top of page

د لټون پایلې

Search this site

352 results found with an empty search

  • یوناما: طالبانو له محرم پرته ښځې له پېر او روغتیايي خدمتونو محرومې کړې دي

    Image: © Hoshang Hashimi / AFP / Getty Images په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په خپل تازه راپور کې وايي، د طالبانو محتسبانو په یو شمېر ولایتونو کې له محرم پرته ښځې له پېر، روغتیايي خدمتونو او ازاد تګ راتګ څخه منع کړې دي. د دغه راپور له مخې، چې د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) خپور شوی او د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر جون پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت رانغاړي، طالبانو هټیوال او د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي له محرم پرته ښځو ته د خدمتونو وړاندې کولو له امله ګواښلي او مجازات کړي دي. یوناما وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو د مې په ۲مه، د کندهار ښار د سینګاري توکو او ښځینه محصولاتو له څو هټیو لیدنه وکړه او هټیوالو ته یې امر وکړ چې له محرم پرته ښځو ته هېڅ ډول توکي ونه پلوري. د مې په ۲۱مه، د طالبانو محتسبانو د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ له یوه روغتیايي مرکز څخه هم لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له محرم پرته ښځو ته باید روغتیايي خدمتونه وړاندې نه شي. هغوی همدارنګه ویلي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې باید د کار پر مهال له خپل محرم سره حاضرې شي. یوناما په لوګر کې هم یوه پېښه ثبت کړې چې د طالبانو محتسبانو یوې ښځې ته، چې له محرم پرته د خوراکي توکو د پېر لپاره بازار ته تللې وه، خبرداری ورکړ. طالبانو هغه هټیوال، چې دې ښځې ته یې توکي پلورلي وو، په څپېړه وواهه او د څو ساعتونو لپاره یې بندي کړ. د یوناما په وینا، دغه هټیوال د سیمې د مشرانو له منځګړیتوب او د یوه ژمن‌لیک تر لاسلیک وروسته خوشې شو. د ژمن‌لیک له مخې، هغه باید بیا له محرم پرته ښځو ته توکي ونه پلوري. په یوه بله پېښه کې په بدخشان کې، د طالبانو محتسبانو هغه ښځې، چې له محرم پرته د پېر لپاره بازار ته تللې وې، د «مناسب حجاب» د نه لرلو له امله تر پوښتنو لاندې ونیولې. کله چې یوه هټیوال د دغو ښځو ملاتړ وکړ، طالبانو امر وکړ چې هټۍ یې د درېیو ورځو لپاره وتړل شي او کلی یې ترې واخیست. دغه هټیوال په درېیمه ورځ، کله چې د خپلې هټۍ د کلي اخیستو لپاره ورغی، د طالبانو له مسئولانو سره یې لفظي شخړه وکړه او طالبانو د څو ساعتونو لپاره بندي کړ. هغه د سیمې د مشرانو له مداخلې وروسته خوشې شو. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د خپلې نږدې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د ښځو د تګ راتګ ازادي، خدمتونو ته لاسرسی او په عامه ژوند کې د هغوی حضور په سختۍ محدود کړی دی. د ښځو د حقونو فعالان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو ټولګه «جنسیتي اپارتاید» بولي.

  • د طالبانو د زندانونو تر دېوالونو شا ته؛ د یوې ښځې د جنسي تېري او د څلور میاشتني جنین د سقط کیسه

