top of page

د طالبانو د استخباراتو رئیس: داعش د کسانو د جذب لپاره له ټلېګرام او ټیکټاک څخه کار اخلي
د طالبانو د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق ادعا کړې چې داعش ډله له ټیلیګرام او ټیکټاک ټولنیزو شبکو څخه د اړیکو ټینګولو، مالي سرچینو ترلاسه کولو او تبلیغاتو لپاره کار اخلي.
Nov 71 min read


په کندهار کې یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژل شوی
په کندهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د معصوم په نوم یو ۲۶ کلن ځوان د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی. د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي، خو د وژنې انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.
Nov 51 min read


د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ښځو او اقلیتونو تاریخي بریاوې
د امریکا د نومبر درېیمې منځمهاله ټاکنې د ښځو او قومي، نژادي او مذهبي لږکیو د نوماندانو له تاریخي بریاوو سره مل وې. د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر دغو نوماندانو د لومړي ځل لپاره د ایالتونو د واليتوب او د امریکا د سنا مجلس په ګډون لوړو سیاسي مقامونو ته لار موندلې ده.
Nov 52 min read


د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې د افغانالاصله سیاستوالې عایشه وهاب مخکښوالی
عایشه وهاب، افغانالاصله امریکايۍ سیاستواله او د امریکا کانګرس ته لومړنۍ افغانالاصله لارموندونکې استازې، د کالیفرنیا ایالت د استازو جرګې په تازه ټاکنو کې مخکښه ده. د لومړنیو پایلو له مخې، هغې ۵۶.۵ سلنه رایې ترلاسه کړې او د بریا اعلان یې کړی، خو وروستۍ پایلې لا نه دي تایید شوې.
Nov 52 min read


bottom of page