
د لټون پایلې
229 results found with an empty search
- د بریتانیا د ځانګړي استازي لیدنه له افغان ښځو مشرانو سره په لندن کې
Photo: RLindsayUK/X ریچارډ لنډزي، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ویلي چې هغه د ښځو او نجونو د چارو لپاره د بریتانیا له ځانګړې استازې، هيريت هارمن، سره يو ځای په لندن کې له يو شمېر افغان ښځينه مشرانو او فعالانو سره ليدلي دي. لنډزي د جمعې په ورځ (۱۰ اکتوبر) په خپل ایکسپاڼې کې لیکلي چې دا خبرېاترې «رغنده او مهمې» وې او د افغان ښځينه مشرانو نظرونه يې «پياوړي او بېړني» بللي دي. د هغه په وينا، دا ناسته د دې پر څرنګوالي متمرکزه وه چې څنګه د افغان ښځو د حقونو، مشرتابه او ګډون ملاتړ وشي. دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان ښځې لا هم د طالبانو تر پراخې سرکوب او تبعیض لاندې له زدهکړې، کار او ټولنيز حضور څخه محرومې دي. بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول بريتانيا، څو ځلې د افغان ښځو د بنسټيزو حقونو د بېرته ورکړې غوښتنه کړې، خو د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ وروسته، دا غوښتنې لا هم بېځوابه پاتې دي.
- طالبان خپل ښځهضد شریعت هند ته لېږدوي؛ ښځينه خبريالانې د اميرخان متقي له مطبوعاتي کنفرانس څخه منع شوې
Photo: DrSJaishankar/X هندي رسنيو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د نوي ډېلي په مطبوعاتي غونډه کې ښځينه خبريالانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې؛ هغه اقدام چې د هند د خبريالانو او سياستوالو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. دغه ناسته د جمعې په ورځ (۱۸ تله) د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې ترسره شوې وه. د «انډيټيوي» شبکې راپور ورکړی چې په غونډه کې هېڅ ښځينه خبرياله نه وه او د څو ښځينه خبريالانو د ورننوتو مخه نيول شوې ده. سرچينو دې شبکې ته ويلي چې د بلل شويو کسانو لېست د اميرخان متقي د ملهېئت له لوري جوړ شوی و. د «پيټياي» خبري اژانس ليکلي چې هندي لوري غوښتنه کړې وه ښځينه خبريالانې هم راوبلل شي، خو د طالبانو استازو ظاهراً دا غوښتنه رد کړې ده. د هند د بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې ويلي چې د دې ناستې په جوړولو کې هېڅ رول نه لري او بلنې د «افغان سرقونسل په بمبۍ» له لوري استول شوې دي. دغه وزارت زياته کړې: «د افغانستان د سفارت ساحه د هند د حکومت تر واک لاندې نه ده.» خو دا وضاحت د خلکو او رسنيو غوسه نه ده ارامه کړې. ښځينه خبريالانو په ټولنيزو شبکو ليکلي چې له دې سره، سره چې د لباس ټول اصول يې مراعت کړي وو، بيا هم د ناستې له ګډون منع شوې. پريانکا ګاندي وادرا، د کانګرس ګوند مشره، له هندي دولت وپوښتل: «څنګه دا توهين د هند د وړ ښځو پر وړاندې په هغه هېواد کې روا بلل شوی، چې ښځې يې د هېواد د ویاړ ستنې ګڼل کېږي؟» د کورنيو چارو پخواني وزير پي. چيدامبرام وويل: «زه د دې پرېکړې له امله حيران يم. نارينه خبريالانو ته پکار وو چې کله پوه شول ښځينه همکارانې يې څنګ ته کړل شوې، غونډه پرېږدي.» د رسنيو شنونکو دا اقدام د هند په خاوره کې د طالبانو د جنسیتي تعصب سمبول بللی او دا يې «د منلو نهوړ، کرکه او شرموونکی» بللی دی. دوی د هند پر حکومت تور لګولی چې په داسې هېواد کې تبعیض زغمي، چې ځان د ديموکراسۍ او جنسیتي برابري مدافع بولي. ماهوا موېترا، د «TMC» ګوند پارلماني غړې، د مودي حکومت او د هند د بهرنيو چارو وزير سخت انتقاد کړی او ويلي يې دي: «تاسو څنګه اجازه ورکړه چې د طالبانو وزير د ښځينه خبريالانو د حذف حق ولري او په هند کې بشپړ نارينهمحوره مطبوعاتي غونډه د رسمي پروتوکول له مخې ترسره کړي؟ ولې جي شنکر پرې موافقه وکړه؟ او ولې نارينه خبريالان غلي پاتې شول؟» د هند خپلواکې خبريالې اسمېتا شرما هم ويلي، نه يوازې ښځې له غونډې ګوښه شوې، بلکې د هند د بهرنيو چارو وزير په خپله د متقي سره د ليدنې پر مهال د افغان ښځو او نجونو د وحشتناکې وضعې يادونه هم ونه کړه. د نوي ډېلي د خبريالانو اتحاديې (DUJ) دا اقدام په کلکه غندلی او د مودي حکومت يې پر دې تورن کړی چې د داسې تبعيض اجازه يې ورکړې ده. د کانګرس ګوند وياندې پوجا تريپاتي هم وويل: «زموږ حکومت څنګه جرئت وکړ چې اميرخان متقي ته اجازه ورکړي چې ښځينه خبريالانې د مطبوعاتي ناستې له ګډون څخه منع کړي او په هند کې نارينهمحوره غونډه ترسره کړي؟ دا د نړيوالې نجونې د ورځې په ورځ ناسم پيغام لېږي.» په افغانستان کې طالبانو ښځې له زدهکړې، کار او ټولنيز حضور څخه محرومې کړې دي؛ هغه تګلاره چې د بشري حقونو نړيوالو بنسټونو ورته د «جنسیتي آپارتايد» نوم ورکړی دی. اوس داسې ښکاري چې دا ډله دا سپک او تحقيروونکی چلند له افغانستانه هاخوا هم نندارې ته وړاندې کوي. دا پېښه د افغانستان دننه او بهر هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنيزو شبکو کاروونکو هند د «طالبانو پر وړاندې د تسليمۍ» په تور ياد کړی او ويلي يې دي چې نوی ډېلی بايد د سياسي ګټو په بدل کې د ښځو د سپکاوي پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
- ګوټېرش: د افغان ښځو له عامه ژوند څخه سيستماتيک محروميت په چټکۍ دوام لري
Photo by Eric Bridiers د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه سيستماتيک محروميت په چټکۍ روان دی، او دا بهير د زدهکړې، کار، روغتيايي خدمتونو او عدالت په برخه کې له سختو محدوديتونو سره مل دی. انتونيو ګوټېرش د دوشنبې په ورځ (۱۴ تله) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې، چې موضوع يې «ښځې، سوله او امنيت» وه، وويل: «په افغانستان کې د ښځو او نجونو له ټولنيز ژوند څخه منظم محروميت دوام لري، د زدهکړې، کارموندنې، روغتيايي پاملرنې او عدالت ته په لاسرسي کې له سختو محدوديتونو سره، او ورسره د جنسي تاوتريخوالي او د ميندو د مړينې کچه زياته شوې ده.» هغه ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ او د دوی د سيستماتيک سرکوب د پای ته رسولو لپاره همغږي او بېړنۍ هڅې وکړي. ګوټېرش همدارنګه د فلسطين، سوډان، هاييتي او ميانمار په څېر د بحرانځپلو سيمو يادونه وکړه او ويې ويل چې د دغو هېوادونو ښځې هم له تاوتريخوالي، بېځايه کېدو او پراخ تبعيض سره مخ دي. نوموړي زياته کړه: «اوس مهال له ۶۷۶ ميليونو زياتې ښځې او نجونې د جګړې د سيمو په نږدې سيمو کې ژوند کوي — دا په تېرو لسيزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده — او د هغوی پر ضد د جنسي تاوتريخوالي کچه ۳۵ سلنه زياته شوې ده.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو بېسارې بنديزونه لګولي او هغوی يې له زدهکړې، کار او ټولنيز حضور څخه محرومې کړې دي. د بشري حقونو مدافع بنسټونو دا تګلاره د «جنسي آپارتايد» يوه بڼه بللې چې د افغانستان د ښځو او نجونو راتلونکی يې تياره کړی دی.
- د بدخشان د خوارځواکۍ مرګونی بحران؛ هر درې ورځې يو ماشوم مري
Photo: SkyNews اسکاینيوز راپور ورکړی چې د بدخشان ولايت د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران تر هغه کچې رسېدلی، چې هر درې ورځې يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې رسنۍ د راپور له مخې، چې د سهشنبې په ورځ (۱۵ تله) خپور شوی، يوازې د بدخشان په دولتي روغتون کې له روان کال راهيسې تر اوسه ۵۳ ماشومان مړه شوي دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي. د بدخشان د دولتي روغتون ډاکټران خبرداری ورکوي چې د ماشومانو د مړينې کچه په چټکۍ سره لوړېږي. اسکاینيوز د ملګرو ملتونو د ادارو له قوله وايي، د افغانستان د تغذيې وضعيت لا خراب شوی او ۴،۷ ميليونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ د عاجلې درملنې اړتيا لري. د راپور له مخې، ۹۰ سلنه هغه ماشومان چې عمر يې له پنځو کلونو ټيټ دی، له غذایي فقر سره ژوند کوي. د يونيسف وياند ډانييل تيمه ويلي: «په افغانستان کې د ماشومانو د تغذيې وضعيت ډېر بحراني دی. له درې نيمو ميليونو زيات ماشومان چې عمرونه يې تر پنځو کلونو ټيټ دي، له شديدې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې له دې جملې څخه ۱،۴ ميليونه ماشومان د خطرناکې کموزنۍ له امله له مړينې سره مخ دي.» دا په داسې حال کې ده چې نن طالبانو هم په پنجشېر ولايت کې منلې، نږدې شپږ زره ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي؛ يو څرګند نښه چې د لوږې بحران په ټول هېواد کې په پراخېدو دی.
