top of page

د لټون پایلې

Search this site

352 results found with an empty search

  • یوناما له طالبانو د درېیو خبریالانو د نیولو په اړه وضاحت وغوښت

    Social Media په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو له‌خوا د لږ تر لږه درېیو خبریالانو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا خبریالان په نامعلومو تورونو نیول شوي دي. یوناما همداراز د طالبانو له‌خوا د تلاشیو پر مهال له خبریالانو سره د چلند او د هغوی د وسایلو د ضبطولو په اړه له راپورونو اندېښنه څرګنده کړې ده. دې ادارې له طالبانو غوښتي چې د دغو خبریالانو د نیولو قانوني دلیل او پر هغوی لګول شوي تورونه روښانه کړي. یوناما همداراز ټینګار کړی چې قانوني بهیر او د نیول شویو کسانو حقونه باید په هر حالت کې رعایت شي. د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې ازادې، خپلواکې او خوندي رسنۍ د افغانستان د ټولنې د شفافیت، ځواب‌ویلو او سلامت لپاره ضروري دي. یوناما له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د ګواښ، ځورونې او غچ‌اخیستنې له وېرې پرته کار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو د طلوع‌نیوز خبریالان عمران دانش او منصور نیازی، او د پیگرد خبري اژانس مسوول احمد جاوید نیازی، په کابل کې ونیول.

  • پنځه کاله له زده‌کړو محرومیت؛ د هغو نجونو روایت چې ښوونځی یې له سخت کار سره بدل کړ