    Source: AI-generated image / Zan TV طالبان وايي، یو شمېر ښځې د «اخلاقي فساد»، اعتراض، سیاسي فعالیت او «بې‌دینۍ د ترویج» په تور زنداني کوي، څو د دوی په وینا، ټولنه له فساد څخه پاکه او «اصلاح» کړي. خو د هغو ښځو کیسې چې د طالبانو زندانونه یې تجربه کړي، د دغو زندانونو تر دېوالونو شا ته له یوه ټکان ورکوونکي او وحشتناک واقعیت څخه پرده پورته کوي. یو شمېر ښځې د طالبانو له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته وايي، دا زندانونه د ښځو لپاره د اصلاح ځایونه نه، بلکې له وېرې، فشار او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ډک چاپېریالونه دي. ځینې یې وايي، ښايي یو شمېر دغو ښځو د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د نفقې د نشتون له امله کارګرۍ، غلا یا فحشا ته مخه کړې وي، خو طالبان نه یوازې هغوی زنداني کوي، بلکې د دغو ښځو په وینا، له هغوی جنسي ګټه اخلي او انساني حقونه یې په بشپړه توګه تر پښو لاندې کوي. زن‌نیوز د دې راپور د چمتو کولو لپاره له یو شمېر پخوانیو ښځینه زندانیانو او باخبرو سرچینو سره خبرې کړې دي، څو هغه څه روایت کړي چې د طالبانو د زندانونو تر دېوالونو شا ته پر ښځو تېرېږي. په کابل کې یوې پخوانۍ ښځینه زندانۍ، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، له زن‌نیوز سره په خبرو کې د خپلې نیول کېدو څرنګوالی او هغه څه چې په زندان کې پرې تېر شوي، داسې بیانوي: «۱۳ میاشتې مخکې، یوه ورځ یې د کابل له پل سرخ سیمې ونیولم. له یوه هلک سره مې لیدنه درلوده او غوښتل مې د هغوی کور ته لاړه شم، خو طالبانو شک راباندې وکړ او ونیولم. لومړی یې امنیتي حوزې ته بوتلو، زموږ ویډیو یې واخیسته او وروسته یې زندان ته ولېږلو. یوه اوونۍ وروسته به د طالبانو ځواکونه زموږ خونې ته راتلل او موږ به یې اړ ایستلو چې بېلابېلو خونو ته لاړې شو. رښتیا هم ډېر وېرونکی حالت و. هره شپه وېرېدم چې څه به راسره کېږي. په هغه یو کال او یوه میاشت کې چې په زندان کې وم، ډېر څه مې ولیدل او څو ځله وګواښل شوم. طالبان وايي چې خلک اصلاح کوي، خو لومړی باید خپل ځانونه اصلاح کړي. زه اړ وم چې د خپل ژوند د تېرولو لپاره کار وکړم، خو هغوی چې ځانونه مسلمانان ګڼي، ولې یې له موږ سره داسې وکړل؟ هره ورځ او شپه به یې یوه پلمه جوړوله او ځوانې نجونې به یې د زندان له عمومي خونې جلا خونو ته بیولې. هغوی په زور اړ ایستلو چې د دوی غوښتنې ومنو او په زور یې له موږ جنسي ناوړه ګټه اخیسته.» هغه په اوښلنو سترګو د طالبانو د فشارونو او ګواښونو په اړه وايي: «کله ناکله به یې نیمه شپه له خونې ایستلو او ویل به یې چې باید انفرادي خونې ته لاړه شې، ځکه جنجال دې کړی، ډېرې خبرې دې کړې یا ستا د بد چلند شکایت شوی دی. خو وروسته به داسې پېښې وشوې چې په اړه یې خبرې کول راته سخت دي. موږ یوازې وېرېدو، د شپې به مو ژړل او نه پوهېدو چې سبا به څه پېښېږي. زما یو کال او یوه میاشت په همدې ډول تېره شوه. دومره ډېر څه مې ولیدل چې هېڅوک یې تصور نه شي کولای. یوازې یوه کس له موږ جنسي ناوړه ګټه نه اخیسته، بلکې طالبانو به ډله‌ډله له نجونو سره دا ډول چلند کاوه. له وهلو او تاوتریخوالي چې تېر شو، تر ټولو ناوړه جنسي ناوړه ګټه اخیستنه وه. اوس نه پوهېږم چې څوک یم. له رواني پلوه په بشپړه توګه په یوه رواني ناروغه بدله شوې یم. اوس چې خوشې شوې یم، لا هم وېرېږم، د طالبانو له تاوتریخوالي وېرېږم. ان په خوب کې هم ارامه نه یم. وېرېږم چې بیا به مې لاسونه وتړي او په هغه تیاره زیرزمینۍ خونه کې به جنسي تېری راباندې وکړي. طالبانو ان د خوب ارامي هم رانه اخیستې ده. دا یوازې له ما سره نه دي شوي، بلکې زما له هم‌خونو نجونو سره هم شوي دي.» د مزارشریف ښار یوې بلې پخوانۍ ښځینه زندانۍ هم خپله ورته ترخه کیسه له زن‌نیوز سره شریکه کړې ده. هغې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، زن‌نیوز ته وايي: «یو کال مخکې مې غوښتل روضه شریف ته لاړه شم. یوازې وم او غوښتل مې له کوره ووځم. ناڅاپه یو ځوان هلک راپسې شو او اشاره یې راته وکړه. زه هم د هغه په غوښتنه پوه شوم او په پای کې مې زړه یو کړ چې د اړیکې شمېره ورکړم، خو رښتیا هم هېڅ ناوړه موخه مې نه درلوده. طالبان پوه شول او زه یې ونیولم. هلک وتښتېد، خو طالبانو زه حوزې ته بوتلم او پوښتنه یې وکړه چې د چا لور یې او هغه هلک څوک و؟ لس ورځې وروسته یې محکمې ته بوتلم، پر زنا یې تورنه کړم او بیا یې زندان ته ولېږلم.» هغه په غوسه او خواشینۍ، په داسې حال کې چې د هغو ورځو وېره یې پر څېره ښکاري، زیاتوي: «په زندان کې وضعیت ډېر سخت و. موږ یې اړ ایستلو چې جلا خونو ته لاړې شو او سخت فشارونه یې راباندې راوستل. زه امیندواره شوم، خو په زندان کې یوې ښځې چې د طالبانو غړې وه او هلته یې د پاک‌کارۍ دنده ترسره کوله، دوا راوړه چې ماشوم مې سقط کړم. ماشوم مې شاوخوا څلور میاشتې په نس کې و او په پای کې اړ شوم چې سقط یې کړم. زندان په رښتیا هم له وېرې او فشار څخه ډک چاپېریال و. هره ورځ تر زور او ګواښ لاندې وو او له ما یې جنسي ناوړه ګټه اخیسته. طالبانو به له یوې خونې بلې ته بیولو او ګواښوونکې خبرې به یې کولې. هېڅوک نه وو چې زموږ غږ واوري. هره ورځ په سخت ذهني فشار کې تېرېده او نه پوهېدو چې سبا به څه کېږي. کله چې له زندانه ووتم، نور هېڅ راته پاتې نه وو. یوازې یو مړ جسد وم، روح مې مړ و. ښايي بدن مې د یوې ښځې بڼه ولري، خو له دننه ماته شوې یم او رواني حالت مې خراب دی. طالبان په زندان کې له جنسي تېري پرته بل کار نه لري، په ځانګړي ډول چې نجلۍ کشره وي. زموږ په کوټه کې اته نجونې وو او یوه هم له جنسي ځورونې خوندي پاتې نه شوه. د زندان په لومړیو ورځو کې مې ولیدل چې طالبان له نورو سره څنګه چلند کوي، وروسته ټول هغه څه چې پر هغوی مې لیدلي وو، له ما سره هم وشول.» دا روایتونه ښيي چې له ښځینه زندانیانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او پر هغوی فشارونه سیستماتیک او پراخ دي. په زندانونو کې ښځې له ورته وضعیت سره مخ دي او له وېرې، ګواښ او جنسي بهره‌کښنې ډکې تجربې یې د طالبانو تر واک لاندې د ښځینه زندانونو د وضعیت یو رښتینی او ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کوي. دا راپور ټینګار کوي چې طالبانو نه یوازې ښځې له لومړنیو حقونو محرومې کړې دي، بلکې په غیرانساني ډول ورڅخه جنسي ناوړه ګټه اخلي.

