top of page

د لټون پایلې

Search this site

352 results found with an empty search

  • بښنې نړیوال سازمان: «د شرطې قانون» په افغانستان کې د ځپنې فضا لا ژوروي

    Photo: Voice of America News / Public Domain بښنې نړیوال سازمان د طالبانو «د شرطې قانون» په افغانستان کې پر بشري حقونو یو بل پراخ برید بللی او ویلي یې دي چې دغه قانون د عادلانه محاکمې، د بیان ازادۍ، شخصي حریم، د ماشومانو حقونو او د پولیسو د صلاحیتونو لپاره جدي پایلې لري. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د (وږي په ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې د دې قانون په غبرګون کې ویلي چې د دې قانون له «تر ټولو فاحشو» مادو څخه یوه، په افغانستان کې د هر ډول لاریون بشپړ بندیز دی؛ هغه بندیز چې د دغه سازمان په وینا، د سوله‌ییزې غونډې د ازادۍ د حق ښکاره نقض دی. بښنې نړیوال سازمان ویلي: «له داسې پراخ بندیز سره، دا فرمان په افغانستان کې د ځپنې خفه کوونکې فضا او پر بنسټیزو ازادیو سخت محدودیتونه لا پسې ژوروي.» دغه سازمان دا هم ویلي چې دا محدودیت په داسې شرایطو کې لګول شوی چې طالبان لا هم معترضان او مخالفان د خپلسرو نیونو او بند، شکنجې، نورو ناوړه چلندونو او جبري نادرکه کولو له لارې په نښه کوي. بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول هغه فرمانونه او تګلارې سمدستي لغوه کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له ژمنو سره په ټکر کې دي او هغو اقداماتو ته د پای ټکی کېږدي چې دا ژمنې نقضوي. د طالبانو «د شرطې قانون» تازه د دغې ډلې د عدلیې وزارت له‌خوا خپور شوی دی. د دې قانون پنځوسمه ماده د افغانستان په قلمرو کې هر ډول لاریون منع کوي. د لاریونونو رسمي بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې په تېرو پنځو کلونو کې ښځې له هغو اصلي ډلو څخه وې چې د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز حضور په برخه کې د طالبانو د محدودیتونو پر ضد یې اعتراض کړی دی. د دې قانون په پلي کېدو سره، هغه بندیز چې تر دې وړاندې په عملي ډول د اعتراضونو د ځپلو له لارې پلی کېده، اوس د طالبانو د قوانینو په رسمي چوکاټ کې هم ځای پر ځای شوی دی..

  • په غور کې کونډې ښځې: «نه پوهېږو خپل ماشومان څنګه ماړه کړو»