    Photo: AI د نجونو له زده‌کړو محرومیت پنځم کال ته داخل شو؛ هغه کلونه چې د ډېرو نجونو زده‌کوونکو لپاره له اجباري ودونو، د رواني ستونزو له زیاتېدو، سختو کارونو، انزوا، سرګردانۍ او د زده‌کړو او خپلو هیلو له لارې د لرې پاتې کېدو سره مل وو. د طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو او د دې ډلې د انحصاري واک له ټینګښت سره هم‌مهاله، نږدې پنځه کاله کېږي چې نجونې له زده‌کړو محرومې دي. یو شمېر نجونې، له کلونو انتظار وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستل کېدو لپاره، اوس سختو کارونو ته مخه کړې او وايي چې د زده‌کړو بندیز یې د تحصیل له خوبه لرې کړې او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې مبارزې ته اړ کړې دي. دا زده‌کوونکې په داسې حال کې د ښوونځي له خاطرو او خپلې خواشینۍ خبرې کوي چې نور د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو او د درسونو د بیا پیل لپاره ډېره هیله نه لري. هغوی وايي، پنځه له لاسه تللي کلونه نه جبرانېدونکي دي او له اوږده انتظار وروسته اړې شوې چې قالین‌بافۍ، خیاطۍ، لاس‌پلورنې او لاس‌دوزۍ ته مخه کړي؛ هغه کارونه چې د لږ مزد په بدل کې او له ډېرو ستونزو سره یې ترسره کوي. عزیزه له هغو زده‌کوونکو څخه ده چې په نهم ټولګي کې یې درس لوست. که ښوونځی نه وای تړل شوی، اوس به د خیاطۍ د مېز تر شا د ناستې پر ځای، د پوهنتون په لومړي کال کې په خپلو درسونو بوخته وای. هغه وايي اړ شوې چې خیاطي وکړي، څو له هغې خپګان سره مقابله وکړي چې له زده‌کړو د محرومیت وروسته ورسره مخ شوې ده. عزیزه د خیاطۍ د کار له ستونزو وايي: «له سهار اوو بجو د خیاطۍ کار پیلوم تر څلور بجو د ماسپښین پورې. ځینې وختونه حتی د غرمې ډوډۍ هم رانه هېرېږي او ډوډۍ نه شم خوړلای؛ ځکه مجبوره یم کار وکړم. په دې وروستیو کې د خوبونو اوبدلو هېڅ خبره نشته. ګواکې بشپړه ستړې شوې یم او یوازې ژوند تېرووم. نه درس شته، نه ښوونځی؛ یوازې ځم، کار کوم او بېرته کور ته راځم.» عزیزه د ښوونځي خاطرې او هغه ورځې چې له خپلو ټولګیوالو سره یې تېرې کړې، د خپل عمر تر ټولو ښې ورځې بولي. هغه وايي که نجونو پوهېدلای چې نور ښوونځي ته نه شي تلای، ښکلې خاطرې به یې جوړې کړې وای او له هېڅ امتحانه به یې شکایت نه کاوه. هغه وايي: «د ښوونځي له دورې یوه ښکلې خاطره چې په دې پنځو کلونو کې هر ځل لکه یوه ځلا ذهن ته راځي، دا ده چې یوه ورځ له خپلو ملګرو سره د ښوونځي په انګړ کې ګرځېدو. له هغه دردناک چاودنې وروسته چې زموږ په ښوونځي کې شوې وه، پر دېوالونو ډېرې جملې لیکل شوې وې او موږ به هغه جملې په لوړ غږ لوستلې. یوه جمله چې هېڅکله مې نه هېریږي دا وه: اې وطنه، تا به جوړوم، په پای کې به دې خپله جوړوم.» عزیزه زیاتوي: «نه پوهېږم څنګه ووایم چې د ښوونځي تګ ته څومره زړه تنګی یم او د خپلو ټولګیوالو له ټوکو، خبرو او خنداګانو څومره محرومه شوې یم. تر ټولو مهمه دا چې د امتحانونو د فشار او اندېښنو لپاره ډېر زړه تنګی یم. که پوهېدلې وای چې داسې ورځ به راځي، هېڅکله به مو له امتحانه شکایت نه کاوه.» نیلوفر یوه بله زده‌کوونکې ده چې سختو کارونو ته یې مخه کړې او له سهاره تر ماښامه قالین اوبي. هغه د خپل زاړه پلار تر څنګ او په سختو اقتصادي شرایطو کې کار کوي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. نیلوفر، په داسې حال کې چې د ښوونځي او پوهنتون ته د تګ ارمان لري، د قالین‌بافۍ د ستونزو په اړه داسې وايي: «د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته اړ شوم قالین ووبم. قالین‌بافي ډېر سخت کار دی او ان څو ځله یې ټپي کړې یم. خو مجبوره یم کار وکړم؛ ځکه باید له خپل زاړه پلار سره، چې د کار توان نه لري، مرسته وکړم او هم ځان له خپګانه وژغورم.» نیلوفر لا هم هیله لري چې یوه ورځ بېرته خپل درسونه پیل کړي، خو نه پوهېږي چې د ښوونځیو له بیا پرانیستل کېدو وروسته باید له کوم ټولګي څخه پیل وکړي. هغه وايي: «نږدې پنځه کاله کېږي چې ښوونځي ته له تګ محرومه یم، خو هیله لرم یوه ورځ د ښوونځي دروازې د نجونو پر مخ خلاصې شي او موږ بېرته وکولای شو خپلو درسونو ته دوام ورکړو. په عین حال کې اندېښنه لرم چې کله ښوونځي پرانیستل شي، باید له کوم ټولګي څخه پیل وکړم. هیله مې لرله پوهنتون ته لاړه شم او د حقوقو په برخه کې زده‌کړې وکړم، خو خپلو هیلو ته رسېدل مې اوږد شوي دي. له دې سره هم ډاډه یم چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسېږم. له همدې امله کله ناکله خپلو د ښوونځي کتابونو ته ورځم او څو پاڼې یې لولم، څو د ښوونځي خوږې خاطرې راژوندۍ کړم.» آسنات د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ده او د طالبانو له‌خوا د لګول شوي محدودیت له مخې، سږ کال به یې وروستی تعلیمي کال وي. هغه په اندېښنه وايي: «سږ کال وروستی کال دی چې ښوونځي ته ځم او له همدې امله ډېره خواشینۍ یم. زه هیله لرم انجنیره شم او خپل خلکو ته خدمت وکړم. له همدې امله غواړم طالبان د نجونو د ښوونځي تګ مخه ونه نیسي.» مرضیه یوه بله له ښوونځي پاتې شوې نجلۍ ده. هغه هم له اوږده انتظار وروسته اړ شوې چې خیاطي وکړي؛ داسې کار چې د درس او ښوونځي هېرولو لامل یې شوی او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې مبارزې ته اړ کړې ده. مرضیه هم د یو شمېر نورو زده‌کوونکو په څېر د ښوونځي او خپلو ټولګیوالو لپاره زړه تنګی ده او وايي نور د ښوونځي د دروازو د خلاصېدو هیله نه لري. هغه وايي: «د خیاطۍ کار ډېر سخت دی. تمه مې نه لرله چې یوه ورځ به دې کار ته مجبوره شم. غوښتل مې ډاکتره شم او د جامو د ګنډلو پر ځای خپل سپین چپن واغوندم، خو ناڅاپه هر څه له منځه ولاړل. زموږ پنځه کاله بې‌ځایه تېر شول او دا موضوع نه جبرانېدونکې ده. نور هیله نه لرم چې د ښوونځي دروازې خلاصې شي او نجونې درس ووایي.» له زده‌کړو د محرومو نجونو ترخه روایت د داسې شاتګ ښکارندویي کوي چې پایلې یې یوازې د هغوی تر فردي ژوند نه محدودېږي، بلکې د ټولنې راتلونکی هم اغېزمنوي. دا په داسې حال کې ده چې نجونې زده‌کوونکې وايي، په تېرو پنځو کلونو کې له ښوونځي د نجونو محرومیت د خلکو ترمنځ عادي شوی او عامه چوپتیا د دې وضعیت دوام اسانه کړی دی.

  • ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۴۲ سلنه هغه کورنۍ چې ښځې یې نفقه راوړونکې دي، وږي ویده کېږي

    Photo: ©Ali Khara/Reuters د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له مخ پر خرابېدو بشري کړکېچ سره مخ دي. دې ادارې د طالبانو محدودیتونه، بېوزلي، اقلیمي کړکېچونه او د بشري مرستو د بودجې کمېدل د دې وضعیت د خرابېدو له لاملونو بللي دي. دا راپور د «په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د بشري برخو جنسیتي وضعیت ارزونه» تر عنوان لاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې له‌خوا خپور شوی دی. د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې له ۱۰.۷ میلیونو څخه ډېر یې ښځې او نجونې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې د ښځو پر تګ راتګ، زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونو، بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی کم کړی او د عاید موندلو فرصتونه یې محدود کړي دي. د دې ادارې په وینا، دغو محدودیتونو د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ لا ډېرې زیان‌منې کړې دي. د راپور له مخې، کونډې ښځې او د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ، د نارینه‌وو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو په پرتله، له زیاتې بېوزلۍ، لوږې، بې‌ځایه کېدو او امنیتي خطرونو سره مخ دي. په دې راپور کې راغلي چې ۴۱ سلنه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو په تېره میاشت کې کله ناکله د خوړو د کموالي له امله په کور کې خواړه نه لرل او ۴۲ سلنه یې وږي ویده شوي دي. راپور وايي چې اقتصادي فشارونه او د خوړو ناامني ځینې کورنۍ د ماشومانو کار، له ښوونځي د ماشومانو ایستلو، سوالګرۍ او په کم عمر کې واده کولو ته اړ کړې دي. د راپور د موندنو له مخې، ۴ سلنه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو خپلې لوڼې له ټاکلي وخت مخکې واده کړې دي؛ په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه‌وو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو کې ۱ سلنه ده. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې له نیمايي زیاتې د ښوونځي عمر لرونکې نجونې له زده‌کړو محرومې دي. د دې څېړنې له مخې، ۵۸ سلنه د ښوونځي عمر لرونکې نجونې ښوونځي ته نه ځي، په داسې حال کې چې دا کچه د هلکانو په منځ کې ۲۷ سلنه ده. دې راپور زیاته کړې چې روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی هم زیانمن شوی دی. د راپور له مخې، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر کار محدودیت، د ښځو د طبي زده‌کړو مرکزونو تړل او د بودجې کمېدل د افغانستان روغتیايي سیستم کمزوری کړی او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د جنسیت پر بنسټ د بشري مرستو د پیاوړتیا، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو د ملاتړ او روغتیايي خدماتو، زده‌کړو، کاري فرصتونو او بشري مرستو ته د ښځو او نجونو د خوندي لاسرسي د برابرولو غوښتنه کړې ده.

