top of page

د لټون پایلې

229 results found with an empty search

  • یوناما يو ځل بيا د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې د لاسرسي غوښتنه وکړه

    Photo: UNAMAnews/X د نړيوال سواد د ورځې په مناسبت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) پر زده‌کړې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د لاسرسي پر اړتیا ټینګار کړی دی. دغه اداره د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) په خپله د ایکس په پاڼه کې د رزا اوتونبایوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، له قوله ليکلي دي: «کتابونه يوازې د پوهې سرچينه نه دي، بلکې د تلپاتې هوساينې لاره هم ګڼل کېږي.» یوناما په دې پیغام کې د افغانستان له بډايه ادبي میراث څخه د ستاینې ترڅنګ، د ټولو وګړو لپاره د زده‌کړې پر فراخ او برابر لاسرسي ټینګار کړی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره. دا په داسې حال کې ده چې څلور کاله کېږي د طالبانو تر واک لاندې له شپږم ټولګي پورته مکتبونه تړل شوي او نجونې له پوهنتونونو محرومې دي. دغه ډله تر اوسه د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيا پرانستلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی. ذبيح‌الله مجاهد، د طالبانو وياند، هم په دې وروستيو کې د ملي انکشاف د ستراتېژۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو زده‌کړه «جزئي موضوع» بللې وه. ياده دې وي چې د نړيوال سواد ورځ د ۱۹۶۷ ميلادي کال راهيسې د يونسکو له خوا وټاکل شوه او هر کال د سپتمبر پر ۸ نمانځل کېږي.

  • د نړيوالې روغتيا سازمان: شاوخوا ۸۴ زره کسان د ختيځ د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمن شوي دي

    Photo: AP Photo يوه اوونۍ وروسته له هغې چې د افغانستان په ختيځ کې مرګونې زلزله وشوه، د نړيوالې روغتيا سازمان (WHO) ويلي چې دغه فاجعه تر اوسه د ۲۲۰۰ نه زيات کسان وژلي، ۳۶۴۰ تنه يې ټپيان کړي او نژدې ۶۸۰۰ کورونه يې ويجاړ کړي دي. په غرنيو او سخت لاسرسي سيمو کې د ژوندي پاتې شويو د لټون او عاجلو مرستو بهير لا هم روان دی. د WHO د تازه راپور له مخې، شاوخوا ۸۴ زره کسان د کونړ، ننګرهار او لغمان په ولايتونو کې د دې پېښې له امله اغېزمن شوي دي. د ټپيانو له ډلې، ۴۲ سلنه ښځې او نجونې او ۱۰.۳ سلنه د پنځو کلونو نه کم عمره ماشومان دي. دغه اداره ټينګار کړی: «د ماشومانو او کورنيو لپاره پر وخت رواني او صحي ملاتړ اړين دی.» د ګرځنده ټيمونو له خوا تر اوسه له ۴۰۰ زياتې رواني مشورې او راجع کولو ترسره شوي دي. د نړيوالې روغتيا سازمان همدارنګه ويلي چې ۴۳ ټنه درمل او طبي تجهيزات زيانمنو شويو سيمو ته لېږل شوي او ګرځنده صحي ټيمونه د کونړ د نورګل ولسوالۍ او ننګرهار په سيمو کې درملنې او رواني خدمتونه وړاندې کوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې يوازې د سپتمبر له ۲ تر ۷ پورې، په کونړ کې ۷۳۴ ساري ناروغۍ ثبت شوې دي؛ چې ۴۷۳ يې د تنفسي عفونتونه، ۲۳۱ يې اسهال او ۳۹ يې ملاريا وه. ښځې او ماشومان تر ټولو زيات د دې ناروغيو د اخته کېدو او جدي پايلو له ګواښ سره مخ دي. يوه بله ستره ننګونه په مرستو کې د ښځينه ډاکترانو کموالی بلل شوی؛ يوه ستونزه چې د ښځو او نجونو د درملنې لاسرسی سخت محدود کړی دی. د نړيوالې روغتيا سازمان په وينا، د عملياتو د دوام او د ژوندي پاتې شويو د عاجلو اړتياوو د ځواب لپاره څلور ميليونه ډالرو بیړنۍ مرستې ته اړتيا ده. دا په داسې حال کې ده چې د وږي په نهمه د يکشنبې ماښام د ۶ ريښتره زلزلې د افغانستان ختيځ ولايتونه، په ځانګړي ډول کونړ، ولړزول. طالبانو هم تر اوسه د دې پېښې تلفاتو ته د ۲۲۰۰ نه زيات وژل شوي او ۳۶۰۰ ټپيان اعلان کړي دي.