    AI-generated / Zan TV کله چې شپه شي، د سلیمې لپاره تیاره او بې‌امکاناته کور یوازې څلور دېوالونه نه دي؛ دا هغه ځای دی چې باید د خپلو ماشومانو د لوږې په اندېښنه، اوښکو او ژړا کې شپه تر سهاره تېره کړي. د هغې د مېړه له مړینې درې میاشتې تېرېږي. هغه وایي، مېړه یې ناروغ و او د کار ډېر توان یې نه درلود، خو تر څو چې ژوندی و، لږ تر لږه به یې د خپلو ماشومانو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله. اوس سلیمه پاتې ده، څو ماشومان او هغه دسترخوان چې د هغې په وینا، ډېری شپې تش وي. سلیمه زن‌نیوز ته وایي: «ژوند سخت شوی، د خوړلو لپاره هېڅ نه لرو. که سوال وکړو، عیب او ګناه ده، که په کور کې کښېنم، دا خپل واړه ماشومان څنګه ماړه کړم؟» هغه وایي، د مېړه له مړینې وروسته یې نه د طالبانو له ادارې او نه هم د مرستندویه بنسټونو له‌خوا کوم اغېزمن ملاتړ ترلاسه کړی دی. هغه وایي، ښايي خپله وږې ویده کېدل وزغمي، خو د خپلو وږو ماشومانو لیدل ورته بل درد دی. بي‌بي ریحانه، د غور د ساغر ولسوالۍ اوسېدونکې، هم د خپل مېړه له مړینې وروسته د شپږو ماشومانو سرپرستي په یوازې ځان پر غاړه لري. هغه وایي، کله ناکله د کلي اوسېدونکي د یوې وچې ډوډۍ، لږو غنمو یا اوړو مرسته ورسره کوي، خو دغه مرستې دوامداره نه دي. بي‌بي ریحانه وایي: «د کونډې او یتیم‌لرونکې ښځې ژوند ډېر سخت دی. هېڅ بنسټ او حکومت له موږ سره مرسته نه کوي. حیرانه پاتې یم چې خپل ماشومان څنګه له مرګه وژغورم.» د هغې په وینا، ماشومان یې ورځ تر بلې لاغر او کمزوري کېږي او خپله هم کله ناکله شپه په لوږه سبا کوي. هغه زیاتوي: «چمتو یم هر کار وکړم چې ماشومان مې له منځه لاړ نه شي. مجبوره یم په هره طریقه چې کېږي خواړه برابر کړم، خو ډېر سخت شوي دي.» ګل‌افروز، په غور کې یوه بله کونډه ښځه، د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره غالۍ اوبدې. هغه له سهاره تر شپې کار کوي، خو وایي، د اوږدو کاري ساعتونو سره سره یې میاشتنی عاید څلور زره افغانیو ته هم نه رسېږي. ګل‌افروز وایي: «تر څو چې سرپرست وي، هر څه مېړه، ورور یا پلار برابروي، خو کله چې څوک ونه لرې، بیا پوهېږې چې د یوې ښځې او نفقه ورکوونکې لپاره ژوند څومره سخت دی.» دغه ښځې وایي، د مېړونو له مړینې وروسته یې نه یوازې خپل ژوند شریکان، بلکې د کورنۍ اصلي نفقه ورکوونکي هم له لاسه ورکړي او اوس په داسې شرایطو کې د خپلو ماشومانو د ژوند د برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري چې د کار فرصتونه او ملاتړ ورته محدود دي. هغوی د طالبانو له ادارې او مرستندویه بنسټونو غواړي چې بې‌سرپرستې کورنۍ هېرې نه کړي او کونډو ښځو ته د کار زمینه او دوامداره ملاتړ برابر کړي. په غور کې، د هرې غالۍ د دار او هر تش دسترخوان تر شا د یوې مور کیسه ده چې په ستړو لاسونو د خپلو ماشومانو د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي. دغه ښځې وایي، صدقه نه غواړي؛ غواړي ماشومان یې وږي پاتې نه شي او خپله د دې فرصت ولري چې په عزت ژوند وکړي.

  • ملګري ملتونه: ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید په افغانستان کې له محدودیت پرته کار وکړي

    Source: @unwomenafghan / X په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ټینګار کړی چې د بشري مرستو ښځینه کارکوونکې باید وکولای شي په خوندي چاپېریال او له محدودیت پرته خپل کار ته دوام ورکړي. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۱مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې ښځینه مرستندویه کارکوونکې ډېری وخت هغو ښځو او نجونو ته د رسېدو یوازینۍ لار وي چې مرستې ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، د ښځینه کارکوونکو حضور افغان ښځو او نجونو ته دا امکان برابروي چې اړینو معلوماتو، ملاتړ او اړتیا وړ خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي. دغه بنسټ لیکلي: «افغانې ښځینه مرستندویه کارکوونکې ښځو او نجونو ته د رسېدو او د ژوند ژغورونکو مرستو د وړاندې کولو لپاره اړینې دي.» د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ټینګار کړی چې د بشري مرستو ښځینه کارکوونکې باید وکولای شي په خوندي ډول او له محدودیت پرته فعالیت وکړي. دا دریځ داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې ښځې د کار، زده‌کړو، د تګ راتګ د ازادۍ او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ هغه محدودیتونه چې بشري خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی یې هم ستونزمن کړی دی.