  • په میدان وردک کې د ماین چاودنه؛ شپږ ماشومان ټپیان شول

    Photo: UNMAS په میدان وردک کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله شپږ ماشومان ټپیان شوي دي. دې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه د چهارشنبې په ماښام (د غويي ۱۶مه) د دایمیرداد ولسوالۍ د اورمرو په سیمه کې رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، چاودنه هغه مهال شوې چې ماشومانو له یوه ناچاودېدلي لاسي ماین سره لوبې کولې. طالبانو ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره د میدان‌شهر ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. خو د درېیو ټپي ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې دوه ورځې مخکې هم په ننګرهار او پروان ولایتونو کې په دوو ورته چاودنو کې دوه ماشومان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.

  • لیلما د سلام مفتون ښځه په بدخشان کې ووژل شوه

    Social Media سیمه‌ییزې سرچینې په بدخشان کې وايي چې لیلما، د دې ولایت د محلي سندرغاړي سلام مفتون ښځه، د ناپېژاندو وسلوالو له‌خوا وژل شوې ده. د سرچینو په وینا، دا پېښه نن پنجشنبه د (غويي ۱۷مه) د سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده. سرچینو ویلي چې لیلما خپل د خیاطۍ کارځای ته د تګ پر مهال د ناپېژاندو کسانو له‌خوا د ښکار ټوپک په وسیله په نښه شوې ده. هغې د اشکاشم د ښځو په ځانګړي بازار کې د خیاطۍ کارځای درلود. د سرچینو په وینا، لیلما لومړی ټپي شوې او روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده. په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د هغې وژنه تأیید کړې ده. د بدخشان د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي. تر اوسه د دې وژنې عاملان او انګېزه روښانه نه دي. سرچینو همداراز ویلي چې لیلما د بدخشان له اسماعیلي شیعه‌ګانو څخه وه او له هغې پنځه ماشومان پاتې دي. د یادونې وړ ده چې سلام مفتون، د لیلما مېړه، د بدخشان له محلي سندرغاړو څخه دی او مخکې هم د طالبانو له‌خوا نیول شوی و. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ، هدفي وژنې، وسله‌والې غلاوې او د خلکو ورکېدل زیات شوي دي.

