top of page

د لټون پایلې

244 results found with an empty search

  • یوه ځوانه ښځه په ننګرهار کې ځان‌وژنه کړې ده

    Social Media محلي سرچینو په ننګرهار ولایت کې راپور ورکړی چې یوه ځوانه ښځه د دې ولایت په غني‌خېل ولسوالۍ کې د ټوپک په ډز ځان‌وژنه کړې ده. د راپورونو له مخې، دا پېښه د جمعې په ورځ (د زمري درېیمه نېټه) د غني‌خېل ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. یوه محلي سرچینه وايي، دا ښځه شاوخوا اته میاشتې مخکې واده شوې وه او د خپل مېړه له وسلې څخه په استفادې یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. د دې ځان‌وژنې علت «کورنی تاوتریخوالی» بلل شوی دی. د دې ښځې د هویت او عمر په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي. په ننګرهار کې د طالبانو محلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې له هغې راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نجونو د ځان‌وژنې پېښې بې‌سارې زیاتې شوې دي. ډېری دا پېښې د کورني تاوتریخوالي، شدید فقر او د ښځو پر حقونو او ازادیو سختو محدودیتونو له امله رامنځته کېږي.

  • د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د افغان ښځو مقاومت الهام‌بښونکی دی؛ زموږ ملاتړ به دوام ومومي

    Image © Wakil Kohsar/AFP, published via Al Jazeera د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې د افغان ښځو د ملاتړ او ځواکمنېدو لپاره، لا هم له ښځو-محورو بنسټونو سره د ټول افغانستان په کچه همکاري کوي او د هغوی تر څنګ ولاړه ده. یادې ادارې په یوه تازه راپور کې ټینګار کړی چې هغه لاسته‌راوړنې چې افغان ښځو په تېرو دوو لسیزو کې د ډېرو هڅو په پایله کې ترلاسه کړې وې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته له منځه تللي، او اوس افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې له یوه بې‌سارې بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د افغان ښځو درېدنه او مقاومت د لګېدلو محدودیتونو او تبعیضونو پر وړاندې «الهام‌بښونکی» بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، تر دولتي ادارو، رسنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز پورې، او آن د هغوی له ازاد حضور څخه په ټولنه کې مخنیوی. سره له دې چې نړیوالې ټولنې په وار وار د ښځو د حقونو د بېرته اعاده کولو غوښتنه کړې، طالبان لا هم ادعا کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې رعایت کېږي؛ خو موجود واقعیتونه یو بېخي بل تصویر وړاندې کوي.

  • د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو شدت له پاکستانه، هم‌مهاله د ویزو د تمدید له بندېدو سره

    Photo: AP, published via VOA News د پاکستان پولیسو له هغه وروسته چې د افغان کډوالو د ویزو د تمدید بهیر یې درولی، په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې د نیولو او جبري ایستلو عملیاتو ته زور ورکړی دی. محلي سرچینو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) راپور ورکړی چې په ښارک بی‌۱۷، راولپنډۍ او د اسلام‌آباد په بېلابېلو سیمو کې ماشومان، ښځې، سپین‌ږیري او ناروغان چې ویزې یې ختمې شوې، نیول کېږي. ویل شوي چې پاکستان له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د ویزو تمدید بهیر بشپړ بند کړی، او تر دې دمه یې د دې بهیر د بیا پيلېدو په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی. تر دې مخکې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان مهاجرو د ویزو موده له شپږو میاشتو یوه میاشت ته راکمه کړې وه. پناه‌غوښتونکو خبرداری ورکړی چې د دې بهیر بندېدل او د نیونو زیاتوالی، د زرګونو هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي؛ پدې کې خبریالان، مدني فعالان او ښځې شاملې دي. په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه راپور کې تایید کړې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل شوي کسان، چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي، د طالبانو له لوري نیول شوي، شکنجه شوي او زنداني شوي دي.

  • طالبانو په بلخ او تخار کې پنځه تنه، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، شلاق وهلي دي

    Photo: AFP د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې نن پنجشنبه (د زمري دوهمه نېټه) یې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور د بلخ ولایت په عام محضر کې شلاق وهلې ده. د دې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه ښځه په ۳۹ دُرو محکومه شوې وه او دا حکم د بلخ د ښار ابتدایی محکمې په صحن کې، د قاضیانو، د امر بالمعروف مامورینو او د طالبانو د امنیتي ځواکونو په حضور کې اجرا شوی دی. په همدې حال کې، د طالبانو سترې محکمې پرون چهارشنبه (د زمري لومړۍ نېټه) هم اعلان کړی و چې په جوزجان ولایت کې یې په قوش‌تپې ولسوالۍ کې څلور کسان، چې یوه ښځه هم پکې ده، شلاق وهلي دي. د دغې محکمې په وینا، دا کسان د «نامشروع اړیکو» په تور هر یو په ۲۵ دُرو محکوم شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم یوه ښځه او یو سړی د تخار ولایت کې شلاق وهلي دي. همداراز، څو ورځې وړاندې یې ۱۱ تنه، چې پکې پنځه ښځې شاملې دي، د همدې تور له امله په سرپل ولایت کې په عام محضر کې سزا کړي دي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته راستانه شوي، څو څو ځله یې کسان د خلکو په وړاندې سزا کړي دي. تر دې دمه، لږ تر لږه لس تنه د سلګونو نندارچیانو په حضور کې د دې ډلې له لوري اعدام شوي دي. نړیوالو بشري حقونو بنسټونو دا ډول فزیکي سزاګانې او علني اعدامونه د انساني کرامت خلاف او د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي، او د دې کړنو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

bottom of page