  • مجاهد: په اسلام کې مظاهرې ځای نه لري

    Source: Kokcha News / X ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، وایي «په اسلامي قانون کې مظاهرې شتون نه لري» او د سړکونو اعتراضونه په ډیموکراتیکو او جمهوري نظامونو پورې اړه لري. مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۱مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د مظاهرو د بندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د سړکونو اعتراضونه په ډیموکراتیکو او جمهوري نظامونو کې ځای لري، نه په هغه نظام کې چې طالبان یې اسلامي بولي. هغه وویل: «په اسلامي قانون کې مظاهرې شتون نه لري، ځکه مظاهرې د هغو ټولنو لپاره دي چې هلته جلا قوانین حاکم وي، یا ډیموکراسي وي، جمهوریتونه وي.» د طالبانو ویاند زیاته کړه، که خلک اعتراض ولري، باید اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي او د هغه په وینا، باید د «خلکو د وخت له ضایع کېدو، د خلکو د شتمنیو له تلف کېدو او ګډوډۍ» مخنیوی وشي. مجاهد د «شرطې» له نوي قانون څخه هم دفاع کړې او ویلي یې دي چې دغه قانون په افغانستان کې د «امنیت، ثبات او د جرمونو د مخنیوي» لپاره جوړ شوی دی. طالبانو په دې وروستیو کې د «شرطې» یا پولیسو قانون خپور کړی چې له مخې یې په ټول افغانستان کې هر ډول مظاهرې منع شوې دي. دا بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې په وروستیو میاشتو کې په هرات او بدخشان کې د خلکو اعتراضونه د طالبانو د ځواکونو له ځپلو سره مخ شوي دي. د مظاهرو بندیز په افغانستان کې د غونډو او سوله‌ییز اعتراض پر ازادۍ یو نوی محدودیت دی؛ هغه حق چې په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ډېرو عامه او پرېکړه‌کوونکو برخو څخه حذف شوې دي، د خپل اعتراض د ښکاره بیانولو او د خپلو حقونو د غوښتلو له لارو څخه یوه بلل کېږي.

  • راضیه جان، د افغان نجونو د زده‌کړې فعاله، وفات شوه

    Photo: Defense Visual Information Distribution Service / Public Domain راضیه جان، چې د افغان نجونو د زده‌کړې له مخکښو فعالانو څخه وه، د ۸۱ کلنۍ په عمر وفات شوه. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، نن چهارشنبه (۶ اګست)، راضیه جان چې د افغانستان زېږېدلې او د امریکا متحده ایالاتو تابعیت یې درلود، څو ورځې وړاندې د زړه د ناروغۍ له امله د لاس‌انجلس په ښار کې ومړه. راضیه جان په ۱۹۷۰ لسیزه کې امریکا ته مهاجره شوې وه. هغې په ۲۰۰۷ کال کې افغانستان ته بېرته راستنه شوه او د کابل په ده‌سبز سیمه کې یې د نجونو لپاره یو وړیا مکتب جوړ کړ. دغه مکتب په ۲۰۰۸ کال کې پیل شو او تر ۲۰۱۶ پورې یې د دولسم ټولګي زده‌کوونکي لومړی ځل فارغ کړل. په ۲۰۱۷ کال کې، راضیه جان یو دوه کلن ښوونیز پروګرام هم پیل کړ چې د قابله‌ګۍ مسلکي زده‌کړې ته ځانګړی و، څو په کلیوالو سیمو کې نجونې لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړای شي. د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، سره له دې چې پر نجونو د زده‌کړې محدودیتونه زیات شول، د راضیه جانې مکتب لا هم فعاله پاتې شوی او اوس له ماشومستانه تر شپږم ټولګي پورې، له ۸۰۰ زیات زده‌کوونکي پکې شامل دي. راضیه جان د خپل فعالیت په موده کې ګڼ نړیوال جایزې هم ګټلې وې، چې پکې د CNN د قهرمان لقب او افتخاري ډاکتري شاملې دي. یاده دې وي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د شپږم ټولګي پورته نجونې له رسمي زده‌کړو محرومې شوې دي او پوهنتونونه هم د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

  • څلور مدني بنسټونو د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه پیل کړې ده