  • د هرات زېږنتون؛ د هغو میندو کیسې چې د خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو له جسدونو سره ستنېږي

    Image: © Omar Sobhani / Reuters صفورا هېڅکله دا فرصت پیدا نه کړ چې د خپل لومړي ماشوم د ژړا غږ واوري. هغه له زرګونو هیلو سره د هرات د حوزوي روغتون زېږنتون ته ورغله، هغه ځای چې باید د ماشوم د ژوند پیل یې وای، خو د یوې هیلې پر پای بدل شو. ۲۱ کلنه صفورا وايي، هیله یې درلوده چې زوی ولري او یوه ورځ د خپل معلول پلار ترڅنګ ودرېږي، خو دا هیله د ناروغانو په ګڼه‌ګوڼه، د امکاناتو په کمښت او د ډاکترانو د پر وخت پاملرنې په نشتون کې خاورو ته وسپارل شوه. هغه وايي: «کاش ډاکتر وای. نوم یې روغتون دی، خو امکانات او خدمات نه شته. ماشوم مې وزېږېد، خو مړ شو. له سلو هیلو سره راغلم، خو د خپل ماشوم له جسد سره ستنېږم، ځکه ډاکتران ډېر کم دي او هېڅ پاملرنه نه کېږي.» د هرات د زېږنتون په دهلېزونو کې د صفورا کیسه استثنا نه ده، بلکې د هغو ښځو د ورځني واقعیت یوه برخه ده چې د خپل او خپلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره دې مرکز ته ورځي. ازیتا، بله ښځه چې خپل نوی زېږېدلی ماشوم یې له لاسه ورکړی، وايي سختې ګرمۍ او د یخولو د لومړنیو امکاناتو نشتون یې د نوې زېږېدلې لور د مړینې لامل شوی دی. هغه وايي: «که څه هم مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دي، خو کوټې له ناروغانو ډکې وې. ان یوه پنکه هم نه وه او هوا ډېره ګرمه وه. لور مې د همدې له امله مړه شوه.» روبیکا هم هېڅکله دا فرصت پیدا نه کړ چې د خپل ماشوم ساه اخیستل وویني. هغه د متخصصو ډاکترانو او قابلو کمښت د خپل ماشوم د مړینې لامل بولي. هغه وايي: «ناروغان ډېر دي، خو ډاکتران نه لرو. کله چې پوهنتونونه تړلي وي، ډاکتر له جومات او مدرسې نه جوړېږي. ماشوم مې له زېږېدو مخکې د ډاکتر د نشتون له امله مړ شو.» هغه زېږنتون چې نور د ژوند د منلو ظرفیت نه لري Image: © Kobra Akbari / AFP د دې روغتیايي مرکز د کارکوونکو د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ښځې د زېږون یا د نسایي او ولادي خدماتو لپاره د هرات حوزوي روغتون ته مراجعه کوي، په داسې حال کې چې د دې څانګې رسمي ظرفیت یوازې ۱۰۰ بسترونه دی. د دې روغتون یوه ډاکتر، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، وايي کله ناکله دوه ناروغانې پر یوه بستر بسترېږي او ځینې ښځې اړ کېږي چې ساعتونه پر ځمکه یا د کوټو دباندې انتظار وکړي. هغه وايي: «موږ ۱۰۰ بسترونه لرو، خو په ځینو ورځو کې د زېږونونو شمېر ۱۲۰ ته رسېږي. کافي امکانات نه شته. کله چې هره ورځ تر ۲۵۰ ناروغانو مراجعه کوي، نور د ځواب ویلو توان له منځه ځي.» د دې ډاکتر په وینا، هره میاشت نږدې درې زره ماشومان په دې زېږنتون کې زېږي. خو تر ټولو اندېښمنوونکې موضوع د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې شمېر دی. هغه وايي، په منځنۍ توګه هره ورځ شاوخوا ۲۰ نوي زېږېدلي ماشومان تر زېږون وروسته مري او نږدې ۸۰ نور مړه زېږي. د هغه په وینا، دا شمېرې د افغانستان د لوېدیځ په یوه ستر روغتیايي مرکز کې د روان ناورین ژوروالی ښيي. د نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه؛ له زده‌کړو د نجونو د محرومولو دروند قیمت © AFP دا ناورین په داسې حال کې په هرات کې روان دی چې طالبانو په نږدې پنځو کلونو کې د افغانستان د زرګونو نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي. هغه نجونې چې ډېری یې باید د هېواد د روغتیايي نظام راتلونکې ډاکترانې، قابلې، نرسانې او متخصصانې شوې وای. افغانستان له پخوا هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ و، هغه کمښت چې په نسایي او ولادي څانګو کې حیاتي اهمیت لري. خو د طالبانو تعلیمي محدودیتونو د ډاکترانو او قابلو د نوي نسل د روزنې بهیر هم درولی دی. نن د هرات په زېږنتون کې د دې سیاستونو پایلې د هغو میندو په څېرو کې لیدل کېږي چې خپل ماشومان یې له لاسه ورکړي او د هغو ستړو ډاکترانو په غږونو کې اورېدل کېږي چې په لږو امکاناتو د ناروغانو د ګڼې‌ګوڼې پر وړاندې ولاړ دي. کله چې نجونې له ټولګیو او پوهنتونونو محرومېږي، ناورین یوازې په ښوونیزو مرکزونو کې نه پاتې کېږي، بلکې کلونه وروسته د زېږون په کوټو، بېړنیو څانګو او د هغو ناروغانو د بسترونو ترڅنګ راڅرګندېږي چې نور یې د درملنې لپاره ډاکتر نه شته. د ژړا او چوپتیا ترمنځ د هرات په زېږنتون کې هره ورځ لسګونه ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي، خو د یو شمېر نورو ژوند تر پیل مخکې پای ته رسېږي. د صفورا، ازیتا او روبیکا لپاره شمېرې هېڅ مانا نه لري. هغوی خپل ماشومان په شمېرو نه حسابوي. د هرې شمېرې تر شا یو ماشوم دی چې باید لوی شوی وای، ګرځېدلی وای، خبرې یې کړې وای او راتلونکی یې لرلی وای، خو د امکاناتو د کمښت، د ناروغانو د ګڼې‌ګوڼې او د افغانستان د ښوونیز او روغتیايي نظام د تدریجي ړنګېدو په منځ کې یې هېڅکله د ژوند فرصت پیدا نه کړ.