- په افغانستان کې انستاگرام بند شوی دی
GoogleImage د ټولنيزو شبکو کاروونکي راپور ورکوي چې په افغانستان کې د انستاگرام شبکې ته لاسرسی بند شوی دی. سيمهييزو سرچينو د سهشنبې په ورځ (۱۵ تله) زننيوز ته ويلي چې دوی يوازې د فېلټرشکن په کارولو سره کولای شي دې پلېټفارم ته داخل شي. دغه ناڅاپی بندښت د انټرنېټ کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. يو شمېر سرچينې او د مجازي فضا کاروونکي وايي، دا اقدام ممکن د طالبانو له لوري د رسنيو پر ازادۍ او د معلوماتو د کنټرول د نويو محدوديتونو د دوام برخه وي. په داسې حال کې چې له دې وړاندې د فېسبوک او يو شمېر نورو شبکو کارونه هم له اختلال سره مخ شوي وو، اوس انستاگرام هم د محدودو شويو شبکو په لېست کې شامل شوی دی. ډېری کاروونکي اندېښنه څرګندوي چې دا پرېکړه د طالبانو د نوې تګلارې يوه برخه ده چې موخه يې د بيان ازادۍ محدودول او د مجازي فضا کنټرول دی. طالبانو تر اوسه د دې محدوديت د لامل په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.
- طالبان: نږدې شپږ زره ښځې او ماشومان په پنجشېر کې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي
Photo: Getty Images via BBC د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په پنجشېر ولايت کې ويلي چې نږدې شپږ زره ښځې او ماشومان په دغه ولايت کې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي. د دې رياست د اعلاميې له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په پنجشېر کې ۵۹۲۵ د خوارځواکۍ پېښې ثبت شوې دي. ډاکټر حجتالله محمدي، د طالبانو د عامې روغتيا رئيس په پنجشېر کې ويلي، له دې شمېر څخه ۴۲۴۴ ماشومان او ۱۶۸۱ اميدواره ښځې د شديدې يا متوسط خوارځواکۍ سره مخ دي. د ده په وينا، تر اوسه ۳۶۳۹ ماشومان درملنه شوي او پاتې نور د پاملرنې تر څار لاندې دي. محمدي زياته کړې چې اميدواره ښځې هم د پنجشېر د رُخه، عنابه او مرکزي سيمو په ۳۵ روغتيايي مرکزونو کې درملنه ترلاسه کوي. هغه ټينګار کړی چې د پنجشېر د عامې روغتيا اداره د طالبانو د عامې روغتيا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) په همکارۍ هڅه کوي، څو د حالت له لا خرابېدو مخنيوی وشي. دغه شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې نړيوالو سازمانونو د افغانستان په کچه د لوږې او خوارځواکۍ د بحران د لا خرابېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، په هېواد کې له ۱۵ ميليونو زيات کسان له شدیده خوړو ناامنۍ سره مخ دي. همدارنګه، يونيسف اټکل کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به په ټول افغانستان کې له ۸۷۵ زرو زيات ماشومان او ۶۵۰ زره ښځې د شديدې خوارځواکۍ د عاجلې درملنې اړتيا ولري.
