photo: Mahmud Hams / AFP via Getty, published by The New Arab د اسراییلو په هوايي برید کې چې د غزې په جنوبي برخه کې د «ناصر» پر روغتون شوی، لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي، چې څلور خبریالان هم پکې شامل دي. الجزیرې د غزې د رسنیو دفتر له قوله راپور ورکړی چې «حسام المصري، محمد سلامه، مریم ابودقه او معاذ ابوطه» هغه څلور خبریالان دي چې د دوشنبې په ورځ (د وږي درېیمه) په دې برید کې وژل شوي دي. محمد سلامه د عکاس په توګه له الجزیرې سره کار کاوه. رویټرز لیکلي چې حسام المصري د دې خبري آژانس له ډلې د ویډیو اخیستونکي په توګه همکاري لرله او په دې برید کې وژل شوی دی. د رویټرز بل عکاس حاتم خالد هم ټپي شوی دی. د الجزیرې په وینا، مریم ابودقه یوه ازاده خبریاله وه چې له رسنیو لکه ایندیپندنت عربي او اسوشیتېدپرس سره یې همکاري لرله. معاذ ابوطه بیا له NBC شبکې سره کار کاوه. له دغو څلورو خبریالانو سره د وژل شویو خبریالانو شمېر د غزې د جګړې له پیله تر اوسه له ۲۰۰ اوښتی، چې دا جګړه د خبریالانو لپاره د معاصر تاریخ تر ټولو وژونکې جګړه ګرځوي. د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. یاده دې وي چې یوه اوونۍ وړاندې هم د الجزیرې یو خبریال په غزه کې د اسراییلي پوځ د برید هدف ګرځېدلی و.
- ملګري ملتونه: دوامداره سوله د ښځو له حضوره پرته ناشونې ده
Photo: Reuters / via VOA News د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې جګړې پر ښځو او نجونو ویجاړوونکې پایلې لري، خو ښځو په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې خوځښتونه رهبري کړي او له شخړو وروسته یې د ټولنو په بیا رغونه کې مهم رول لوبولی دی. دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د وږي دویمه) په خپله د ایکس په پاڼه لیکلي چې د دوامدارې سولې او برابري د ټینګېدو لپاره باید زیاتې ښځې د پرېکړو کولو په بهیرونو او خبرو اترو کې برخه ولري. په پیغام کې ټینګار شوی دی: «نړۍ سولې ته اړتیا لري او سوله ښځو ته اړتیا لري.» دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي. په تېرو څلورو کلونو کې، هغوی له ټولو ټولنیزو او سیاسي ډګرونو څنډې ته کړل شوې او غږ یې د پرېکړو له جوړښتونو لرې کړل شوی دی.
- په اسلاماباد کې د سلګونو افغان کورنیو آوارګي
Photo: Akhtar Soomro / Reuters سلګونه افغان کورنۍ وروسته له هغه چې د پاکستان د حکومت له فشارونو او د کورونو له کرایې د مالکانو لهخوا شړل شوې، اړ شوې چې د اسلاماباد د ارجنټاین پارک ته پناه یوسي. دغه کورنۍ اوس په سختو او غیر صحی شرایطو کې ژوند کوي او له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. د پاکستاني رسنیو په وینا، شاوخوا ۳۰۰ افغان کورنۍ له هغه وروسته په دې پارک کې سرګردانه دي چې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د سیاستونو په بدلېدو او د پاکستان د حکومت په فشارونو کې ډېرښت راغی. د دغو کورنیو په منځ کې د افغانستان پخوانۍ ښځینه پولیسې هم شاملې دي چې وايي د طالبانو د ګواښونو او تاوتریخوالي له امله یې له هېواده تېښته کړې. د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې افغان مهاجرین د سختو بارانونو پر مهال د اسلاماباد په پارک کې د پلاستیکي خېمو لاندې ژوند کوي. رویټرز د ۲۶ کلنې سامیې له قوله لیکلي: «کله چې زوی مې اووه ورځنی و، موږ دې ځای ته راغلو. اوس ۲۲ ورځې کېږي چې په دې پارک کې ژوند کوو. زوی مې ناروغ و خو د درملنې لپاره هېڅ ډاکټر نه و.» ساهره بابر، بله حامله ښځه چې په همدې پارک کې ژوند کوي، ویلي: «که زما ماشوم په دې شرایطو کې وزېږي، زموږ به څه حال شي؟» هغې زیاته کړې چې د پاکستان پولیسو د دوی د کور مالک ته امر کړی و چې یوازې د افغان توب له امله یې کورنۍ له کوره وباسي. سرچینې وايي چې د اسلاماباد پولیسو څو ځله له دې کورنیو غوښتنه کړې چې پارک پرېږدي، کنه د شړلو او نیولو له ګواښ سره به مخ شي. دا پناه غوښتونکي وايي چې د شړلو او بېکورۍ تر ګواښ لاندې دي او افغانستان ته ستنېدل ورته د مرګ په مانا دي. په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ (UNHCR) د دغو کورنیو وضعیت «مخاطرهناک» بللی او په پاکستان کې یې د نوملیکنې د یوه میکانیزم غوښتنه کړې ده. دې ادارې ټینګار کړی چې هېڅ مهاجر باید هغه هېواد ته وانه ستول شي چې ژوند یې پکې په خطر کې وي. یاده دې وي چې د راپورونو له مخې، یوازې د ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له پاکستانه له یو میلیونو څخه ډېر افغان مهاجر شړل شوي دي، چې له ۲۰۰ زرو ډېر یې د روان کال د اپریل وروسته. په همدې وخت کې، ایران هم د یو میلیونو نورو افغان مهاجرو د شړلو پروګرام پیل کړی، چې مرستندویه سازمانونه یې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې د پناه غوښتونکو د ستنېدنې تر ټولو ستر بحران بللی دی.