  • د سرحدونو پرته خبريالان: د افغانستان خبريالان، که دننه وي او که په تبعید کې، هره ورځ له ګواښونو او نيونو سره مخ دي

    Photo: United Nations / DPPA د سرحدونو پرته خبريالانو (RSF) د طالبانو له خوا د افغان خبريالانو پر دوامدارې ځورونې او اذيت د کلکې نيوکو تر څنګ، له دريېم هېوادونو غوښتي چې د ویزې په ورکړه او د امنیت په تضمين سره، هغوی له د افغانستان ته د جبري ستنولو له خطره وژغوري. مارتین روکس، د RSF د بحران څانګې مشر، د افغان خبريالانو د وضعيت په اړه ويلي دي: «له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵ کابل بېرته ونيو، پر رسنيو او د افغانستان پر خبريالانو خپل کنټرول ورځ تر بلې زيات کړی دی. دا نارينه او ښځې چې يوازې د حقایقو د راپور لپاره کار کوي، هره ورځ له ګواښونو، نيونو او شکنجو سره مخ کېږي. د طالبانو د څلورو کلونو واکمنۍ وروسته، دا دوامدار خطرونه، بې‌باوري او هغه ننګونې چې خبريالان يې ان په هغو هېوادونو کې تجربه کوي چې هلته تښتېدلي، د زغملو نه دي.» هغه ټینګار کړی دی: «د افغان خبريالانو منل بايد د دې نړيوال بحران د شدت له مخې بيا وارزول شي. که د ترانزیت ځای په توګه او که د وروستي کوربه په توګه، ټول هېوادونه بايد د دې موضوع له ناديده نیولو لاس واخلي، د دغو خبريالانو د بېرته ستنولو يا ايستلو خطر ومني او د ویزې په ورکولو او نورو ګامونو سره د هغوی واقعي ساتنه تضمين کړي.» د سرحدونو پرته خبريالانو د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ له پيل راهيسې تر اوسه ۱۳ افغان خبريالان له پاکستانه په زور بېرته لېږل شوي، په داسې حال کې چې د هغوی د نورو هېوادونو د ویزو غوښتنې تر غور لاندې وې. دغه بنسټ همدارنګه ويلي چې د ۲۰۲۵ د جولای په میاشت کې د فرانسې د ویزو د رد کېدو پېښې زياتې شوې دي. د سرحدونو پرته خبريالانو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې خبرداری ورکړی چې يوازې په ۲۰۲۵ کال کې له درې ميليونو زيات افغانان، چې نژدې ۱۰۰ خبريالان هم پکې شامل دي، له پاکستان او ايران جبراً ستانه کړل کېږي؛ داسې ستنېدل چې خبريالان په افغانستان کې له جدي بشري سرغړونو سره مخ کوي. دغه بنسټ يادونه کړې چې له ۲۰۲۱ د اګست راهيسې تر اوسه، له ۱۶۵ زيات خبريالان نيول شوي، يو شمېر يې شکنجه شوي او نور په مستقیم ډول ګواښل شوي دي. يوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ رسنۍ په بشپړه توګه تړل شوې دي. د RSF د مالوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهيسې دغه بنسټ ۶۵۴ افغان خبريالانو ته مرسته کړې چې ۸۶ سلنه يې له هېواده وتلي دي. له دې ډلې، ۱۶۹ خبريالان په فرانسه کې ځای پر ځای شوي او يو شمېر نور لا هم د رسنيو په ډګر کې کار ته دوام ورکوي. د سرحدونو پرته خبريالانو په پای کې ټینګار کړی دی چې «کوربه يا ترانزیتي هېوادونه بايد د افغان خبريالانو د بېرته ستنولو له خطره سترګې پټې نه کړي. د ویزې رد يا ايستل، دغه خبريالان نېغ په نېغه د طالبانو په دام کې ور اچوي.»

