
د لټون پایلې
229 results found with an empty search
- طالبانو په هرات کې يوه ښځه د درې ميليونه افغانیو د غلا په تور نيولې ده
Social media طالبانو په هرات کې يوه ښځه د ۳۰ لکه افغانیو (نږدې درې ميليونه افغانیو) د غلا په تور نيولې ده. د هرات د طالبانو د امنيې قوماندانۍ نن دوشنبه (۱۴ تله) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې ډلې ځواکونو ياده ښځه د هرات ښار په نهمه ناحيه کې پېژندلې او نيولې ده. د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د وياند په وينا، غلا شوې پيسې له څېړنو وروسته بېرته مالک ته سپارل شوې او د تورنې قضیه د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شوې ده. طالبانو د نيول شوې ښځې د هويت او د غلا د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
- طالبان؛ وسلوال ناپوهان دي چې له ناپوهۍ يې واکمني جوړه کړې ده
Image: BULENT KILIC/AFP څلور کاله له هغه وخته تېرېږي چې جمهوري نظام ونړېد او طالبان يو ځل بيا واک ته ورسېدل؛ څلور کاله چې هره ورځ يې د دوکې، ناپوهۍ او تاوتريخوالي ياد تازه کوي. ذبيحالله مجاهد، د طالبانو وياند، په خپل وروستي مرکه کې له «اسکای نيوز» سره ادعا کړې چې دا ډله له «د مشروعيت له ستونزې» سره نه ده مخ، او ګڼ هېوادونه په «غيرعلني ډول» هغوی منلي دي. خو حقيقت دا دی چې طالبان نه مشروعيت لري او نه د حکومت کولو وړتيا. تر اوسه هېڅ هېواد پرته له روسيې دا د ښځو دښمن او د بشري حقونو ناقض رژيم په رسميت نه دی پېژندلی. نړيواله ټولنه لا هم طالبان يو شاتګپاله ډله ګڼي، چې له نړۍ سره د خبرو اترو موخه يې يوازې د خپل واک دوام دی. د مشروعیت دروغ طالبان هڅه کوي چې د سياسي نندارو او فريبوړونکو اصطلاحاتو له لارې خپل څېره د نړۍ پر وړاندې ورغوي، خو مشروعيت د پټکارۍ او دروغو په وسيله نه شي رانيول کېدای. مشروعيت هغه وخت مانا لري چې نجونې زدهکړې ته ولاړې شي، رسنۍ آزادې وي او خلک بې له وېرې خپل غږ پورته کړي؛ نه هغه وخت چې کابل په تيارې او چوپتيا کې ډوب وي. د انټرنیټ بندیدل؛ د پوهاوي بندول په ټول افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنېټ بندېدل، چې د بانکونو د تړل کېدو او د خلکو د ورځني ژوند د فلج کېدو سبب شو، يو «تخنيکي اختلال» نه، بلکې د خلکو د غږ د غلي کولو يو قصدي عمل و. طالبان له پوهاوي ويريږي - له دې چې خلک وګوري، ولولي او درک وکړي. له هغو ښځو چې انلاين زدهکړه خپله وروستۍ هيله بولي، تر هغو خبريالانو پورې چې په جلاوطنۍ کې د بېغږه خلکو غږ ساتي، ټول د طالبانو له دې وېرې قربانيان دي. د ښوونځیو تړلې دروازې؛ د "افغان کلتور" دروغ د طالبانو وياند ويلي: «زه نشم کولی د نجونو ښوونځي ته د راستنیدو په اړه هیڅ ژمنه وکړم.» دا يوه جمله د طالبانو د ټول سياست لنډه څېره ده: بې ژمنې، تبعيض او سپکاوی. څلور کاله تېر شول، ميليونه نجونې لا هم د ښوونځیو تر بندو دروازو شا ته پاتې