- سيما باهوس: «د افغانستان ښځې لا هم هيله لري چې يوه ورځ خپلو ارمانونو ته ورسېږي»
Photo: UN Women/Ryan Brown سيما باهوس، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراييه رئيسه وايي، د افغانستان ښځې د طالبانو د سختو محدوديتونو او سرکوب سره سره، لا هم هيله لري چې يوه ورځ خپلو ارمانونو ته ورسېږي. باهوس دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (۱۴ تله) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وکړې چې موضوع يې «ښځې، سوله او امنيت» وه. هغې وويل: «د دوی هيله يو بېپايه خوب نه دی، بلکې يو سياسي دريځ، يو محکومیت او يو الهامبښونکی پيغام دی.» د هغې په وينا، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې موندنې ښيي چې د افغانستان ۹۲ سلنه وګړي، د نارينهوو په ګډون، غواړي چې نجونې زدهکړې ته لاسرسی ولري. باهوس خبرداری ورکړ چې د نړيوالو بوديجو کمېدل د افغان نجونو د زدهکړې فرصتونه له خطر سره مخ کوي. هغې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په ښځو متمرکزو بنسټونو کې بېړنۍ پانګونه وکړي او د ښځو حضور د پرېکړو او د سولې د خبرو په بهيرونو کې تضمين کړي. دغه غونډه د «کله چې ښځې مشري کوي، سوله رامنځته کېږي» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه او تمرکز يې د جګړهځپلو هېوادونو، له افغانستانه نيولې تر غزې او سوډان پورې، د سولې په بهيرونو کې د ښځو پر رول وو. د باهوس څرګندونې په داسې حال راځي له هغه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د يو پرېکړهليک په تصويب سره د افغانستان لپاره يو خپلواک ميکانيزم جوړ کړ، څو د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې مستندسازي او عاملان يې نړيوالو محکمو ته وروپېژني.
- په کندز کې د فایبر نوري انټرنېټ بيا بند شوی دی
Social Media سيمهييزې سرچينې په کندز ولايت کې وايي چې طالبانو يو ځل بيا د فایبر نوري انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي. د سرچينو په وينا، له دوشنبې ماښام (۱۴ تله) راهيسې د طالبانو له خوا بې له کوم وضاحت څخه د انټرنېټ لاسرسی درول شوی دی. د کندز اوسېدونکي د اندېښنې څرګندونه کوي او وايي چې دا اقدام د خلکو ورځني فعاليتونه په اقتصادي، تعليمي، فرهنګي او هنري برخو کې ګډوډ کړي او د هغوی اړيکې له نورو ولايتونو او له نړۍ سره پرې شوې دي. د طالبانو له لوري په بېلابېلو ولايتونو کې د انټرنېټ بيا بيا بندېدل اوس يو تکرارېدونکی بهير ګرځېدلی، هغه کړنه چې ډېری کسان يې د اعتراضونو د مخنيوي، د معلوماتو د کنټرول او د هر ډول مخالف غږ د غلي کولو هڅه بولي.
- طالبانو په هرات کې يوه ښځينه ډاکټره د حجاب د نه مراعتولو له امله نيولې ده
Photo: Reuters via VOANews سيمهييزې سرچينې په هرات ولايت کې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ځواکونو د جمعې په ورځ (۱۱ تله) يوه ښځينه ډاکټره د د حجاب د نه مراعتولو له امله د هرات ښار د ۶۴ متري سړک له سيمې نيولې ده. د يادې ډاکټرې يوه نږدې سرچينه، چې د امنيتي دلايلو له امله نهغواړي نوم يې څرګند شي، زننيوز ته ويلي: «د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورينو لومړی له هغې وپوښتل چې ولې د هغې د وېښتانو يوه برخه ښکاري. ډاکټرې ځواب ورکړ چې دا موضوع له تاسو سره هېڅ تړاو نه لري. طالبان له سيمې ووتل، خو نيم ساعت وروسته له رينجر موټر سره بېرته راستانه شول او هغه يې ونيوله. دا مهال په زندان کې ده.» دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو پر ضد د خپلو محدودوونکو تګلارو په دوام، يو شمېر ښځينه بلاګرې، مدني فعالانې او نورې ښځې چې په ټولنيزو او مسلکي برخو کې فعاله وې، نيولي دي. د بشري حقونو فعالان وايي، د طالبانو دا ډول کړنې د يوې منظمې برنامې برخه ده چې موخه يې د ښځو له عامه فضا څخه سيستماتيک حذف او د هغوی د ټولنيز حضور غلی کول دي.
- په هرات کې يو خبريال د «ژوندي موجوداتو د انځورونو د ثبتولو» په تور نيول شوی دی
Photo: AP via VOANews سيمهييزې سرچينې په هرات ولايت کې وايي چې يو خبريال د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ځواکونو له لوري نيول شوی دی. د سرچينو په وينا، ياد خبريال د دوشنبې په ورځ (۱۴ تله) شاوخوا د سهار په ۱۱ بجو هغه مهال ونيول شو، کله چې د هرات ښار د مسګرانو په بازار کې يې د يو رپوټ د انځور اخيستو هڅه کوله. يوه سرچينه چې د امنيتي دلايلو له امله نهغوښتل نوم يې څرګند شي، وايي چې د طالبانو ځواکونو د هغه د نيولو دليل «د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول» ياد کړی دی. په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د رسنيو پر ازادۍ سخت محدوديتونه لګولي، په ځانګړي ډول پر تصويري راپورونو او د ژوندي موجوداتو د انځور خپرولو باندې، هغه اقدام چې څو ځله د کورنيو او نړيوالو بنسټونو له لوري غندل شوی دی.