    AI-generated editorial illustration by Zan TV د څلورو مدني نهادونو ائتلاف د افغان ښځو لپاره د یوې ولسي محکمې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د دې ائتلاف له‌خوا د پنج‌شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې محکمې هدف د معافیت له منځه وړل، او د طالبانو له لوري پر ښځو د سرکوب عادي کېدو مخنیوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ولسي محکمې د استماع غونډې به د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې نېټې پورې، د یو نړیوال قضايي پلاوي په حضور کې، د اسپانیا په مادرید ښار کې ترسره شي. د اعلامیې پر بنسټ، څلور څارنوالان له نړیوالو کارپوهانو سره په ګډه یو رسمي تورن‌لیک چمتو کوي چې د محکمې مخې ته وړاندې شي، او یو ځانګړی ټیم هم د اسنادو او شواهدو راټولولو لپاره ټاکل شوی دی. دا بې‌سارې نوښت د «رواداري»، «د بشر حقونو مدافعان»، «په افغانستان کې د بشر حقونو او دموکراسۍ» او «پژوهش او پراختیا» په نومونو څلورو بنسټونو له لوري پیل شوی دی. د دې ولسي محکمې یو تن څارنوال ویلي: «کله چې د بشریت پر ضد جنایت ترسره کېږي، د نورو دولتونو چوپتیا پخپله یو جنایت دی. د افغانستان د ښځو ولسي محکمه به نړیوال اړ کړي چې د افغان ښځو غږ واوري.» دا نوښت په داسې حال کې ترسره کېږي چې د جزا نړیوالې محکمې د طالبانو پر مشر هبت‌الله اخندزاده او د دوی د سترې محکمې پر رئیس عبدالحکیم حقاني، د بشریت ضد جنایتونو په تور د نیولو حکم صادر کړی دی. د یادې محکمې د اعلامیې پر بنسټ، معقوله دلایل شته چې ښيي «اخندزاده او حقاني د طالبانو د جنسیت‌محور سیاستونو پر بنسټ، د ښځو او نجونو د ځورونې، او د هغو کسانو د ځورونې چې له دغو سیاستونو سره مخالف دي، د امر، هڅونې یا غوښتنې له لارې، د نړیوال جزا قانون د روم د اساسنامې د ۷مې مادې (۱)(هـ) له مخې، د بشریت ضد جنایت مرتکب شوي دي.» طالبانو اعلان کړی چې د جزا نړیواله محکمه نه‌پېژني، خو د بشري حقونو بنسټونو له دې قضایي بهیر تود هرکلی کړی دی.

  • څېړنیز راپور: له ایرانه راګرځېدلې له ۶۰ سلنې زیاتې ښځې له سختو رواني ستونزو سره مخ دي