دي، او طالبان لا هم وايي چې «موضوع تر څېړنې لاندې ده». حقيقت دا دی چې هغوی له زدهکړې ويريږي، ځکه پوهېږي چې پوهه د ناپوهۍ تر ټولو ستر دښمن دی. د روغتيايي زدهکړې بنديز؛ د ښځو پر ژوند بريد طالبانو د ښځو لپاره په طبي او نرسنګ څانګو کې زدهکړې هم بندې کړې دي. په هغه هېواد کې چې ښځې د زيږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي، طالبان ادعا کوي: «موږ کافي ښځينه ډاکټرانې لرو.» دا يوازې د ناپوهۍ نښه نه ده، بلکې د ظالمانه بېرحمۍ سند دی. هغوی آن د ژوند حق هم له ښځو اخيستی دی. په پایله کې، د طالبانو تیاره امارت د دین په نوم د انسانیت په وړاندې ترټولو لوی جرم ترسره کوي. هغوی اسلام يو سياسي لرګی ګرځولی او افغانستان يې د چوپتيا په زندان بدل کړی دی. خو هېڅ نظام د ناپوهۍ، دروغو او زور پر بنسټ نه دی پاتې شوی. هغه ورځ به راشي چې د نجونو غږونه يو ځل بيا د ښوونځیو په ټولګیو کې انګازې وکړي، او تاريخ به طالبان نه د يو حکومت، بلکې د يوې مذهبي او انساني فاجعې په توګه ياد کړي. ليکوال: تميم عطايي
- څلور ښځينه بلاګرې د طالبانو له لوري په هرات کې نيول شوې دي
Social media سيمهييزې سرچينې په هرات کې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره پرون (۵ اکتبر) څلور ښځينه بلاګرې د نامعلومو دلايلو له امله نيولي دي. يادې نجونې چې په ټولنيزو شبکو کې يې فرهنګي، هنري او ټولنيز محتوا خپروله، له دې وړاندې وروسته له هغه چې طالبانو ورته پرلهپسې اخطارونه ورکړي او نورې ښځينه بلاګرې يې نيولې وې، د خپلو پاڼو ټول محتوا يې حذف کړی و. سره له دې چې دغو بلاګرو د خپل امنيت د خوندي ساتلو لپاره د ټولنيزو شبکو له فعاليتونو لاس اخيستی و، خو بيا هم د طالبانو د ځواکونو د نيونې او چلند هدف ګرځېدلې دي. د بشري حقونو فعالان او د ټولنيزو شبکو کاروونکي دا د طالبانو له لوري يو منظم اقدام بولي چې موخه يې د ښځو د غږ غلی کول او له عامه فضا څخه د هغوی بشپړه ورکېدل دي.
- د ښوونکو نړيواله ورځ، خو د طالبانو تر بيرغ لاندې په افغانستان کې د ښځينه ښوونکو لپاره د ماتم او تيارې ورځ
Ebrahim Noroozi / AP Photo — via NPR په داسې حال کې چې نړۍ د اکتوبر په پنځمه نېټه د ښوونکي نړيواله ورځ لمانځي او د ښوونکو مهم رول د نسلونو د راتلونکي په جوړولو کې ستايي، په افغانستان کې دا ورځ يو غمجن او دردناک روايت ته اوښتې ده. په هغه هېواد کې چې د طالبانو د واکمنۍ له څلور کلونو تېرېدو وروسته هم د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې، په ځانګړي ډول د نجونو پر مخ، لا هم تړلې دي، زرګونه ښوونکي، په تېره بيا ښځې، خپله دنده، امنيت او هيله له لاسه ورکړې ده. عزيزه فاتح، د نيمروز ولايت يوه ښځينه ښوونکې، زننيوز ته په تريخوالي سره وايي: «طالبانو زموږ ژوند جهنم کړی دی. د ښوونکي ورځ چيرې ده؟ موږ بايد د خپل تاريکۍ او بدبختۍ ورځ ولمانځو، نه د ښوونکي ورځ.» هغه د سلګونو هغو ښځو له ډلې ده چې کلونه يې د ماشومانو د زدهکړې لپاره هڅې کړې، خو اوس د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته نه يوازې خپله دنده له لاسه ورکړې، بلکې له درنو اقتصادي ستونزو سره هم مخ ده. په شمال کې هم همدومره تريخ حالت حاکم دی. فريده حبيبي، د بلخ ولايت د پوهنتون استاده، له هغو ورځو يادونه کوي چې د خپلو محصلانو د روزنې پر کار يې وياړ کاوه، خو نن نه صنف شته او نه د لمانځنې ورځ. «څو کاله مو خوشاله ژوند درلود، ځکه چې موږ استادان وو او محصلان مو روزل. هغوی ټول زما د اولادونو په شان وو. خو اوس، د افغانستان لپاره د ښوونکي ورځ د ماتم ورځ ده.» مدني فعالان هم د روان حالت په اړه خبرداری ورکوي. فوزيه وحدت، د زدهکړې له مدافعانو څخه يوه، د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانېستلو پر اړتيا ټينګار کوي او وايي: «طالبان بايد د هېواد پر پرمختګ فکر وکړي. پرته له زده کړې، د افغانستان لپاره هېڅ راتلونکی نه شي تصور کېدای.» سره له دې چې په ټوله نړۍ کې د ښوونکي نړيواله ورځ لمانځل کېږي، خو د افغانستان ښځينه ښوونکي نه يوازې له د زدهکړې له حقه بېبرخې شوې دي، بلکې آن د خپلو هڅو د مننې ساده فرصت هم ترې اخيستل شوی دی. هغه څه چې پاتې دي، يوازې د هغه صنفونو يادونه ده چې نور وجود نه لري، او هغه هيله ده چې د محدوديتونو د درنو تيږو لاندې ساه باسي.
- د ۳۶ ميليونه افغانانو له برخليک سره د طالبانو سياسي لوبه؛ يو سوداګر له انټرنېټ بندېدو وروسته اړ شو خپلې کورنۍ ته ليک ولېږي
Ali Khara / Reuters د طالبانو له لوري د انټرنېټ او تليفوني تماسونو د ۴۸ ساعتونو بشپړ بندېدو وروسته، ميليونه افغانان له جدي ورځني ګډوډۍ سره مخ شوي دي؛ ګډوډۍ چې له زدهکړې او سوداګرۍ نيولې تر کورنيو اړيکو او د خلکو ذهني روغتيا پورې سخت اغېز کړی دی. دغه ناڅاپی اقدام چې له د ۷ تله ماښامه تر ۹ تله دوام درلود، يو ځل بيا جدي پوښتنې راولاړې کړې چې طالبان د افغانستان د خلکو د بنسټيزو ازاديو او اساسي اړتياوو په وړاندې څه ډول دريځ لري. حبيب نقيب، يو افغان سوداګر چې د کاري معاملاتو لپاره ايران ته تللی، زننيوز ته ويلي چې د انټرنېټ او تماس د نشتوالي له امله نه يوازې دروند مالي زيان ور اوښتی، بلکې د خپلې کورنۍ د احوال اخيستو لپاره اړ شوی چې ليک واستوي؛ يو اقدام چې د نننۍ نړۍ لپاره نهباورېدونکی ښکاري. نوموړی وايي، په دې لنډ وخت کې له سختو عصبي فشارونو سره مخ شوی او د خپلې کورنۍ اندېښنې يې لحظه هم پرې نهښې. فرشيد عاطفي، د هېواد له لويو سوداګرو څخه يو، وايي يوازې په دغو دوو ورځو کې شاوخوا ۲۵۰ ميليونه افغانۍ زيان ورسېد. هغه ټينګار کوي چې د انټرنېټ بندېدل د زرګونو کورنيو او بهرنيو سوداګرو لپاره درانه اقتصادي پايلې لرلې دي. نوموړي له طالبانو غوښتي چې د دې مخابراتي بحران په اړه روڼ ځواب ورکړي، ځکه دا پرېکړه د هېواد لا له وړاندې کمزوری اقتصاد لا نور فلجوي. د انټرنېټ په نشتوالي کې