  • د نړيوالې روغتيا سازمان: د طالبانو د ښځينه ډاکترانو محدوديتونه د زلزله‌ځپلو د ټپيانو درملنه له ستونزو سره مخ کړې ده

    Photo: Getty Images / via BBC د نړيوالې روغتيا سازمان (WHO) ويلي چې د طالبانو له خوا په کونړ کې پر ښځينه ډاکترانو محدوديتونه د زلزله‌ځپلو د ټپيانو د درملنې بهير له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. دغه اداره د يکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) په خپل تازه راپور کې ليکلي چې پر ښځو د تګ راتګ بنديزونه ان تر دې هم رسېدلي چې د ماشومانو لاسرسی د درملنې خدمتونو ته له ستونزو سره مخ کړی دی. د نړيوالې روغتيا سازمان په وينا، شپږ ګرځنده روغتيايي ټيمونه د نورګل ولسوالۍ او د کونړ نورو سيمو ته استول شوي، خو لېرې پرتو او غرنيو کليو ته لاسرسی لا هم يوه ستره ننګونه ده. د راپور له مخې، شاوخوا ۸۴ زره کسان د وروستيو زلزلو له امله زيانمن شوي دي او دغه سازمان د زيانمنو د عاجلو اړتياوو د پوره کولو لپاره د څلورو ميليونو ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې ځايي سرچينو هم د کونړ او ننګرهار د ښځينه ډاکترانو د سخت کمي خبر ورکړی و؛ هغه موضوع چې د ګڼو ښځو او ماشومانو ژوند يې له خطر سره مخ کړی دی. له فاجعې اووه ورځې وروسته، د ژغورنې عمليات لا هم روان دي. طالبانو تر اوسه د له دوو زرو او ۲۰۰ زياتو کسانو مړينه تاييد کړې ده.

  • مدني بنسټونه: طالبانو په پنجشیر کې هدفي وژنې، جبري کډوالي او تري تم کول ترسره کړي دي

    Photo: Sayed Khodaiberdi Sadat/Anadolu via Aljazeera د طالبانو د پنجشیر د نيولو د څلورم تلین په مناسبت، مدني او بشري حقونو بنسټونو د راپورونو په خپرولو سره د دې ولايت د بشري حقونو د نقض د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د پنجشیریانو نړیوال شورا په يو راپور کې ويلي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په پنجشیر کې هدفي وژنې، صحرايي محاکمې، شکنجې، خپل‌سري نیونې او جبري تري تم کول ترسره کړي دي. دغه شورا زياته کړې چې طالبانو سلګونه کورنۍ جبري کډوالۍ ته اړې کړې او د خلکو شتمنۍ د دې ډلې د جنګیالیو او يا د هغوی د خپلوانو له خوا غصب شوې دي. د دې شورا په وينا، طالبانو د مکتبونو په تړلو، د فرهنګي مرکزونو په سوځولو او د ځينو تعليمي مرکزونو په پوځي اډو په بدلولو سره د پنجشیر د خلکو پر ټولنيز او فرهنګي ژوند سخت زيان اړولی دی. دغه شورا له ملګرو ملتونو او نړيوالو بنسټونو غوښتي چې د دې نقض عاملين د نړيوالو محاکمو پر وړاندې ودرول شي. بل لور ته، د پنجشیر د ښځو خوځښت په يو راپور کې ويلي چې طالبانو د دې ولايت ۱۸ تنه اوسېدونکي تري تم کړي او د هغوی نوملړ یې خپور کړی دی. د راپور له مخې، د ۱۰ تنو هویت مستند شوی چې پنځه تنه يې پوځي سابقه او يا د مقاومت جبهې سره تړاو لرلی، خو پاتې ۱۲ تنه ملکي وګړي وو. دغه خوځښت ټينګار کړی چې طالبان په سیستماتیک ډول د فراقانوني وژنو، شکنجو او جبري تري تم کولو لاس پورې کوي او له نړيوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د تري تم شویو د کمېسيون، غوښتنه کړې چې موضوع ژر تر ژره تعقيب کړي. همدارنګه يې پر حقيقت موندنه، د اسنادو ثبت او له قربانيانو د کورنيو رواني، حقوقي او رسنيز ملاتړ اړين بللی دی. دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د پنجشیر ګڼ اوسېدونکي نه يوازې په همدې ولايت، بلکې په کابل او نورو ولايتونو کې هم نيولي، زنداني کړي او په ځينو مواردو کې يې وژلي دي.