  • ښاریان: طالبان د جومات، زده‌کړو او رسنیو له لارې د ټولنې د طالباني کولو هڅه کوي

    Image: © Omer Abrar / AFP د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبان د جوماتونو، کورنیو رسنیو، ښوونیز نظام او په کوڅو کې د څار له لارې هڅه کوي ټولنه د خپلو برداشتونو او قوانینو پر بنسټ جوړه کړي؛ هغه بهیر چې د دوی په باور، فردي ازادۍ محدودوي او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر ذهنیت ژور اغېز کوي. د تخار اوسېدونکې زلیخا فیضي زن‌نیوز ته وايي، طالبان له هر فرصت څخه د خپلې ایډیالوژۍ د ترویج لپاره کار اخلي. هغې وايي: «زما ماشوم جومات ته ځي او کله چې کور ته راستانه شي، ټولې خبرې یې د طالبانو د ویناوو په اړه وي. طالبان په ټلوېزیون کې ویناوې کوي، له راډیو څخه د دوی د تأیید وړ پروګرامونه او نعتونه خپرېږي او په کوڅو کې هم خلک اړ کوي چې د دوی د قوانینو له مخې چلند وکړي.» د هغې په وینا، دې وضعیت ماشومان او تنکي ځوانان تر پخوا ډېر له تبلیغاتو او ایډیالوژیکو زده‌کړو سره مخ کړي دي. په کابل کې ښځینه ښوونکې نجلا منور هم وايي، طالبانو په ښوونیز نظام کې پراخ بدلونونه راوستي دي؛ هغه بدلونونه چې د هغې په باور، د درسي محتوا او د تدریس پر طریقې یې اغېز کړی دی. هغې زیاتوي: «طالبانو ان د تدریس بهیر هم بدل کړی دی. هغه ماشوم چې لا یې نړۍ نه ده پېژندلې، له داسې ذهنیت سره مخ کېږي چې طالبانو تعریف کړی دی. ډېر درسي کتابونه بدل شوي او ښوونیز چاپېریال هم ایډیالوژیکه بڼه غوره کړې ده. د دې بهیر دوام کولای شي د ټولنې د راتلونکي لپاره درنې پایلې ولري.» په همدې حال کې، یو شمېر ټولنپوهان خبرداری ورکوي چې د دې سیاستونو دوام ښايي د افغانستان پر ټولنیز جوړښت اوږدمهاله اغېزې پرېږدي. ټولنپوه فریدون قاضي‌زاده وايي: «د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذهنونه د سپینې پاڼې په څېر دي او باید په پوهه، اګاهۍ او انساني ارزښتونو وروزل شي. که زده‌کړې پر اجبار، د فکري تنوع پر حذف او ایډیالوژیک تلقین ولاړې وي، پایلې به یې په راتلونکو نسلونو کې څرګندې شي. داسې بهیر کولای شي د تاوتریخوالي د پراخېدو، د زغم د روحیې د کمېدو او په ټولنه کې د انتقادي فکر د محدودېدو لامل شي.» په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ټولنیزو محدودیتونو د لګولو، د ښوونیزې محتوا د بدلولو او د خلکو پر چلند د څار د زیاتېدو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. په مقابل کې، طالبانو تل ټینګار کړی چې د دوی اقدامات او مقررات د اسلامي شریعت په اړه د دوی د برداشت پر بنسټ تنظیم شوي او موخه یې د ټولنې اصلاح ده. خو منتقدان وايي، د دې سیاستونو دوام، د زده‌کړو، رسنیو او مدني ازادیو پر پراخو محدودیتونو سربېره، کولای شي د افغانستان ټولنیز راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کړي او د داسې نسل د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي چې تر پخوا ډېر له ایډیالوژیکو زده‌کړو سره مخ وي.