    Photo: Mohammad Barno / Avash Media «د ژوند پای ښايي تر کورني زندان غوره وي» د زن‌نیوز وروستۍ موندنې ښيي، چې په تېرو دریو میاشتو کې له ایرانه په جبري ډول ایستلې او افغانستان ته راګرځېدلې تر ۶۰ سلنې زیاتې ښځې او نجونې له سختو ذهني او رواني ستونزو سره مخ شوي دي. دغه پایلې د یوې میداني څېړنې پر بنسټ ترلاسه شوې دي، چې په هغې کې له ۲۰۰ راګرځېدلو ښځو او نجونو سره په دریو پوله‌ییزو ولایتونو کې ــ فراه، هرات او نیمروز ــ مخامخ مرکې شوې دي. په هر یو ولایت کې شاوخوا ۶۷ تنه راګرځېدلې ښځې تر پوښتنو لاندې نیول شوې دي. هغه ښځې چې د زن‌نیوز پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي، ډېری وخت د بې‌پناهۍ احساس، ژور خپګان، اضطراب، د ځان وژنې فکرونه او د ژوند د دوام د هڅې نه‌لرل یاد کړي دي. موندنې ښيي، چې دا رواني ستونزې سمدستي له ایستلو وروسته پیل شوې او د اوونیو په تېرېدو نه یوازې کمې شوې نه دي، بلکې په ډېرو مواردو کې لا پسې زیاتې شوې دي. گلثوم، یوه ۲۲ کلنه نجلۍ چې بېرته نیمروز ته راګرځېدلې، وایي: «په ایران کې، که څه هم ستونزې ډېرې وې، خو ځان ته مې راتلونکی انځوروه، خو اوس په داسې کور کې یم چې د باندې وتلو اجازه هم نه لرم. هره ورځ فکر کوم دا ژوند څه ګټه لري، درې ځله مې د ځان وژنې هڅه وکړه، خو بریالۍ نه شوم. ښايي د ژوند پای د کورني زندان نه غوره وي.» په هغو کسانو کې چې ورسره مرکې شوې دي، تنکې نجونې او ځوانې تر نورو ډېر د رواني زیانونو له ګواښ سره مخ دي. ډاکتران د هرات او فراه په کلینیکونو کې هم تأییدوي چې د رواني ستونزو لرونکو ډېری مراجعین د ۱۴ تر ۲۷ کلونو پورې نجونې جوړوي. د دوی په وینا، دغه نجونې د ژور خپګان، بې‌خوبۍ، مزمن اضطراب، د هویت ګډوډۍ او د ځان وژنې د فکرونو له نښو سره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي. ډاکتر زرمينه، چې په هرات کې یوه روان‌شناسه ده، وایي: «د دې مراجعینو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. موږ په تېرو دریو میاشتو کې له داسې څپې سره مخ شوو چې ګڼ شمېر نجونې یې را وستلې وې، د دوی ژوند د بېرته راګرځېدو وروسته په بشپړ ډول له منځه تللی دی. دوی ځان ته راتلونکی نه ویني، ځکه مکتب، کار او آزادي یې له لاسه ورکړې ده.» د دې څېړنې د معلوماتو له مخې، د بېرته راګرځېدلو ښځو د رواني وضعیت د خرابېدو اصلي لاملونه دا دي: جبري او بې‌چمتووالي ستنېدل داسې هېواد ته چې ناامنه او بې‌ثباته دی د ملاتړ، اقتصادي او رواني امکاناتو نشتون له ستنېدو وروسته د طالبانو محدودوونکې تګلارې چې د ښځو فردي آزادۍ سختې راکمې کړي دي مرضیه، هغه زده‌کوونکې چې تر لسم ټولګي پورې په ایران کې درس ویلی و او اوس له جبري ایستلو وروسته په فراه کې ژوند کوي، زن‌نیوز ته وایي: «په ایران کې مې زده‌کړې کولې او د خپل سبا لپاره مې خوبونه لرل، خو اوس دومره اجازه هم نه لرم چې له کوره ووځم. یوازې د شپې دا فکر راځی چې څنګه ځان خلاص کړم او خپل ژوند پای ته ورسوم.» د دې څېړنې د معلوماتو له مخې، ډېری مرکې شوې ښځې یا د ځان وژنې هڅونې درلودې او یا یې د هغې هڅه کړې ده، چې د کورنۍ یا خپلو ملګرو په مرسته له مرګه ژغورل شوې دي. فریده محمدي، یوه منځنۍ عمر لرونکې ښځه چې له ایرانه ایستل شوې او اوس له خپل معلول مېړه سره په هرات کې ژوند کوي، وایي تر اوسه یې څلور ځله د ځان وژنې هڅه کړې، خو نه ده توانېدلې خپل ژوند پای ته ورسوي. هغې زیاته کړه: «زه څلور ځله په خدای قسم دی چې غوښتل مې ځان ووژنم، له دې ژوند ستړې شوې یم. په هر څه چې لاس مې ورشي غواړم ځان خلاص کړم، ځکه هیڅ نه لرم، کار نه شته، اولادونه مې د ډوډۍ غوښتنه کوي، مېړه مې کار نشي کولای، له کومه یې برابر کړم، سرپناه هم نه لرو.» زن‌نیوز په دې څېړنه کې په دقیق او منظم ډول، د مخامخ مرکو، جوړښتي پوښتنلیکونو او د تجربوي روان‌شناسي د تحلیل له لارې، د متخصصو مشاورینو په همکارۍ معلومات راټول کړي دي. د څېړنې اصلي شمېرې د ۲۰۰ راګرځېدلو ښځو له ډلې: له ۶۰ سلنې ډېرې (یعنې ۱۶۵ تنه) په ښکاره ډول د رواني اختلالاتو د تجربې خبره کړې ده. ۱۸ سلنه (یعنې ۳۶ تنه) لږ تر لږه یو ځل د ځان د ټپي کولو یا ځان وژنې هڅه کړې ده. ۹۳ سلنه (یعنې ۱۸۶ تنه) ویلي چې له ستنېدو وروسته یې د راتلونکي هیله په بشپړ ډول له لاسه ورکړې ده. د متخصصانو له خبرداري سره سره، تر اوسه هېڅ دولتي او یا غیر دولتي بنسټ د دې زیان‌من قشر لپاره د رواني درملنې، مشورې یا د توانمندۍ جامع پروګرام نه دی پیل کړی. دا راپور د هغو ښځو غږ دی چې هېرې شوي دي؛ ښځې چې که څه هم له پوله اوښتي دي، خو اوس هم له درد، یوازېتوب او سرحدي اضطراب سره ژوند کوي. ښځې چې د ژغورنې لپاره یوازې ساه باسي.