  • د کونړ د زلزلې د قربانيانو شمېر له دوه زره واوښت

    Photo: Saifurahman Safi / Xinhua News Agency طالبانو په خپلو تازه شمېرو کې ويلي چې د کونړ د زلزلې د وژل شويو شمېر ۲۲۵۰ کسانو ته او د ټپيانو شمېر ۳۶۴۰ تنو ته رسېدلی دی. حمدالله فطرت، د طالبانو مرستيال وياند، د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) په يو خبرپاڼه کې ويلي چې د سلګونو قربانيانو مړي د چوکي، دیوه‌ګل، دره‌چپه او مانوګي ولسوالیو کې له کنډوالو راایستل شوي دي. هغه زياته کړې چې د ځينو زیانمنو لپاره خيمې لګول شوې او د عاجلو مرستو د لېږد بهير روان دی. خو سره له دې، د ژغورنې عمليات لا هم دوام لري او ګڼ شمېر مړي لا هم د کنډوالو لاندې پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو يوه ورځ وړاندې د قربانيانو شمېر ۱۴۵۷ وژل شوي او ۳۳۹۴ ټپيان اعلان کړي وو.

  • طالبانو د کونړ د مرګونې زلزلې علت «د خلکو ګناهونه» وبلل

    وروسته له هغې چې د ۶ ريښتره زلزلې له امله له ۱۴۵۰ زيات کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۵۰۰ نور ټپيان شول، د طالبانو د ارشاد وزارت پر ځای د مرستو او علمي اقداماتو، خلک «توبې او دعا» ته رابللي دي. څلور ورځې وروسته له هغه چې په ختيځ افغانستان، په ځانګړي ډول په کونړ ولايت کې زوروره زلزله وشوه، د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په څلور پاڼيزه خطبه کې دغه زلزله «د خلکو د ګناهونو او د الهي اوامرو د نه منلو پايله» بللې ده. دا په داسې حال کې ده چې نژدې ۶ زره کورونه ويجاړ شوي او ګڼې کورنۍ لا هم نه دي توانېدلي د خپلو مړو جسدونه له خټو او کنډوالو راوباسي. په دې اعلاميه کې هېڅ ډول علمي دليلونو، د مخنيوي اقداماتو او يا د خوندیتوب سپارښتنو ته اشاره نه ده شوې، يوازې له خلکو غوښتل شوي چې «توبې، زاري، دعا او صبر» ته مخه کړي. د طالبانو د ارشاد وزارت همدارنګه له د مسجدونو له امامانو غوښتي چې د جمعې خطبه دې «الهي عذاب» او د «بېرته ستنېدلو کډوالو پر ظلم» ته ځانګړې کړي. راپورونه د زیانمنو شویو سیمو څخه ښيي چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د درملنې مخنيوی د نارينه ډاکترانو له لوري، د ښځو او ماشومانو د مړينې کچه په شدیده توګه لوړه کړې ده. ځايي خلک وايي، د عاجلو او علمي اقداماتو نشتوالی په مرستو کې، حالت لا پسې کړکېچن کړی او پر زیانمنو کورنیو رواني او اقتصادي فشار دوه چنده کړی دی. هغه زلزله چې د ۶ ريښتره په زور وشوه، د ۱۴۵۰ نه زيات کسان يې وژلي او له ۳۵۰۰ زيات يې ټپيان کړي دي. نړيوالو کارپوهانو او ژغورونکو خبرداری ورکړی چې د دغه حالت دوام او د بحران د مدیریت نشتوالی کېدای شي د انساني تلفاتو شمېر لا پسې ډېر کړي. په داسې حال کې چې د مرستو په هره دقیقه ځنډ کېدای شي د لسګونو کسانو ژوند له خطر سره مخ شي، مذهبي څرګندونې چې له علمي بنسټه تشې دي، عملاً د انساني بحران د ځواب پر ځای کارول کېږي او پر طالبانو د طبيعي پېښو په وړاندې د سیاستونو انتقادونه یې نور هم زیات کړي دي.

