
د لټون پایلې
229 results found with an empty search
- د ماشومانو د ژغورنې سازمان: د افغانستان د زلزلهځپلو سیمو د ۱۱ زره حامله مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی
Photo: AFP د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) خبرداری ورکړی چې لږ تر لږه ۱۱ زره حامله مېرمنې د افغانستان په ختیځو زلزلهځپلو سیمو کې په خېمو او سختو شرایطو کې ژوند کوي او کېدای شي خپل نوي زېږېدلي ماشومان په همدې موقتي پناهځایونو کې وزېږوي. دغه نهاد د چهارشنبې په ورځ (۲ تله) په خپاره شوي راپور کې ټینګار کړی چې د ژمي له نږدې کېدو سره د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېږي. د دې سازمان د موندنو پر بنسټ، شاوخوا ۹۰ سلنه زلزلهځپلې کورنۍ خپلې استوګنځایونه له لاسه ورکړي او اوس په خېمو یا د باندې ژوند کوي. همدارنګه ۳۹ زره ماشومان په دغو سیمو کې په خلاصه فضا کې او پرته له اړینو امکاناتو پاتې دي. سمیرا سید رحمان، د ماشومانو د ژغورنې د پروګرامونو مدیر په افغانستان کې، ویلي دي: «هیڅ ماشوم باید خپله لومړۍ ساه په یوه خېمه کې وانخلي. هیڅ ماشوم باید د ژمي له رارسېدو سره بې له بوټانو، ګرم کالیو او یا د تودوخې وسایلو پاتې نه شي. اوس د وخت پر وړاندې یوه سیالي روانه ده څو د نویو زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو ژوند د سخت ژمي له ګواښ څخه وژغورل شي.» د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې په کنړ ولایت او نورو زیانمنو سیمو کې ګرځنده روغتیايي خدمتونه، نغدي او روغتیایي مرستې، او همدارنګه رواني ـ ټولنیز ملاتړ وړاندې کوي، خو ټینګار یې کړی چې اوسني منابع کافي نه دي او د نړیوالو مرستو بېړنۍ اړتیا موجوده ده. دا په داسې حال کې ده چې د ۵ ریشتره زلزلې د روان میلادي میاشتې په پیل کې د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړي ډول کنړ، ننګرهار او نورستان ولړزول. په دې پېښه کې له ۲۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي. زرګونه کورونه وران شوي او د کنړ غرنیو سیمو ته تر ټولو ډېر زیان اوښتی دی. د ځمکښوېدنې له امله ګڼې لارې تړل شوې او روغتونونو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی. د ښځینه ډاکترانو کمښت، د طالبانو له لوري پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونه او د روغتیايي وسایلو نشتون د حامله مېرمنو کړکېچ څو چنده کړی دی. ملګرو ملتونو هم ویلي چې له دې زلزلې وروسته نږدې نیم میلیون وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
- د رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو له لوري په هرات کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز وغنده
GoogleImage د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په یوه اعلامیه کې د طالبانو وروستی اقدام چې په هرات کې یې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي، «د بیان د ازادۍ او د خلکو د اطلاعاتو ته د لاسرسي ښکاره سرغړونه» بللې او د دې پرېکړې له پایلو یې خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (۲ تله) وویل: «دغه اقدام نه یوازې د رسنیو ازادي محدوده کوي، بلکې د هېواد پر رسنیزو، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو هم دروند ګوزار دی.» امسو ټینګار کړی چې طالبان د داسې محدودیتونو په تپلو سره رسنۍ له دې محروموي چې د اطلاعرسونې او پوهاوي ورکولو خپل اساسي رول ترسره کړي، او د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز هېڅ ډول سازګاري له رسنیزو معیارونو، د مطبوعاتو له ازادۍ او د خلکو له د حقِ پوهېدو سره نه لري. دغه بنسټ زیاته کړې چې د طالبانو دا اقدام د نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو له نړیوالو میثاقونو سره په څرګند تضاد کې دی. دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې پر ځای د فشار او سانسور، اجازه ورکړي رسنۍ په ازاد ډول خپلې چارې ترسره کړي. همدارنګه یې له د بیان د ازادۍ د ملاتړ بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د افغان رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره عملي او جدي ګامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په هرات کې، پرون د محلي رسنیو له مسئولینو سره په ناسته کې امر وکړ چې د ژوندي موجوداتو، په شمول د انسان، هر ډول انځور خپرول «حرام او ممنوع» دی.