  • هغه ټپونه چې نه لیدل کېږي؛ د یوې افغانې محصلې روایت

    Symbolic image: AI-generated / Zan TV لیکواله: مرسل قیصاري کله ناکله له ځان سره فکر کوم، ښايي تر ټولو دروند شی چې یو افغان کډوال یې له ځان سره وړي، نه پاسپورټ وي، نه ویزه او نه هم هغه بکس چې له وطنه یې راوړی وي. تر ټولو دروند بار، افغان‌والی دی. زه په پاکستان کې د نړیوالو اړیکو د درېیم کال محصله یم. د هرې بلې محصلې په څېر، سهار ټولګي ته ځم، د شپې تر ناوخته درس وایم، د ازموینو لپاره اندېښنه لرم، کورنۍ مې یادېږي او د یوه ښه راتلونکي لپاره هڅه کوم. زما او د ټولګیوالو ترمنځ تر ټولو لوی توپیر په یوه شي کې دی: هر ځل چې له ما پوښتنه کېږي «د کوم ځای یې؟»، زما ځواب د هغوی لپاره یوازې یو ساده ځواب نه وي او کله ناکله د یوه ناسم برداشت په پیل بدلېږي. څو میاشتې مخکې، کله چې د خپلې خور له کوره لیلیې ته ستنېدم، ټکسي په یوه پلټن‌ځای کې ودرول شوه. د پولیسو مأمور په پیل کې له موټر چلوونکي سره خبرې کولې چې سترګې یې پر ما ولګېدې. نه پوهېږم څنګه، خو فکر کوم پوه شو چې د پاکستان نه یم. هغه رانه ونه پوښتل چې د کوم ځای یم؛ یوازې یې وویل: «فکر کوم ته افغانه یې.» سره له دې چې ټول قانوني اسناد مې له ځان سره وو، خو ځکه چې یوازې وم، زړه مې ولړزېد. ومې ویل: «هو، افغانه یم.» له هغې وروسته یې یو په بل پسې زما اسناد وغوښتل. لومړی مې د محصلۍ کارت او د لیلیې کارت وروښود، څو پوه شي چې نړیواله محصله یم او په قانوني ډول په پاکستان کې ژوند کوم. خو هغه ټینګار وکړ او ویې ویل: «قانوني اسناد.» موخه یې ویزه او د پولیسو د ثبت پاڼه وه. نېکمرغه وم چې ټول مې له ځان سره لرل او هغه ته مې وروښودل. پوهېږم چې د اسنادو څېړل د امنیتي ځواکونو د دندې برخه ده او هېڅ هېواد د قانون له پلي کولو پرته خپل امنیت نه شي ساتلای. زه هم د یوې نړیوالې محصلې په توګه قانون ته درناوی خپله دنده ګڼم. خو هغه څه چې زه یې وځورولم، خپله قانون نه و، بلکې هغه احساس و چې د قانون د پلي کېدو پر مهال مې تجربه کړ. په هغو څو دقیقو کې مې احساس وکړ چې تر دې مخکې چې ما د یوې محصلې په توګه وویني، د یوې افغانې په توګه یې ولیدم. داسې مې احساس کاوه چې باید ثابته کړم د هېچا لپاره خطر نه یم. زما د اسنادو تر څېړلو وروسته، هغوی اسناد بل مأمور ته هم وروښودل او د ټولو اسنادو عکسونه یې واخیستل. ان ونه توانېدم وپوښتم چې ولې. وروسته یې اسناد بېرته راکړل او ویې ویل: «تلای شې.» هغه شپه تېره شوه او ما فکر وکړ، ښايي دا یوازې یوه تصادفي پېښه وه چې یو ځل رامنځته شوه او بیا به تکرار نه شي؛ خو څو اوونۍ وروسته هماغه پېښه بیا وشوه. یو ځل بیا د خپلې خور له کوره ستنېدم. زه ډېر کم له پوهنتون او لیلیې څخه یوازې وځم، خو هغه ورځ د خور د زېږون ورځ وه او غوښتل مې ورسره واوسم، څو د یوازیتوب او له کورنۍ څخه د لرېوالي احساس یې لږ شي. اړ وم چې شپه بېرته ستنه شم، ځکه د سمسټر وروستۍ ازموینې نږدې وې. په لاره کې ټکسي یو ځل بیا ودرول شوه. دا ځل د پولیسو مأمور رانه