top of page

بې پولې خبریالان: د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ دفتر د خبریالانو د ګواښلو او ځپلو مسؤل دی
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) په یوه څېړنیز راپور کې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو «۰۱۵» څانګه په افغانستان کې د خبریالانو د څارنې، ګواښلو، نیولو او ځپلو مسؤلیت لري. دغه سازمان وايي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۷۷ خبریالان نیول شوي او یاده څانګه د خپلواکو رسنیو د چوپولو او د طالبانو د تبلیغاتو د خپرولو لپاره فعالیت کوي.
Nov 53 min read


یونسکو او یونیسف: د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې د زدهکړو کیفیت له جدي بحران سره مخ دی
یونسکو او یونیسف خبرداری ورکړی چې د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې د زدهکړو کیفیت له جدي بحران سره مخ دی. په ۳۴ ولایتونو کې د ۵۵ زرو څخه د زیاتو زدهکوونکو ارزونه ښيي چې د څلورم ټولګي یوازې څلورمه برخه زدهکوونکي د درېیم ټولګي په کچه د ریاضي لږ تر لږه ټاکل شویو مهارتونو ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې دي.
Nov 52 min read


د بشري حقونو د څار سازمان په نړۍ کې د ښځینه سیاستوالو پر وړاندې د پراخ تاوتریخوالي خبرداری ورکړ
د بشري حقونو د څار سازمان په نړۍ کې د ښځینه سیاستوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښونو او جنسیتي ځورونې په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان وايي، فزیکي بریدونه، جنسي ګواښونه او انلاین ځورونې د ښځو امنیت او سیاسي ګډون له خطر سره مخ کوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له رسمي سیاسي ګډون څخه محرومې شوې دي.
Oct 292 min read


په بامیان کې د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د ۴۰ ښځو روزنه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې په بامیان ولایت کې ۴۰ ښځې د اروپايي ټولنې په ملاتړ، په یوه شپږ میاشتني پروګرام کې د څرمنو کڅوړو جوړولو او د مریو ګنډلو مهارتونه زده کوي. د دې پروګرام موخه د ښځو د حرفوي مهارتونو پیاوړتیا او د عاید ترلاسه کولو لپاره د فرصتونو برابرول دي.
Oct 291 min read


bottom of page