- طالبان په هرات کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړل
Social Media په یو نوي او جنجالي اقدام کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په هرات ولایت کې، د سېشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۳مه) د محلي رسنیو له مسئولینو سره په ناسته کې رسمي حکم صادر کړ چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول بند دي. د دې ادارې د مسئولینو په وینا، «د جاندارانو انځورونه، په شمول د انسانانو، په رسنیو کې خپرول د شرعي احکامو خلاف ګڼل شوي» او په څرګند ډول «حرام او ممنوع» اعلان شوي دي. دغه پرېکړه د هرات د محلي رسنیو له سختې او اندېښمنې غبرګون سره مخ شوې ده. یوشمېر د رسنیو مدیرانو او مالکانو دا فرمان د طالبانو له لوري د خپلواکو رسنیو د چوپولو او د بیان د ازادۍ د لا زیات محدودولو یوه منظم هڅه بللې ده. ځینو هم خبرداری ورکړی چې د دې بندیز په عملي کېدو سره به ګڼ شمېر رسنۍ اړې شي خپلې چارې ودروي. د یوه رسنیز بنسټ مدیر چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، زن نیوز ته وویل: «کله چې د خبریال، مرکهکوونکي او یا حتی د تعلیمي تصویري محتوا خپرول منع وي، د رسنیزو فعالیتونو دوام عملاً ناشونی کېږي. دا پرېکړه نه یوازې د ژورنالیزم د اصولو خلاف ده، بلکې د اطلاعرسونې پر ازادۍ هم دروند ګوزار دی.» د طالبانو دا تازه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې نړیواله ټولنه، د بشري حقونو بنسټونه او د رسنیو ملاتړ کوونکي سازمانونه څو ځله د افغانستان د بیان د ازادۍ د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. له هغه وخت راهیسې چې طالبان په اګست ۲۰۲۱ کې واک ته رسېدلي، پر رسنیو، خبریالانو او په ځانګړي ډول په دې برخه کې پر ښځو بېساري محدودیتونه لګېدلي دي. سیاسي کارپوهان باور لري چې دغه ډول محدودیتونه د طالبانو د ایډیالوژیک چلند برخه ده چې د ټولنیز او عامه فضا پر بشپړ کنټرول متمرکز دی. دا چلند نه یوازې د رسنیو خپلواکي، بلکې د خلکو د ازادو او باوري معلوماتو ته د لاسرسي حق هم په جدي ډول ګواښي. اوس مهال، په هرات او نورو ولایاتو کې ګڼې محلي رسنۍ له مالي ستونزو، سختې سانسور او امنیتي فشارونو سره مخ دي. د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو په بندیز سره کېدای شي د رسنیو د تړل کېدو او د خبریالانو د بهر ته مهاجرت نوې څپه پیل شي.
