top of page

یوناما: په تېرو دریو میاشتو کې د طالبانو له خوا ښځو ته د نیولو، توقیف او اخطار ورکولو له ۵۰ ډېرې پېښې
یوناما وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو د محتسبینو له خوا د حجاب د لارښوونو د نه مراعتولو له امله د ښځو د نیولو، توقیف او خبرداریو له ۵۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې دي. ډېری نیونې په هرات او کابل کې شوې دي.
Oct 151 min read


په پاکستان کې د ښوونځي د چت نړېدل؛ ۳۵ کسان مړه شول
د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت د نړېدو له امله لږ تر لږه ۳۴ زدهکوونکي او یوه ښځینه ښوونکې مړه شوي او له ۵۰ څخه ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.
Oct 151 min read


په غور کې د نوریې وژنه؛ سرچینې د ګرم اوسپنیز سیخ په وسیله د شکنجې خبره کوي
په غور کې ځايي سرچینې وايي، ۳۲ کلنه نوریه چې د څلورو ماشومانو مور وه، د خپل مېړه له سختې وهلو ټکولو وروسته مړه شوې ده. ځینو سرچینو ویلي چې د شکنجې پر مهال له تود اوسپنیز سیخ څخه هم کار اخیستل شوی و.
Oct 42 min read


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له متقي سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې
رزماري ډيکارلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، وايي چې له امیرخان متقي سره یې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.
Oct 42 min read


bottom of page