  • یونیسف: د ښځينه ډاکترانو حضور د زلزله‌ځپلو په مرستو کې حياتي دی

    Photo: TajudeenOyewale/X تاج‌الدین اویوالي، په افغانستان کې د یونیسف استازي، د کونړ د ښځينه ډاکترانو انځورونه خپاره کړي او ټینګار یې کړی چې د دوی حضور د زلزله‌ځپلو په درملنه کې حياتي رول لري. هغه ليکلي چې دغه ډاکتران ماشومان، ښځې او نارينه زلزله‌ځپلي درملنه کوي. یونیسف همدارنګه اعلان کړی چې يوازې د زلزلې له پېښې په لومړيو ۷۲ ساعتونو کې، له ۲۵۰۰ زيات د ټپونو پېښې د دې ادارې د صحي ټيمونو له لوري درملنه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې ځايي سرچينو وړاندې د کونړ او ننګرهار د ښځينه ډاکترانو د سخت کمي خبر ورکړی و. د هغوی په وينا، لږ تر لږه شپږ امیندواره ښځې د زلزلې د شاک له امله د وخت نه مخکې د زېږون وروسته، د ښځينه ډاکترانو د نشتوالي له امله، مړې شوي او ګڼ شمېر نورو خپل نوي زېږېدلي ماشومان له لاسه ورکړي دي. په همدې مهال کې، د افغانستان د بشري حقونو مرکز (AHRC) د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړی چې ښځې او نجونې بايد د طالبانو د محدوديتونو او تبعیض له امله له حياتي مرستو بې برخې نه شي. دغه اداره ټينګار کړی چې د مرستو ځنډول او د ښځو له پامه غورځول د ډېرو ښځو ژوند له جدي خطر سره مخ کولی شي. ‏د بشري حقونو مرکز له مرستندويه ادارو، ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتي چې د ژوندي پاتې شويو د ژغورلو، د کليو د بېرته جوړولو او د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ژمي له رسېدو وړاندې زياتې سرچينې ځانګړې کړي او هم‌مهاله د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي.

  • د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: ښځې او نجونې د افغانستان د ختيځ د زلزلې تر ټولو زياتې ځپلې دي

    Photo: AFP via rferl.org د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د افغانستان د ختيځ د زلزلې له غمیزه ډکو پایلو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې ښځې او نجونې تر ټولو زيات د دې پېښې له زیانه سره مخ دي. د ملګرو ملتونو دغه څانګې د ښځينه ژغورونکو په حضور ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې چې د ښځو او نجونو اړتیاوې بايد د مرستو په لومړيتوب کې ونیول شي. دغه اداره خبرداری ورکړی، که د ښځينه ژغورونکو حضور له پامه وغورځول شي، ښايي د افغانستان ښځې او نجونې له حياتي مرستو او ضروري معلوماتو بې برخې پاتې شي. سوزان فرګوسن، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې، ويلي دي: «ښځې او نجونې يو ځل بيا تر ټولو زياته ضربه ويني، نو ځکه بايد د هغوی اړتیاوې د مرستو د بهیر په مرکز کې وي. د ښځينه ژغورونکو له حياتي ملاتړ پرته، دا خطر شته چې ښځې او نجونې له حياتي مرستو او ضروري معلوماتو بې برخې شي.» په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د ۲۰۲۳ د هرات د زلزلې تجربه وښودله، شاوخوا شپږ له لسو قربانيانو ښځې وې او نژدې دوه پر درېيمه د ټپيانو برخه هم ښځې جوړولې. دغه اداره له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د زلزله‌ځپلو سيمو د ښځو او نجونو د عاجلو اړتیاوو لپاره زياتې مرستې برابرې کړي. دا اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې چې د شپې لخوا د يکشنبې په ورځ د ۶ ريښتره زلزله د کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولايتونه ولړزول. د تازه شمیرو له مخې، حمدالله فطرت، د طالبانو مرستيال وياند، ويلي چې په کونړ کې د وژل شويو شمېر ۱۴۵۷ تنو ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۳۳۹۴ تنو ته لوړ شوی دی.