- د شنبېارغواني جنبش: طالبان د بګرام په اړه د معاملې حق نه لري
GoogleImage د شنبېارغواني جنبش د طالبانو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په غبرګون کې اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی چې د بګرام هوايي اډه د افغانستان د خاورې نهبېلېدونکې برخه ده او هېڅ ناقانونه ډله، په ځانګړي ډول طالبان، د هغې په اړه د پرېکړې حق نه لري. دغه جنبش د سهشنبې په ورځ (د تله ۱مه) خبرداری ورکړی: «طالبان یوه ترهګره ډله او د بشري حقونو څرګند ناقض دی چې په ناقانونه توګه یې واک غصب کړی او په افغانستان کې یې د جنسیتي آپارتاید رژیم ټینګ کړی دی. دا ډله هېڅ کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري او د افغانستان د خلکو استازولي نه شي کولی. له طالبانو سره د بګرام په اړه هر ډول موافقه یا معامله د ترهګرۍ د مشروعیت معنا لري.» د شنبېارغواني جنبش د امریکا پر سیاستونو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا ولسمشر په داسې حال کې له طالبانو سره معامله کوي چې یوازې د واشنګټن او طالبانو ګټې په پام کې نیول شوې، خو د افغانستان خلک، چې د دې خاورې اصلي خاوندان دي، په بشپړ ډول له پامه غورځول شوي دي. دغه جنبش ټینګار کړی: «لکه د ننگین دوحې تړون، دا ځل هم د افغانستان د ملت برخلیک د تړلو دروازو تر شا معامله کېږي؛ داسې معامله چې زیانمن او نهجبرانېدونکي پایلې به ولري.» یاده دې وي چې د بګرام هوايي اډه، چې نږدې دوه لسیزې د امریکايي ځواکونو اصلي مرکز و، له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو لاس ته ولوېده. د روان میلادي میاشتې له نیمايي راهیسې ډونالډ ټرمپ څو ځله غوښتنه کړې چې دا اډه دې امریکا ته بېرته وسپارل شي او ویلي یې دي که بګرام نه ورسپارل شي، «بدې پېښې» به رامنځته شي. طالبانو دغه غوښتنه رد کړې او هغه یې د افغانستان د حاکمیت نقض بللی دی. ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د افغانستان یو متر خاوره به هم ونه سپارل شي او د طالبانو ځواکونه د قوي ځواب او آن د بل ۲۰ کلن جنګ لپاره تیار دي. خو څو ورځې وروسته طالبانو په یوه نرملحنه اعلامیه کې، د دوحې تړون ته په اشارې سره، څرګنده کړه چې امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان پر وړاندې به له زور څخه کار نه اخلي. هغوی زیاته کړه چې طالبان د شرعي اصولو او د متوازنې، اقتصادمحورې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ، له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او واشنګټن باید خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
- یونیسف: د افغانستان راتلونکی د نجونو پر زدهکړه تړلی دی
Photo: X/UNICEF د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زدهکړې د بندیز د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. یونیسف د سهشنبې په ورځ (د تله ۱مه) د دغه بنسټ د ماشومانو د ساتنې د رییسې شیما سن ګوپتا له قوله په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي: «د افغانستان راتلونکی د نجونو پر زدهکړه تړلی دی.» ګوپتا په دې پیغام کې ټینګار کړی: «څلور کاله کېږي چې د افغانستان نجونې له زدهکړې بېبرخې دي. هغوی له خپلو هیلو او ژوند څخه محرومې شوې دي. زدهکړه یوازې زدهکول نه دي، زدهکړه ساتنه ده؛ نجونې د ماشوموالي له ودونو، رواني ستونزو او د محرومیت له دایمي باره ساتي.» هغې زیاته کړې: «یونیسف باور لري هر ماشوم د زدهکړې مستحق دی. موږ له طالبانو غواړو چې د ښوونځیو دروازې پرانیزي او پرېږدي چې نجونې زدهکړه وکړي؛ ځکه د افغانستان راتلونکی د نجونو پر زدهکړه تړلی دی.» یادونه ده چې طالبانو د افغانستان د بیا ځلي نیولو راهیسې تر اوسه د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړه بنده کړې ده؛ داسې اقدام چې له امله یې له یو نیم میلیونو زیاتې نجونې له ښوونځي بېبرخې شوې دي.
- طالبانو په کندهار کې د ښځو د جامو ګنډونکي د کار کولو منعه کړي دي
Image: Salam Watandar سیمهییزې سرچینې په کندهار کې وایي چې طالبانو په دې ولایت کې د ټولو هغو خیاطانو فعاليتونه بند کړی چې د ښځو جامې یې ګنډلې. سرچینې د دوشنبې په ورځ (۳۱ وږی) زننیوز ته ویلي، طالبانو له تېرې اونۍ راهیسې دا بندیز په پراخه کچه عملي کړی او د ښځینه جامو ځانګړي دکانونه یې تړلي دي. یوه سیمهییزه سرچینه چې نه یې غواړي نوم یې خپور شي، وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف اداره تېرې اونۍ لږ تر لږه لس خیاطان نیولي وو چې وروسته د ضمانت په بدل کې خوشې شول. د سرچینې په وینا، د طالبانو دا اقدام په کندهار کې لسګونه کسان له کاره پاتې کړي او د خلکو سخت غبرګون یې راپارولی دی. په عین وخت کې، نورو سرچینو ویلي د طالبانو د امر بالمعروف اداره ګواښ کړی چې پر ښځو به نورې هم زیاتې محدودیتونه ولګوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. یاده دې وي چې طالبانو په کندهار کې تازه حکم کړی چې پلورونکي یوازې هغو ښځو ته اجناس وپلوري چې برقه یا چادري پر تن ولري. د دغه فرمان پر بنسټ، هغه ښځې چې یوازې «عادي حجاب» ولري، د بازار او پېرودلو حق نه لري او هغه پلورونکي چې سرغړونه وکړي، له مجازاتو سره به مخ شي. همدارنګه طالبانو پر ښځینه پلورونکو او لاسفروشانو د کار پر مهال د برقه اغوستل اجباري کړي دي.
