top of page

هغه ښځې چې د ژمي له راتګ څخه وېرېږي
د ژمي په رانږدې کېدو سره، د هرات ولایت یو شمېر کونډې او د کورنیو سرپرستې ښځې د بېوزلۍ، خوراکي توکو، سون توکو او مناسب سرپناه له نشتوالي شکایت کوي. بيبي زرغونې، بشرا او بيبي هاجرې له زننیوز سره په خبرو کې د ژوند ستونزې او د ژمي د سړې هوا په اړه خپلې اندېښنې بیان کړې او د بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.
Nov 144 min read


په کابل کې د افغان خبریال عصمتالله کوهسار مړینه
افغان خبریال او د والسټریټ ژورنال راپور ورکوونکی عصمتالله کوهسار په کابل کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی دی. نوموړي نږدې ۲۰ کاله د خبریالۍ تجربه لرله.
Nov 141 min read


د پاکستان پولیسو په راولپنډۍ کې اته افغانې ښځې نیولې دي
د پاکستان پولیسو په راولپنډۍ کې د معتبرو ویزو د نه لرلو له امله ۱۳ افغان وګړي، د اتو ښځو په ګډون، نیولي او د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدولي دي.
Nov 141 min read


CPJ په امریکا کې د نیول شوي افغان خبریال د خوشې کولو غوښتنه وکړه
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په امریکا کې د نیول شوي افغان خبریال شعبانعلي رفعت د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. رفعت د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې دی او اوس افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دی؛ چې د دې کمېټې په وینا، د طالبانو له خوا د ځورونې او غچ اخیستنې له خطر سره مخ کېدای شي.
Nov 142 min read


bottom of page