  • په هند کې پر ۱۶ کلنې نجلۍ په روان بس کې ډله‌ییز جنسي تېری شوی

    Image: © Sushil Kumar Verma / The Hindu پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د ډیلي او شاوخوا سیمو ترمنځ د بس د سفر پر مهال د بس د چلوونکي او کنټرولر له‌خوا ډله‌ییز جنسي تېری شوی دی. هندي رسنۍ «انډیا ټوډې» د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۳۱مه) راپور ورکړی چې دا پېښه د اګست د ۴مې په شپه، ډیلي ته نږدې د ګرېټر نوېډا ښار او د ډیلي ښار د «کشمیر ګېټ» ترمنځ پر لاره شوې ده. د راپور له مخې، دغه ۱۶ کلنه نجلۍ چې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې او د هند په شمال کې د اترپردېش ایالت اوسېدونکې ده، په یوه باراني شپه هڅه کوله ډیلي ته نږدې نوېډا ښار ته لاړه شي. د یوه تش بس چلوونکي او کنټرولر هغې ته وړاندیز وکړ چې تر خپل منزل پورې به یې ورسوي. د بس تر حرکت وروسته، دغو دوو کسانو پر نجلۍ جنسي تېری وکړ او ګواښ یې ورته وکړ چې که مقاومت وکړي، وبه یې وژني. د ډیلي پولیسو ویلي، تورنو کسانو وروسته نجلۍ د «کشمیر ګېټ» بس تمځای ته نږدې ښکته کړې او له سیمې تښتېدلي دي. نجلۍ وروسته پولیسو ته ورغلې او پېښه یې راپور کړې ده. پولیسو ویلي، دواړه تورن کسان نیول شوي او د قضیې په اړه څېړنې روانې دي. پولیسو بس هم ضبط کړی او د عدلي او تخنیکي څېړنو لپاره یې لېږلی دی. هند په تېرو کلونو کې څو ځله د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د پېښو شاهد و. له دغو پېښو څخه یوه مشهوره پېښه په ۲۰۱۲ کال کې وشوه، کله چې پر یوې ۲۳ کلنې ښځې په ډیلي کې په روان بس کې ډله‌ییز جنسي تېری وشو او وروسته د خپلو ټپونو له امله مړه شوه. دې پېښې په ټول هند کې پراخ اعتراضونه راوپارول او وروسته یې په دغه هېواد کې د جنسي جرمونو اړوند قوانین سخت کړل او د دې ډول قضیو د چټکې څېړنې لپاره ځانګړې محکمې جوړې شوې. سره له دې، رسمي شمېرې ښيي چې په هند کې د جنسي تېري راپور شوې پېښې لا هم ډېرې دي. په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې له ۲۹ زرو ډېرې د جنسي تېري پېښې ثبت شوې وې.

  • په هرات کې ۹ کلنه دستمال پلورونکې نجلۍ: «طالبانو څو ځله نیولې یم»