- امسو: یوازې ۶،۹ سلنه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې فعالې دي
Image: AFP د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځینه خبریالانو وضعیت په خورا بحراني حالت کې دی. د دې راپور موندنې ښيي چې یوازې ۶،۹ سلنه ښځینه خبریالانې توانېدلي په رسنیو کې کار ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې ډېرې یې اړې شوې په پټه کار وکړي او له دوو پنځمې زیاتې بیا په بشپړه توګه له مسلک څخه لاس په سر شوې دي. دغه راپور چې نن دوشنبه (۳۱ وږی) د ۱۰۱ ښځینه خبریالانو له سروې وروسته د ۲۰۲۵ د جولای او اګست په میاشتو کې خپور شوی، څرګندوي چې ډېری خبریالانې له پراخ سانسور، شخصي ګواښونو، د جنسیتي محدودیتونو او د تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي. له ۹۰ سلنې زیاتې اړې شوې خپل راپورونه بدل یا حذف کړي او ۵۴ سلنه یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د AMSO په وینا، ډېرې ښځې د خپل مسلکي هویت د ساتلو لپاره له کوره په پټه کار کوي یا د فریلنسر په توګه فعالیت کوي، خو دا لارې یې له سرچینو، همکارانو او تجهیزاتو ته لاسرسی خورا محدود کړی دی. په همدې حال کې، نږدې نیمایي ځواب ویونکو ویلي هیله نه لري چې په راتلونکي کال کې خپلې دندې ته دوام ورکړي. راپور همدارنګه ښيي چې له ۸۰ سلنې زیاتې خبریالانې په تېر یو کال کې له هېڅ ډول ملاتړ څخه برخمنې نه شوې. AMSO ټینګار کوي چې د دې وضعیت دوام کېدای شي د ښځو غږ په رسنیو کې په بشپړه توګه خاموش کړي. دغه نهاد له نړیوالې ټولنې بېړني ملاتړ غوښتی او ټینګار یې کړی چې د ښځینه خبریالانو تابآوري د ورځني مقاومت څرګندونه ده، خو پرته له نړیوالې همغږۍ او اقدام، په رسنیزه صحنه کې د دوی د بشپړ حذف خطر جدي دی. یاد راپور په داسې حال کې خپرېږي چې له هغه مهاله چې طالبان په اګست ۲۰۲۱ کې بیا واک ته رسېدلي، د ښځینه خبریالانو وضعیت د هېواد د رسنیو د تاریخ یو له تیارو پړاوونو څخه ګرځېدلی دی. طالبانو د سختو محدودیتونو په لګولو ښځې له رسنیو څخه عملاً حذف کړي دي.
- فراه: د درې کوچنيو نجونو جسدونه له ۱۱ ورځو ورکېدو وروسته له یوه څاه وموندل شول
Social Media سیمهییزې سرچینې په فراه کې وایي، د درې کوچنيو نجونو جسدونه د یولس ورځو ورکېدو وروسته د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په یوه څاه کې وموندل شول. یوه سیمهییزې سرچینې نن یکشنبه (۳۰ وږی) زننیوز ته ویلي چې یادې نجلۍ دوه خویندې او د هغوی د تره لور وې. د سرچینې په وینا، د قربانیانو عمرونه ۵، ۸ او ۱۰ کاله وو. محمدنسیم بدري، د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند په فراه کې، د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دې درې ماشومانو جسدونه د شنبې په ورځ (۲۹ وږی) موندل شوي دي. هغه زیاته کړې چې یادې نجلۍ یولس ورځې وړاندې له خپل کور نه ورکې شوې وې او د دې پېښې د اصلي انګېزې په اړه څېړنې لا هم روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱ د اګست د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د جنایي جرمونو پېښې په اندېښمنوونکې توګه ډېرې شوې دي؛ هغه څه چې عموماً د اقتصادي بحران، پراخې بېروزګارۍ، د قانون د تطبیق ضعف او د خپلواکو قضایي بنسټونو د نه شتون له امله ګڼل کېږي.
