top of page

اوچا: د طالبانو لاسوهنې د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړی دی
اوچا وايي، د طالبانو لاسوهنې، د ښځو پر کار محدودیتونو او د بودجې کمښت په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړی دی. د دې ادارې د راپور له مخې، په ۲۳۷ ولسوالیو کې مرستندویه بنسټونه له منځنیو یا سختو محدودیتونو سره مخ وو.
Sep 271 min read


د پاکستان د ولسمشر ویاند د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو نیوکه وکړه
د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کړې ده. هغه ویلي، طالبان له پاکستان سره د کړکېچ په زیاتولو هڅه کوي چې د افغانستان له کورنیو ستونزو د خلکو پام واړوي.
Sep 241 min read


سعیده میرضیایف: افغانستان ته یوازې د ګواښ په سترګه کتل د ستونزو حل نه دی
د ازبیکستان د ولسمشرۍ ادارې مشرې سعیده میرضیایف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان خلک له خپلو ستونزو سره یوازې پرېنږدي. هغې ویلي، افغانستان ته یوازې د ګواښ د سرچینې په سترګه کتل د ستونزو حل نه دی.
Sep 241 min read


د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو زیاتوالی؛ د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره، ذبیحالله مجاهد ویلي چې د کندهار، پکتیا او خوست پر ولایتونو د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي. اسلاماباد وايي چې لس پوځي ځایونه یې په نښه کړي دي.
Sep 242 min read


bottom of page