    Symbolic image: AI-generated / Zan TV کله چې د هرات ښار په یوه ګڼه ګوڼه څلورلارې کې د ترافیک سور څراغ روښانه شو او ودرېدم، د موټر پر ښیښه پرله‌پسې ټکونو مې پام ورواړاوه. ومې کتل. یوه ماشومه وه چې په یوه لاس کې یې د کاغذي دستمالونو بسته په هوا کې ښوروله او په بل لاس یې پرله‌پسې د موټر پر ښیښه ټک وهل. په سر اشاره یې راته کوله چې ښیښه ښکته کړم. د دې ۹ کلنې ماشومې په څېره کې د وېرې او انتظار ګډ احساس لیدل کېده. هغه نه پوهېده چې دا تم کېدل به ورته د خرڅلاو فرصت شي، که به د کوم موټرچلوونکي له توند چلند سره مخ شي. وروسته یې خپله وویل چې دا ډول شېبې تل له اندېښنې سره مل وي، ځکه په سړک کې د ځینو موټرچلوونکو تاوتریخجن چلند ورته په تکراري تجربې بدل شوی دی. موټر مې لږ وړاندې د سړک غاړې ته ودراوه او ترې ومې غوښتل چې رانږدې شي. په احتیاط یې ګامونه اخیستل، داسې لکه د موټرچلوونکي هر حرکت چې د هغې راتلونکې پرېکړه بدلولای شي. هغې ځان «حسني» معرفي کړ او ویې ویل، اووه میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره له ایران څخه افغانستان ته ستنه شوې ده. د هغې په وینا، پلار یې په ایران کې کار کاوه، خو له بېرته ستنېدو وروسته کورنۍ له بې‌کارۍ او اقتصادي فشار سره مخ شوې ده. هغې وویل: «پلار مې هره ورځ څلورلارې ته ځي، شپه تش لاس بېرته راځي... پلار مې وایي کار نشته.» حسني د کاغذي دستمالونو د پلور ترڅنګ، د هغو تجربو په اړه هم خبرې کوي چې په سړک کې یې ورځنی ژوند ورسره جوړ شوی دی. د خبرو په منځ کې لږ تم کېږي او په ارام ماشومانه غږ رانه پوښتي: «کاکا... ته خو طالب نه یې؟» کله چې ډاډه کېږي چې د طالبانو له یوه غړي سره خبرې نه کوي، د طالبانو د ځواکونو له‌خوا د خپل نیول کېدو او چلند په اړه خبرې کوي. هغې وویل: «زه ځکه چې نجلۍ یم او کار کوم، طالبان اجازه نه راکوي چې کار وکړم او که مې وویني، وهي مې...» حسني وایي، طالبانو څو ځله په سړک کې د کار پر مهال نیولې او د څو ورځو لپاره یې په داسې ځای کې ساتلې چې هغه یې زندان یا د ماشومانو د ساتنې ځای بولي. په داسې حال کې چې لا هم هڅه کوي د کاغذي دستمالونو بستې وپلوري او کله ناکله له پېرېدونکو سره پر بیه خبرې کوي، د خپل یوه نیول کېدو په اړه وایي: «کله چې موږ دلته راغلو، کار نه و چې پلار مې کار ته لاړ شي. مور مې هم ناروغه ده. زه او کوچنۍ خور مې کار ته راځو؛ زه دستمال پلورم او خور مې ژاولې.» هغې دوام ورکړ: «طالبانو موږ څو ځله نیولي یو. یو ځل یې زه زندان ته یووړم او تر درېیو ورځو هېڅوک نه وو خبر. په پای کې پلار مې خبر شو او زه یې خوشې کړم.» د حسني په وینا، د نیول کېدو پر مهال ورسره تاوتریخوالی شوی او ماشومانو ته کافي خواړه هم نه ورکول کېدل. هغې وویل: «کله چې مې ژړل، په دُرو یې وهلم.» هغه د روان کال د روژې میاشتې د یوه بل نیول کېدو کیسه هم کوي: «زه تښتېدم، طالب په زور موټر ته واچولم. کله مې چې ژړل، د ټوپک په میل یې پر سر ووهلم. سر مې مات شو او وینې ترې روانې شوې.» حسني وایي، د ساتنې په ځای کې ماشومانو ته د خوړو ورکول له روژې نیولو سره تړل شوي وو. هغې وویل: «په زندان کې یې هم موږ ته خواړه نه راکول. یوازې یې ویل، هغه چا ته وچه ډوډۍ ورکول کېږي چې روژه ونیسي. زه چې کوچنۍ وم، روژه مې نه شوه نیولای، راته یې ویل ته د ډوډۍ خوړلو حق نه لرې. د شپې یې راته ډوډۍ نه راکوله او ویل یې، ولې دې د ورځې اوبه څښلې؟ په زندان کې ډوډۍ نه وه، یوازې اوبه مو څښلای شوې.» هغې زیاته کړه: «طالبانو خپله د شپې غوښه او وریجې خوړلې. هغو نجونو او هلکانو ته چې روژه یې نیوله، یوازې پاتې خواړه یا وچه ډوډۍ ورکول کېده.» کله چې حسني د دغو تجربو په اړه خبرې کوي، غږ یې رېږدي او د سترګو له کونجونو یې اوښکې روانېږي. څو شېبې تم کېږي او وروسته افغانستان ته تر بېرته ستنېدو مخکې د خپل ژوند په اړه خبرې کوي. «زه په ایران کې ښوونځي ته تلم، درس مې وایه، خو اوس اړ شوې یم چې کار وکړم.» اوس د هغې تر ټولو لویه وېره بیا نیول کېدل دي. هغې وویل: «هره ورځ وېرېږم چې طالبان مې بیا ونیسي، ځکه طالبانو پلار ته مې ویلي که دا ځل ونیول شم، د خوشې کولو لپاره دې نه راځي او ما به خوشې نه کړي.» خو وېرې هغه سړک ته له راتلو نه ده ګرځولې. دلیل یې په ساده ډول بیانوي: «کله چې د شپې زموږ پر دسترخوان ډوډۍ نه وي، زه مجبوره یم کار وکړم. پلار مې وایي لاړه شه، کار وکړه.» د حسني روایت د داسې ماشومې تجربه ده چې د کورنۍ د اقتصادي فشار او د نیول کېدو د وېرې ترمنځ راګیر ده. هغه وایي، که په کور کې پاتې شي، د کورنۍ د مرستې لپاره عاید نه لري، او که د کار لپاره سړک ته راووځي، هره ورځ اندېښنه لري چې بیا به ونیول شي. زموږ خبرې د سړک پر غاړه پای ته رسېږي. حسني د کاغذي دستمالونو بستې بېرته په لاس کې اخلي او د څلورلارې پر لور ځي؛ هغه ځای چې موټرونه یو په بل پسې د سور څراغ مخې ته درېږي او هغه د دستمالونو د پلور لپاره د بل موټرچلوونکي پر لور ورځي. خو د هغې لپاره هر سور څراغ یوازې د دستمال د یوې بستې د پلور څو دقیقې فرصت نه دی؛ بلکې د پېرېدونکي د موندلو د تمې او دې وېرې ترمنځ یوه شېبه ده چې په راتلونکي موټر کې به څوک ناست وي.