- لغمان: یو سړي خپله مېرمن د وهل ټکولو وروسته په ډزو ووژله
Social Media سیمهییز سرچینې په لغمان ولایت کې وایي چې یوه سړي په مهترلام ښار، د دغه ولایت په مرکز کې، خپله مېرمن په ډزو وژلې ده. دا پېښه د جمعې شپه (۲۸ وږی) د «میدانیو» په سیمه کې رامنځته شوې ده. سیمهییزو سرچینو ویلي، یاد سړي لومړی خپله مېرمن سخت وهلې ټکولې او وروسته یې په کلاشنکوف ډزې پرې کړې او وژلې یې ده. د سرچینو په وینا، دغه سړی په نشهيي توکو روږدی و او له قتل وروسته له ساحې تښتېدلی دی. د طالبانو سیمهییزو مسئولانو د دې وژنې تایید کړی او ویلي یې دي چې په دې تړاو څېړنې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱ د اګست د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو وژنې او پر هغوی کورني تاوتریخوالی په افغانستان کې په څرګند ډول زیات شوی دی. د ملاتړ کوونکو بنسټونو له منځه تګ، د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه او د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو زیاتوالی د دې پدیدې د پراخېدو له عمده لاملونو بلل کېږي.
- روزا اوتونبایوا: د نجونو د ښوونځیو د څلور کلنې بندیز دوام یو نسل د نابودۍ له ګواښ سره مخ کړی دی
Image source: UNAMA روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان په چارو کې، د امنیت شورا په ناسته کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تګلارې د ښځو او نجونو پر وړاندې هېواد له «ستر ټولنیز او اقتصادي بحران» سره مخامخ کړی دی. نوموړې د چهارشنبې په ورځ (۲۶ وږی) په دې ناسته کې د نجونو د ښوونځیو څلور کلن بند ته په اشارې وویل: «یو نسل د نابودۍ له ګواښ سره مخ دی، داسې نسل چې اوږدمهاله لګښتونه به د هېواد پر اوږو واچوي او په افغان ټولنه کې به پراخې اندېښنې او ناهیلي را منځته کړي.» د هغې په وینا، دا محرومیت نه یوازې میلیونونه افغان نجونې له زدهکړې او راتلونکي بېبرخې کړي، بلکې هر کال د افغانستان اقتصاد ته له ۱.۴ میلیارد ډالرو زیات زیان رسوي. دغه د ملګرو ملتونو لوړپوړې چارواکې ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو اکثریت هم د نجونو د زدهکړو د بندیز مخالف دي. د ملګرو ملتونو د ښځو د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې، له ۸۰ سلنې ډېر افغانان د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتونکي دي. اوتونبایوا زیاته کړه چې د طالبانو تګلارې د ښځو پر وړاندې، لکه د لوړو زدهکړو بندیز او د ښځو د کار منع په مرستندویه ادارو او آن په ملګرو ملتونو کې، د نړیوالې ټولنې د مرستو وړتیا فلج کړې ده. هغې وویل: «په همدې وروستیو کې، د طالبانو د دفاع وزارت ځواکونو د افغان ښځینه کارکوونکو د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو مخه ونیوله. همدارنګه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرسونل د ملګرو ملتونو د ساحوي دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو لاسرسی په بېلابېلو ولایتونو کې بند کړی دی. دا محدودیت د ملګرو ملتونو وړتیا د افغانانو د مرستې لپاره په داسې مهال کې ګډوډ کړی چې خلکو تر بل هر وخت زیاتې مرستې ته اړتیا لري.» دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې څو ځل دا تګلارې «د جنسیتي اپارتاید» بللي او د هغې د ژر تر ژره لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده. سره له دې، طالبان لا هم پر دغو محدودیتونو ټینګار کوي.