وپوښتل: «د کوم ځای یې؟» لومړی مې وویل: «نړیواله محصله یم.» هغه موسکی شو او بیا یې وپوښتل: «د کوم هېواد؟» یوه شېبه چوپه شوم، ځکه پوهېدم چې څه راته په تمه دي. ومې ویل: «د افغانستان یم.» هغه سمدستي زما اسناد وغوښتل. بدمرغي مې دا وه چې د تمدید شوې ویزې چاپ شوې نسخه مې له ځان سره نه لرله او یوازې فایل یې په موبایل کې و. کله چې مې د موبایل په فولډرونو کې فایل لټاوه، لاسونه مې لړزېدل؛ نه ځکه چې سند مې نه درلود، بلکې نه مې غوښتل ان د څو دقیقو لپاره څوک فکر وکړي چې حضور مې غیرقانوني دی. له هغې ورځې وروسته مې څو ځله له ځان څخه پوښتلي دي: ولې موږ افغانان تل داسې احساس کوو چې باید تر نورو ډېر خپل ځانونه تشریح کړو؟ ولې کله ناکله اړ یو چې تر دې مخکې چې خپل شخصیت، زده‌کړې او هیلې معرفي کړو، د خپل حضور د قانوني‌والي په اړه خبرې وکړو؟ افغانستان له کلونو راهیسې د نړۍ په ذهن کې له جګړې، ځانمرګو بریدونو، کډوالۍ، طالبانو او بحران سره پېژندل کېږي. دا انځور دومره تکرار شوی چې کله ناکله هېرېږي، افغانستان یوازې جګړه نه ده. افغانستان هغه زرګونه محصلان دي چې د نړۍ په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي. افغانستان هغه نجلۍ ده چې له ټولو ستونزو سره سره لا هم د زده‌کړو لپاره مبارزه کوي. افغانستان هغه ځوانان دي چې یوازینۍ هیله یې دا ده، یوه ورځ د دوی د هېواد نوم له علم او انسانیت سره وپېژندل شي، نه د جګړې له خبرونو سره. زموږ درد دا نه دی چې اسناد راڅخه وغوښتل شي یا قانون پلی شي. زموږ درد دا دی چې کله ناکله داسې احساس کوو چې زموږ ملیت، مخکې له دې چې یوازې یو ملیت وي، په یوه مخکېني قضاوت بدل شوی دی. ښايي هېڅوک هغه لنډ نظر، هغه څو ثانیه‌ییز ځنډ یا د غږ بدلېدل ونه ویني؛ خو د هغه چا لپاره چې څو ځله یې تجربه کړې، هر یو یې یو کوچنی ټپ دی؛ داسې ټپونه چې نه لیدل کېږي، خو ورو ورو د انسان په زړه کې راټولېږي. له دې ټولو سره سره، زه لا هم په ویاړ وایم چې افغانه یم. زه له افغانستان سره، له ټولو ټپونو سره یې، تړاو لرم. پر خپلې ژبې، کلتور، خلکو او خاطرو ویاړم. خو کله ناکله هیله کوم، یوه ورځ راشي چې څوک رانه وپوښتي «د کوم ځای یې؟» او زه په موسکا ووایم «افغانستان»، هېڅ شی بدل نه شي؛ نه یې نظر، نه یې لحن او نه هغه واټن چې ناڅاپه زموږ ترمنځ رامنځته کېږي. زه نه غواړم څوک زما د افغان‌والي له امله پر ما زړه وسوځوي. یوازې هیله لرم، یوه ورځ افغان‌والی نه د ترحم لامل وي او نه د شک پلمه. یوازې یو ملیت وي؛ لکه څنګه چې د هر بل انسان ملیت یوازې د هغه د هویت یوه برخه ده، نه د شخصیت په اړه یې حکم. ښايي د یوې افغانې نجلۍ تر ټولو ستره هیله له وېرې پرته ژوند وي. ښايي تر دې هم لویه هیله دا وي چې یوه ورځ، د نړۍ په هر ځای کې ترې وپوښتل شي «د کوم ځای یې؟»، په ویاړ ووایي «افغانستان» او یوازینی ځواب چې ترلاسه کوي، یوه عادي موسکا وي؛ نه داسې نظر چې هغه اړ کړي یو ځل بیا ثابته کړي چې یوازې محصله ده، یوازې انسانه ده او له افغان‌والي پرته بله هېڅ ګناه نه لري.