  • له خبریالۍ تر جنسي ناامنۍ؛ په تبعید کې د یوې افغانې ښځینه خبریالې ترخه کیسه

    AI سودابه، د یوې افغانې ښځینه خبریالې مستعار نوم دی چې کلونه یې په هرات کې له یوې سیمه‌ییزې رسنۍ سره کار کاوه. د طالبانو له بیا واکمنېدو او په رسنیو کې د ښځو پر حضور له محدودیت وروسته، هغې نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړه، بلکې د خپلې وینا له مخې، وطن او کرامت یې هم له لاسه ورکړ. هغه له زن‌نیوز سره په خبرو کې د کډوالۍ، بې‌کارۍ، ناامنۍ او هغو ورځو کیسه کوي چې ژوند یې له خبریالۍ څخه سختو کارونو او بې‌پناهۍ ته ولاړ. لا د ټیلیفوني اړیکې درېیم زنګ نه و بشپړ شوی چې له بلې خوا یو ستړی غږ د لنډ «سلام» سره واورېدل شو؛ د هغې ښځې غږ چې یو وخت به یې په هرات کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ له سټوډیو څخه په قوت او انرژۍ د زرګونو اورېدونکو لپاره خپرونې کولې، خو اوس له لرې واټنه، ارام او مات اورېدل کېده. کله مې چې سلام وکړ، څو شېبې چوپه شوه. د ټیلیفون له بلې خوا اوږده وقفه راغله؛ داسې لکه کلمې یې ورکې کړې وي. بیا یې خبرې پیل کړې، خو دا ځل یې غږ رپېده. ستونی یې ډک شو او د ژړا ډک غږ یې د کلمو ترمنځ ورک کېده. هغه په ستړي غږ وايي: «یوه ورځ خبریاله وم، بله ورځ هېڅ نه وم.» سودابه، په داسې حال کې چې د جلاوطنۍ خبره کوي، زیاتوي چې د خپلې ناروغې مور او دوو کشرانو خویندو د نفقې د برابرولو لپاره اړ وه هرې دروازې ته ور وټکوي. د هغې په وینا، نور ورته هېڅ انتخاب نه و پاتې او یوازینۍ لار چې مخې ته یې پاتې شوه، له وطنه وتل وو. هغه لاره چې خپله یې «له چوپتیا تېښته» بولي. سودابه د ټیلیفوني خبرو په دوام په ایران کې د خپل ژوند په اړه وايي: «په ایران کې ژوند هغسې پر مخ لاړ نه لکه څنګه چې مې تصور کاوه. لومړی مې په یوه رستورانت کې کار پیدا کړ، خو دوام یې ونه کړ. وروسته د خیاطۍ یوې کارخونې ته لاړم؛ هغه ځای چې هیله مې لرله لږ ساه واخلم. خو هلته هم ډېر وخت تېر نه شو چې راته یې وویل نور اړتیا نشته راشې. بیا هم دروازې بندې شوې.» هغې لږه شېبه چوپتیا غوره کړه. ژوره ساه یې واخیسته او په ارام غږ یې دوام ورکړ: «د خلکو کورونو ته به تلم چې صفاکاري وکړم…» غږ یې بیا ورپېده. هغه له داسې تجربو خبرې کوي چې بیانول یې ورته سخت دي؛ له هغو کورونو چې باید د کار ځای وای، خو د هغې لپاره په ناامنو ځایونو بدل شول. هغې په مات غږ وویل: «څو ځله له جنسي تېري سره مخ شوم. غوښتل مې کار وکړم، خو هېڅ مې له وسه نه کېدل. کارد مې هډوکي ته ورسېد. غوښتل مې د خپلې مور لپاره د ویاړ سبب شم، خو اوس د ځان لپاره هم له شرمه پرته بل څه نه یم. زه یوازې د خپلې مور او خویندو لپاره په دې دام کې راګیره شوم؛ دلته اوس راته هېڅ نه دي پاتې، پرته له دې چې ټول فکر کوي زه فاحشه یم.» کلمې یې ماتېږي او د جملو ترمنځ چوپتیا یې له خپله روایت هم درنه کېږي. هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه راوړونکې ده. پلار یې نور ژوندی نه دی او ورور یې، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، د دې ډلې پر ضد جګړه کې وژل شوی دی. اوس سودابه پاتې ده او داسې مسوولیت چې هره ورځ درنېږي. هغه وايي: «که زه کار ونه کړم، هېڅوک نشته. په میاشت کې تر ټولو زیاتې پیسې چې پیدا کوم، ۱۰ میلیونه تومان دي چې نیمایي یې پر خپل ځان لګېږي. ډېر وخت داسې شوي چې پر سړکونو مې شپه تېره کړې…» سودابه وايي، څو ځله یې هڅه کړې چې بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، خو هر ځل یو څه هغه شا ته کش کړې ده. هغه وايي: «هرې دروازې ته مې ور وټکول… خو هېڅ دروازه خلاصه نه شوه.» غږ یې اوس تر پخوا هم ستړی دی؛ لکه د داسې چا غږ چې نور یې حتی د دروازو د خلاصېدو هیله هم له لاسه ورکړې وي. د سودابه کیسه د هغو ښځو د برخلیک انځور دی چې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو له محدودیتونو وروسته یې نه یوازې خپلې دندې له لاسه ورکړې، بلکې امنیت، کرامت او راتلونکی یې هم په ابهام کې ډوب شو. هغې د اړیکې په پای کې، په داسې غږ چې په سختۍ اورېدل کېده، وویل: «داسې ځای ته رسېدلې یم چې نور نه ژوند راته معنا لري او نه راتلونکی؛ یوازې ژوندۍ یم، همدومره.» اړیکه پرې کېږي، خو د هغې له ژړا ډک غږ لا هم په ذهن کې پاتې کېږي.