- په میدان وردګو کې د نه چاودلي هاوان د مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی دی
Social Media د میدان وردګو ولایت د چک په ولسوالۍ کې د نه چاودلي هاوان د مرمۍ د چاودنې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي. دغه پېښه د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) د کوز خوات په کلي کې رامنځته شوې ده. د طالبانو د طبیعي پېښو د مبارزې اداره وايي، چاودنه هغه مهال شوې چې ماشومان له مکتب وروسته د کور پر لور روان وو. په همدې حال کې، روغتیايي سرچینو تایید کړې چې ټپیان درملنیزو مرکزونو ته انتقال شوي او د ځینو حالت نازک دی. یاده دې وي چې افغانستان لا هم د ماینونو او د نه چاودلو مهماتو له امله د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۵۶۴ تنه د دغو موادو د چاودنو له امله وژل شوي چې ۴۳۴ تنه یې ماشومان وو.
- د طالبانو تر محدودیتونو لاندې د افغانستان ښځې د هېواد پرېښودو هیلې لري
Photo: Omer Abrar / AFP, via RFI د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ هغوی له زدهکړې او کاره محرومې شوې دي او ډېری یوازې د هېواد پرېښودو هیلې په زړه کې لري. د فرانسې نړیوالې راډیو (RFI) د یکشنبې په ورځ (د وږي دویمه) راپور ورکړی چې شیلا نوري، په فرانسې کې د افغان ښځو د سازمان بنسټايښودونکې، وروسته له څلورو کلونو لومړی ځل افغانستان ته سفر وکړ. هغې په دې سفر کې له ۱۵ ولایتونو لیدنه وکړه او له ښځو، نجونو او سړیو سره یې د هغوی د ژوند د وضعیت او رواني ستونزو په اړه خبرې وکړې. د نوري په وینا، نجونې له ۱۳ کلنۍ وروسته له زدهکړو پاتې شوې دي او ډېری ښځې او نجونې په خراب رواني حالت کې ژوند کوي. هغې وویل چې د ښځو لاسرسی کار، د تفریح ځایونو او روغتیايي خدمتونو ته هم خورا محدود شوی دی. نوري زیاته کړه چې ماشومان هم تر فشار لاندې دي او ډېری یې اړ دي د کورنۍ د مرستې لپاره په کوڅو او سړکونو کې کار وکړي. هغې همداراز وویل چې د هېواد پرېښودو هڅې له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ د پاسپورټ او ویزې اخیستل هم ډېر لګښت لري او هم ستونزمن دي. په همدې حال کې، ګڼ شمېر افغانان هیله لري چې نړیواله ټولنه پر طالبانو فشارونه ډېر کړي، څو د ښځو د بېرته ستنېدو لپاره د زدهکړو او کار زمینه برابره شي.
- طالبانو په غزني کې دوه تنه، چې یوه ښځه هم پکې ده، شلاق وهلي دي
Social Media طالبانو په غزني ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه د «واده نه بهر اړیکې» په تور شلاق وهلي دي. د دې ډلې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) خپره شوې، راغلي چې دغه دواړه کسان د چغتوي ولسوالۍ کې محاکمه شوي، او هر یو ته درې میاشتې بند او ۳۰ د شلاق سزا ورکړل شوې ده. دا پداسې حال کې ده چې د طالبانو د واک ته د بېرته ستنېدو له څلورمې کلیزې سره هممهاله، نړیوالو بنسټونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د دغې ډلې له خوا د بدني مجازاتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده. طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، په ځلونو لسګونه ښځې او نارینه د بېلابېلو تورونو په تړاو د خلکو په مخ کې شلاق وهلي دي؛ دا یوه لړۍ ده چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي، خو طالبان لا هم دا کړنې د «شریعت پلي کول» بولي او توجیه کوي.