  • په نورستان کې سېلابونو تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي

    Source: AfghanistanNDMA/X د طالبانو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اعلان کړی چې د نورستان په مرکز پارون ښار او د دې ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. دې ادارې د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۹مه) ویلي چې د لومړنیو شمېرو له مخې، له ۸۰ ډېر کسان ټپیان او له ۱۰۰ ډېر نور نادرکه شوي دي. د دې ادارې په وینا، د قربانیانو په شمېر کې د بدلون او زیاتوالي احتمال شته. ځايي طالب چارواکو ویلي چې سېلابونو پراخ ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان یو شمېر سیمې د سختو سېلابونو شاهدې وې؛ هغو پېښو چې کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټونو ته یې زیان رسولی او ګڼ شمېر اوسېدونکي یې اغېزمن کړي دي.

  • ۲۸ کلنې ښځې په بلخ کې پنځه‌ګوني ماشومان وزېږول

    Source: MSF_Afghanistan / X بې‌پولې ډاکټرانو اعلان کړی چې یوې ۲۸ کلنې ښځې په بلخ کې پنځه ماشومان زېږولي دي. دې سازمان د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۹مه) ویلي چې د دې ښځې نوم نفیسه دی او خپل پنځه‌ګوني ماشومان یې د مزارشریف د ابوعلي سینا په حوزوي او ښوونیز روغتون کې زېږولي دي. د دې سازمان په وینا، ټول پنځه ماشومان له ټاکلي وخت مخکې او په کم وزن زېږېدلي او له زېږون وروسته د درملنې او پاملرنې لپاره د نويو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې برخې ته لېږدول شوي دي. ماشومان نږدې اته ورځې د ځانګړې پاملرنې په برخه کې ساتل شوي دي. د روغتیايي وضعیت له تدریجي ښه کېدو وروسته، هغوی د نويو زېږېدلو ماشومانو عمومي برخې ته لېږدول شوي دي. نفیسې ویلي: «نن مې ټول پنځه ماشومان ژوندي او روغ دي. هغوی د شیدو څښل پیل کړي او د زیړي ستونزه یې هم حل شوې ده.» بې‌پولې ډاکټران د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په مزارشریف کې د ابوعلي سینا له حوزوي او ښوونیز روغتون څخه ملاتړ کوي. د دې سازمان ډلې د ماشومانو په بېړنۍ برخه، د نويو زېږېدلو ماشومانو په برخه او د ماشومانو په ځانګړې پاملرنه کې فعالیت کوي. د دې پروګرام موخه د افغانستان په شمال کې د ماشومانو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کمول دي. له وخت مخکې زېږون او کم وزن په نويو زېږېدلو ماشومانو کې د روغتیايي ستونزو خطر زیاتوي. په داسې مواردو کې تخصصي پاملرنې ته چټک لاسرسی د هغوی د ژوند په ژغورلو کې اساسي رول لري.

  • اوچا: په افغانستان کې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان تغذیوي ملاتړ ته اړتیا لري

    Image: UNICEFAfghanistan/2021/Bidel د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا، اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان تغذیوي ملاتړ ته اړتیا ولري. دې ادارې خبرداری ورکړی چې پر وخت اقدام کولای شي د ګڼ شمېر میندو او ماشومانو ژوند وژغوري او د خوارځواکۍ د بحران د پراخېدو مخه ونیسي. اوچا د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۹مه) ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه میندې، د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ له خطر سره سره، لا هم د هغوی د روغتیا او راتلونکي د ساتنې لپاره هڅې کوي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په روان کال کې به په افغانستان کې نږدې ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. له دې ډلې به شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان په سختې شدیدې خوارځواکۍ اخته شي او د مرګ له جدي خطر سره به مخ وي. همداراز، شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې به له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام هم وايي چې افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو شدید ثبت شوي خوارځواکۍ زیاتوالي سره مخ دی. د دې ادارې د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي. دې ادارې پرله‌پسې وچکالۍ، اقتصادي بحران، د کډوالو جبري ستنېدل، زلزلې او د بشري مرستو کمښت په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د پراخېدو له مهمو لاملونو څخه بللي دي. د بودجې کمښت درملنې ته د میندو او ماشومانو لاسرسی هم محدود کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په اوسنیو شرایطو کې یوازې د خوارځواکۍ درملنې ته د اړتیا لرونکو ماشومانو څلورمې برخې او مرستې ته د اړتیا لرونکو امیندواره ښځو او شیدې ورکوونکو میندو درېیمې برخې ته خدمات وړاندې کولای شي. د یادونې وړ ده چې ښځې او ماشومان په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ پر وړاندې له تر ټولو زیان‌منونکو ډلو څخه دي. د نړیوالو مرستو کمښت، پراخه بې‌وزلي او د ښځو پر ژوند او کار د طالبانو محدودیتونو د کورنیو توان لا ډېر کمزوری کړی چې کافي خواړه برابر او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

  • د ښځو حرکت شبکه: د پناه‌غوښتونکو د ایستلو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا «د شرم وړ» ده