  • طالبانو د سیاسي پروګرامونو د مېلمنو ټاکنه محدوده کړه

    Photo: © AFP د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو له‌خوا د رسنیو پر محتوا او د سیاسي پروګرامونو د مېلمنو پر ټاکنه د نویو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دې سازمان د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو ریاست کورنیو رسنیو ته امر کړی چې یوازې ټاکلي کسان سیاسي پروګرامونو ته راوبولي. د اعلامیې له مخې، یوازې هغه کسان کولای شي په سیاسي پروګرامونو کې ګډون وکړي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا تأیید شوي وي او پېژندپاڼه ترلاسه کړې وي. امسو ویلي چې دا اقدام د رسنیو پر خپلواکۍ مستقیم برید او د بیان د ازادۍ او د معلوماتو د لاسرسي د حق ښکاره نقض دی. دې سازمان ټینګار کړی چې رسنۍ حق لري د مسلکي معیارونو او د خپلو مخاطبانو د اړتیاوو پر بنسټ د پروګرامونو موضوعات او مېلمانه وټاکي. د امسو په وینا، په دې بهیر کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه د رسنیو مسلکي هویت کمزوری کوي. په اعلامیه کې راغلي چې د نظرونو د تنوع محدودول د عامه افکارو د کنټرول او د خلکو د غږ د چوپولو هڅه ده. امسو له طالبانو غوښتي چې د رسنیو د فعالیت مخه ونه نیسي او د خبریالانو ازادي او امنیت د نړیوالو اصولو له مخې تضمین کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیت محدودیتونه زیات شوي او یو شمېر خبریالان له نیولو، ګواښونو او کاري محدودیتونو سره مخ شوي دي.

  • فیفا د افغان ښځو د کډوالې لوبډلې رسمیت ومانه

    Photo: © A. M. Bizouat / AFP فیفا د افغان ښځو د کډوالې لوبډلې ته اجازه ورکړې چې د دې ادارې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. د اسوشیټیډپرس د راپور له مخې، د فیفا شورا د سې‌شنبې په ورځ د (اپرېل ۲۸مه) د کاناډا په ونکوور کې په خپله غونډه کې د مقرراتو په بدلون سره هغه لوبډله چې د «متحدو افغان ښځو» په نوم فعالیت کوي، رسمیت پېژندلې ده. دا اقدام شاوخوا پنځه کاله وروسته ترسره شوی، کله چې د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې لوبغاړې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اړې شوې چې هېواد پرېږدي. که څه هم د ۲۰۲۷ کال د ښځو د نړیوال جام د غوراوي پړاو لپاره د دې لوبډلې د ګډون وخت تېر شوی، خو «متحدې افغان ښځې» کولای شي د ۲۰۲۸ کال د لاس‌انجلس المپیک د غوراوي سیالیو کې برخه واخلي. د فیفا رئیس جیاني اینفانتینو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د «متحدو افغان ښځو» او ورته لوبډلو د ملاتړ لپاره شوې، څو وکولای شي د اړوندو کنفدراسیونونو سره په همغږۍ بل پړاو ته ولاړې شي. خالده پوپال، د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتان، ویلي دي: «موږ ته د پنځو کلونو لپاره ویل کېدل چې د افغانستان د ښځو ملي لوبډله نور هېڅکله سیالیو کې ګډون نه شي کولی، ځکه هغه نارینه چې زموږ هېواد یې نیولی، دا اجازه نه ورکوي.» هغې زیاته کړې چې د فیفا پر دې پرېکړه ویاړي او دا د افغان ښځو د راتلونکي لپاره د ګډې دادغوښتنې پایله ده. د یادونې وړ ده چې له ۸۰ څخه ډېرې افغان ښځینه لوبغاړې په استرالیا، امریکا او اروپا کې ژوند کوي. د «متحدو افغان ښځو» لوبډله، چې د پاولین همیل تر لارښوونې لاندې تمرین کوي، ټاکل شوې ده د جون میاشتې په نړیوال کړکۍ کې دوه نمایشي لوبې ترسره کړي. نازیه علي، یوه افغان لوبغاړې چې په استرالیا کې اوسي، ویلي چې دوی په تېرو کلونو کې په بېلابېلو نومونو لوبې کړي، خو په زړه کې یې تل د ملي لوبډلې برخه پاتې شوې ده. هغې ویلي چې د افغانستان د بیرغ بیا په رسمي ډول اغوستل داسې احساس دی چې بیانول یې نه شي کولی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو ملي لوبډلې خپله وروستۍ رسمي لوبه په ۲۰۱۸ کال کې کړې وه او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ښځو ورزش درېدلی دی. د فیفا دا پرېکړه ښيي چې، سره له دې چې په هېواد کې دننه ښځې له ورزش څخه محرومې شوې دي، خو په تبعید کې د افغان ښځینه ورزشکارانو دادغوښتنه توانېدلې چې د هغوی لپاره په نړیوالو سیالیو کې د ګډون نوې لار پرانیزي.