  • د افغانستان د ښځو د تبعید خوځښت: د ښځو د انځورونو حذف کول د طالبانو د جنسيتي آپارتاید د پروژې برخه ده

    د افغانستان د ښځو د تبعید خوځښت په یوه غبرګون کې، د طالبانو پرېکړه چې د ښځو انځورونه له تذکرو لرې کړي، «د ښاروندۍ حقونو ښکاره نقض» او د دې ډلې د «جنسيتي آپارتاید د پروژې» یوه برخه بللې او په کلکه یې غندلې ده. په دې اعلامیه کې راغلي چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د تبعیضي سیاستونو په لړ کې، له زده‌کړې او کار څخه د ښځو د محرومولو نه نیولې، تر د تګ راتګ سختو محدودیتونو او له ټولنیزو ډګرونو د حذف پورې، اوس د ښځو د «رسمي هویت انکار» ته رسېدلي دي. دغه خوځښت د طالبانو پرېکړه یوه سازمان‌یافته پروژه بللې چې موخه یې د ښځو سیستماتیک حذف دی، او ټینګار یې کړی دی: «طالبان د ښځو له هویت نه د هغوی د حقونو د درناوي لپاره نه، بلکې یوازې د خپل غیرقانوني واکمنۍ د مشروعیت لپاره کار اخلي.» د افغانستان د ښځو د تبعید خوځښت په نړیواله ټولنه، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په ادارو غږ کړی چې عاجل اقدام وکړي او پر طالبانو جدي فشار راوړي څو د افغانستان ښځې نورې «بې‌انځوره او بې‌هویت» نه کړي. په اعلامیه کې نور ټینګار شوی دی: «د افغانستان ښځې د حذف کېدو وړ نه دي. موږ حق لرو خپل انځور، هویت او حضور په ټولو ډګرونو کې وساتو. د افغانستان ښځې نه بې‌انځوره دي، نه بې‌هویت، او هېڅکله به چوپ پاتې نه شي.» دغه دریځ په داسې حال کې څرګندېږي چې هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو مشر، څو ورځې وړاندې په یوه شفاهي فرمان کې د افغان ښځو د انځورونو د تذکرو په پاسپورتونو کې درج کول منع کړي دي. څو ورځې وروسته د طالبانو د احصائیې اداره اعلان وکړ چې د ښځو د عکس درج کول په تذکرو کې «اختیاري» دی. په همدې مهال کې، سارا آدامز، د امریکا د استخباراتي ادارې (CIA) پخوانۍ کارکوونکې، د طالبانو د دې پرېکړې پر ضد په ټولنیزو شبکو کې د ګڼو طالب مشرانو د مېرمنو انځورونه خپاره کړل. هغې خبرداری ورکړی و، که دا محدودیت لغوه نه شي، نوره انځورونه به هم ښکاره کړي. آدامز دغه کار په خپله د ایکس په پاڼه کې د «د طالبانو کورنۍ چارې» تر عنوان لاندې خپور کړی و؛ هغه انځورونه چې له ډيپلوماتیکو پاسپورتونو ترلاسه شوي دي.

bottom of page