- یوناما او یونیسف د هرات د ترافیکي فاجعې په تړاو خواخوږي څرګنده کړې
Exclusive د هرات په حلقوي سړک کې د هغې مرګونې ترافیکي پېښې په غبرګون کې چې لسګونه افغان مهاجر یې ووژل، نړیوالو سازمانونو لکه یونیسف او یوناما له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ټینګار کړی چې د افغان مهاجرو بېرته ستنېدنه باید امن، له کرامته ډکه او داوطلبانه وي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) د پنجشنبې په ورځ (۳۰ زمری) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له ایرانه د راستانه شوو ماشومانو، ښځو او نارینهوو د مړینې له امله سخت متاثره شوي او له کورنیو سرهیې ژوره خواخوږي څرګندوي. یونیسف هم په یوه پیغام کې چې په شبکه ایکس خپور شوی، ویلي چې د دې پېښې له امله، په ځانګړي ډول د ماشومانو د مړینې له کبله ژور خواشینی دی او وضعیت له نږدې څاري. سانجي ویجسکرا، د یونیسف د جنوبي آسیا سیمهییز مشر، هم د دې پېښې په غبرګون کې لیکلي: «څو اونۍ مخکې مې د اسلامقلعه پر پوله له هغو ماشومانو او کورنیو سره لیدنه وکړه چې رېږدېدلي، زیانمن شوي، خو هیلهمند وو.» هغه ټینګار کړی: «یونیسف همدا وجه ده چې غواړي د مهاجرو ستنېدنه دې امن، له کرامته ډکه، داوطلبانه او مرحلهوار وي.» د یادونې وړ ده چې دا پېښه د سهشنبې په ماښام (۲۸ زمری) هغه مهال شوې، کله چې یو ۵۸۰ ډوله موټر چې له ایرانه شړل شوي مهاجر پکې سپاره وو، د اسلامقلعه بندر څخه کابل ته پر لاره د هرات د ګذرې ولسوالۍ په حلقوي سړک کې، لومړی له یو موټرسایکل او بیا له یو د تېلو د بار موټر سره ټکر کړی او اور یې اخیستی. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷۹ تنه، چې ۱۹ ماشومان هم پکې شامل دي، د اور له امله سوځېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. طالبانو ویلي چې قربانیان د ۱۷ کورنیو غړي وو او د کابل، غزني، پروان، کاپیسا، بغلان، کندوز او دایکندي ولایتونو اوسېدونکي وو. د شدید سوځېدو له امله د قربانیانو جسدونه پېژندل شوي نهدي او د کابل څلور سوه بستري روغتون ته انتقال شوي دي.
- د طالبانو مشر د نجونو لپاره په دیني مدرسو کې د زدهکړو د بندېدو امر کړی دی
Photo: © Reuters / Al Arabiya د طالبانو د ښځو ضد تګلارو په دوام، اوس د افغان نجونو دیني زدهکړې هم ترې اخیستل کېږي. د العربیه تلویزیوني شبکې د چهارشنبې په ورځ (۲۹ زمری) راپور ورکړی چې هبتالله اخندزاده، د طالبانو مشر، د دیني مدرسو لپاره د نجونو د نوملیکنې د تدریجي بندېدو امر کړی دی. د دې راپور پر بنسټ، دغه پرېکړه د طالبانو د وروستۍ غونډې پر مهال په قندهار کې شوې ده، او د دې ډلې د معارف او لوړو زدهکړو وزارتونو ته سپارښتنه شوې چې ورو ورو دې د نجونو د نوملیکنې مخه ونیسي. راپور زیاتوي چې د دې پرېکړې دلیل د اخندزاده اندېښنه ده چې ګواکي په دیني مدرسو کې عصري مضامین لکه ریاضي، ژبه او طبیعي علوم تدریسېږي، چې دا د ده په باور د دغو مدرسو د دیني ماهیت پوښتنه لاندې راولي. د العربیه په راپور کې دا هم ویل شوي چې د قندهار د غونډې فضا ډېره جنجالي ډکه وه، او ځینو طالب غړو د خپل مشر له پرېکړې سره ښکاره مخالفت کړی، چې دا د طالبانو د واکمنۍ دننه د ژور اختلاف یو څرګند نښه بلل شوې ده. دا پداسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونه، نړیوال بنسټونه لکه ملګري ملتونه، او ګڼ شمېر هېوادونه، بیا بیا د طالبانو دا ډول اقدامات سخت غندلي، او دا یې د افغانستان د ښځو پر اساسي حقونو ښکاره تېری بللی دی.