  • په دوو ترافیکي پېښو کې د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه مړه شوي

    Source: Bakhtar News Agency د هلمند او غزني ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۶ تنه، د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون، مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي. په هلمند کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویلي چې د دې ولایت د خانشین ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۳ تنه مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي. د دې قوماندانۍ په وینا، دا پېښه د یوه فیلډر ډوله موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. د دې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی دی. په بله پېښه کې، د غزني د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي باختر اژانس ته ویلي چې د قره‌باغ ولسوالۍ پر لاره د دوو مسافروړونکو موټرو او یوه باروړونکي موټر تر ټکر وروسته ۳ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي. د سرحدي په وینا، په دې پېښه کې مړه شوي کسان د دوو ښځو او یو ماشوم څخه عبارت دي. هغه د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ تنه مړه شوي وو. د یادونې وړ ده چې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول په هېواد کې د مرګونو ترافیکي پېښو له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.

  • پر کنړ د پاکستان راکټي بریدونه؛ ۴ تنه مړه او ۷۰ نور ټپیان

    Photo: @FitratHamd/X د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې د پاکستان د پوځ د راکټي او هاوان بریدونو له امله د کنړ ولایت په ځینو برخو کې څلور کسان مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي. د فطرت په وینا، دا بریدونه نن دوشنبه (د غويي ۷مه) د ماسپښین وروسته د اسعدآباد مرکز او د منورې ولسوالۍ پر ځینو سیمو ترسره شوي دي. هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې استوګنیزې سیمې، تعلیمي تاسیسات او د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون هم په نښه شوي دي. د فطرت په خبره، په قربانیانو او ټپیانو کې یوه ښځه، ماشومان او شاوخوا ۳۰ محصلین هم شامل دي. فطرت دا بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو، تعلیمي مرکزونو او عامه تاسیساتو په نښه کول د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. هغه زیاته کړې چې دا ډول کړنې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د خلکو د لا زیاتې کړاو لامل کېږي. د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې کنړ او ننګرهار څو ځله د پاکستان د پوځ د راکټي، توپچي او هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. دا برید د افغانستان ختیځ ته د پاکستان د سرحدي بریدونو وروستۍ بېلګه ده. پاکستان معمولاً دا بریدونه د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې عملیات بولي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او دا بریدونه «د ملي حاکمیت نقض» او «پر ملکي وګړو تېری» ګڼي. تر اوسه پاکستان د نن ورځې د دې برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

bottom of page