    Sent to ZAN TV د ښځو حرکت شبکې له پاکستانه د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري ایستلو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا او بې‌عملي «د شرم وړ» بللې ده. دا شبکه وايي، د افغانستان زرګونه ښځې او نارینه د ایستلو او د طالبانو واکمنۍ ته د بېرته ستنېدو د خطر ترمنځ بند پاتې دي. دې شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ملګري ملتونه، د کډوالو عالي کمېشنري، د بشري حقونو شورا، هغه دولتونه چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، او نور نړیوال بنسټونه د له خطر سره مخ پناه‌غوښتونکو د برخلیک پر وړاندې اخلاقي او انساني مسوولیت لري. په اعلامیه کې راغلي چې په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي، یو شمېر نړیوال لوبغاړي لا هم له دې ډلې سره تعامل او د اړیکو عادي کولو ته دوام ورکوي. د ښځو حرکت شبکې ویلي چې دې چوپتیا او تعاملونو طالبان لا زړور کړي او د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې، یې لا ډېر له خطر سره مخ کړي دي. دې شبکې همداراز د پخواني جمهوریت د چارواکو، سیاستوالو، مشرانو او د افغانستان د بانفوذه څېرو چوپتیا غندلې ده. په اعلامیه کې راغلي: «هغه کسان چې کلونه د واک په تر ټولو لوړو مقامونو کې وو او نن په خوندي هېوادونو کې ارام او بې‌اندېښنې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان میلیونونه وګړي د تېرو پرېکړو، ناکامیو او سیاستونو دروند لګښت د بې‌ځایه کېدو، بې‌سرنوشتی، زندان، بې‌وزلۍ او تبعید په بڼه پرې کوي.» د ښځو حرکت شبکې ویلي چې دا کسان نه شي کولای ځانونه د افغانستان د اوسني وضعیت له اخلاقي او تاریخي مسوولیت څخه بې‌برخې وبولي. دې شبکې د پناه‌غوښتونکو د ایستلو، د ښځو د ځپلو او د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د نقض پر وړاندې د هغوی چوپتیا «د افغانستان د خلکو په حق کې بله خیانت» بللې ده. د اعلامیې په بله برخه کې د افغان پناه‌غوښتونکو پر وړاندې د پاکستان د حکومت پر سیاست هم نیوکه شوې ده. دې شبکې ویلي چې پاکستان کلونه د افغانستان د میلیونونو وګړو کوربه و، په داسې حال کې چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې لرلې؛ خو د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، پناه‌غوښتونکي د سیاسي فشار په وسیله بدل شوي دي. د دې شبکې په وینا، معترضې ښځې، مدني فعالان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د طالبانو نور مخالفان د دې اختلافونو بیه پرې کوي؛ هغه کسان چې افغانستان ته د بېرته ستنول کېدو په صورت کې ښايي له نیونې، شکنجې، جبري ورکېدو او حتی مرګ سره مخ شي. د ښځو حرکت شبکې خبرداری ورکړی چې د پناه‌غوښتونکو ډله‌ییز ایستل، پرته له دې چې د هر کس وضعیت په جلا توګه وڅېړل شي، د زیان‌منونکو کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي. دې شبکې ویلي چې داسې ځای ته د کسانو ستنول چې هلته د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ وي، د «جبري نه ستنولو» له اصل سره په ټکر کې دي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې معترضې ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، قاضیان، پخواني امنیتي ځواکونه او نور هغه کسان چې طالبان یې تعقیبوي، باید د ایستلو له بهیر څخه مستثنا او له بېړني ملاتړ څخه برخمن شي. د ښځو حرکت شبکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د هغو کسانو ایستل چې له جدي خطر سره مخ دي، سمدستي ودروي او هغوی ته د خوندیتوب استثنا په پام کې ونیسي. دې شبکې همداراز له ملګرو ملتونو، دیموکراتیکو دولتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له خطر سره مخ کسانو ته د انتقال خوندي او قانوني لارې برابرې کړي او د افغان پناه‌غوښتونکو د ساتنې لپاره عملي اقدام وکړي. پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د بې‌اسناده کډوالو د پراخ بېرته ستنولو بهیر پیل کړ؛ هغه طرحه چې تر ډېره یې افغان وګړي په نښه کړي وو. د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۵مې پورې له ۲.۵ میلیونو ډېر افغان وګړي له پاکستانه راستانه شوي دي. د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې له ۲۱۱ زرو ډېر کسان هم ایستل شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې راپور ورکړی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، د پولیسو چاپې، خپل‌سري نیونې او د پناه‌غوښتونکو ایستل زیات شوي دي. دې بنسټ ویلي چې خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د طالبانو منتقدان او له پخواني حکومت سره تړلي کسان د بېرته ستنېدو په صورت کې د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ دي. د ښځو حرکت شبکې خبرداری ورکړی چې په اقدام کې هره ورځ ځنډ کولای شي د نورو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان ښځې او نور زیان‌منونکي پناه‌غوښتونکي یو ځل بیا یوازې پرې نه ږدي.

  • کرزي یو ځل بیا د نجونو لپاره د زده‌کړو د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه

    Image: © Claire Harbage / NPR د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو او هلکانو لپاره د زده‌کړو د زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده. هغه وايي، عامه زده‌کړې او د متخصصو کادرونو روزنه کولای شي په افغانستان کې د بې‌سوادۍ، بې‌وزلۍ او ټولنیزو بحرانونو د پراخېدو مخه ونیسي. کرزي د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه د یونیسف تازه راپور ته په اشارې لیکلي چې د ماشومانو د روغتیا ساتنه د افغانستان د راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري. یونیسف په هغه راپور کې چې د جولای په ۱۲مه خپور شو، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي خطر سره مخ دي. دې بنسټ د ماشومانو د خوړو د خوندیتوب، تر دوو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې او د روغتیايي او ټولنیزو خدماتو د پیاوړتیا لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده. کرزي ویلي چې مسوول حکومت او نړیوال بنسټونه باید د دې خطر د زیاتېدو د مخنیوي لپاره جدي او همغږي پروګرامونه عملي کړي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان د اوږدمهالو ستونزو د کمولو لپاره یو بنسټیز شرط دا دی چې ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو ته عامه زده‌کړې برابرې او متخصص بشري ځواک وروزل شي. دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي. هغه مخکې هم خبرداری ورکړی و چې له زده‌کړو څخه د نجونو دوامداره محرومیت د افغانستان بشري ظرفیت کمزوری کوي او پر بهرنیو مرستو د هېواد تکیه زیاتوي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې او په پوهنتونونو کې د ښځو تحصیل منع کړ. افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي. نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې له لومړنۍ دورې پورته زده‌کړو ته له دوام ورکولو پاتې شوې دي. یونیسف خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز او د ښځو پر کار د محدودیتونو دوام کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان له ۲۵ زرو څخه د ډېرو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو محروم کړي. دا وضعیت به زده‌کړو او روغتیايي خدماتو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی لا ډېر کمزوری کړي. په داسې حال کې چې میلیونونه ماشومان له خوارځواکۍ، بې‌وزلۍ او له زده‌کړو څخه له محرومیت سره مخ دي، طالبانو تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو پراخو کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

bottom of page