  • د روغتیا نړیوال سازمان: په یوه میاشت کې په افغانستان کې د سینه‌بغل اړوند ۱۹۸ مړینې ثبت شوې

    Image: Reuters د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې په افغانستان کې د سینه‌بغل اړوند ۱۹۸ مړینې ثبت شوې دي. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې د پنجشنبې په ورځ د (وږي په ۵مه) لیکلي چې په همدې میاشت کې له ۷۸ زرو ډېرې د سینه‌بغل پېښې ثبت شوې دي چې د جون میاشتې په پرتله ۱۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي. په جون میاشت کې د سینه‌بغل ۶۵ زره او ۶۶۳ پېښې او له دې ناروغۍ سره تړلې ۱۶۸ مړینې ثبت شوې وې. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د جولای تر پای پورې، په ټولیز ډول په افغانستان کې د سینه‌بغل ۷۸۰ زره او ۵۶۱ پېښې او له دې ناروغۍ سره تړلې یو زر او ۵۶۳ مړینې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په جولای میاشت کې د اوبو له کموالي سره مل د اوبلنې نس‌ناستې پېښې ۳۱.۶ سلنه او د ډینګي تبې شکمنې پېښې د تېرې میاشتې په پرتله ۸۵.۵ سلنه زیاتې شوې دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودجې کموالی د اړینو روغتیایي خدمتونو دوام له خطر سره مخ کړی او د ناروغیو موسمي زیاتوالی، د سرچینو له محدودیتونو سره یوځای، د ناروغیو د خپرېدو پر وړاندې د مبارزې فشار لا زیات کړی دی.

bottom of page