زرګونه زدهکوونکي او محصلان له زدهکړې بېبرخې پاتې شول، کارکوونکي ونهتوانېدل خپلې دندې ترسره کړي، او خلک د خپلو خپلوانو د روغتيايي حالت له خبرتيا محروم پاتې شول. دا سراسری بندښت افغانستان په موقتي ډول له نړۍ بېلې يوې ټاپو ته واړاوه؛ داسې ځای ته چې انسانان نه معلوماتو ته لاسرسی لري او نه خپلو عزيزانو ته. په داسې حال کې چې نړۍ د ډيجيټلي پرمختګ پر لور روانه ده، طالبان يوازې د يو تڼۍ په کېکاږلو سره د ۳۶ ميليونو انسانانو برخليک په بشپړه تاريکي کې ور غورځوي. دا اقدام نه يوازې د بشري حقونو له بنسټيزو اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د افغانستان د اقتصادي او ټولنيز راتلونکي د ناغېړتيا څرګنده نښه هم ده. اوس تر هر وخت زيات، د افغانستان ولس د نړيوالې ټولنې له فشار او غږ پورته کولو سره دې ته اړتيا لري چې د طالبانو دا خطرناکه لوبه له اړيکو او ازاديو سره پای ته ورسوي.
- د اروپايي ټولنې استازولي: زدهکړه د ټولو لپاره، د يو مقاوم او ځانبسيا افغانستان کلي ده
Photo: EUinAfghanistan د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د نړيوال د ښوونکي د ورځې په مناسبت په يو پيغام کې ټينګار کړی چې «زدهکړه د ټولو لپاره د يو مقاوم او ځانبسيا افغانستان کلي ده» او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې بنسټيز رول لري. دغه بنسټ د يکشنبې په ورځ (۱۳ تله) په ایکس شبکه کې ليکلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان د ښوونکو له نه ستړې کېدونکو هڅو، په ځانګړي ډول د ښځينه ښوونکو او زدهکوونکو له زړورتيا، ستاینه کوي. د ښوونکي نړيواله ورځ سږکال په داسې حال کې را رسېدلې چې پخوا د افغانستان ښوونځيو د فرهنګي پروګرامونو او د ښوونکو د درناوي له لارو دغه ورځ لمانځله، خو له هغه وخت راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي، دا ډول مراسم په ډېرو ولايتونو کې بند شوي دي. په داسې حال کې چې د اکتوبر پنځمه (۱۳ تله) په ټوله نړۍ کې د ښوونکو د درناوي او د هغوی د ونډې د ارزونې ورځ ده، افغانستان نن په بل حالت کې دی؛ هلته زرګونه ښځينه ښوونکي په کورونو ناستې دي او ميليونه نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته له زدهکړې بېبرخې پاتې دي.
- عفو بينالملل: طالبان بايد د مهدي انصاري پر ضد له خپل شرموونکي کمپاين څخه لاس واخلي
Photo: Mahdi Ansary FB د عفو بينالملل سازمان د طالبانو له لوري د مهدي انصاري د «جبري اعتراف» ويډيو خپرېدو ته په غبرګون کې د دغه خبريال د بېقيد او شرط سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان د شنبې په ماښام (۱۲ تله) په يوې اعلاميې کې له طالبانو غوښتي چې «د بدنامۍ له شرموونکي کمپاين» څخه لاس واخلي. عفو بينالملل په دې اعلاميه کې ټينګار کړی چې د طالبانو قضايي نظام د منتقدانو د ځپلو وسيله ګرځېدلی او هر هغه څوک چې د دې ډلې له تګلارو سره مخالفت څرګند کړي، د خپلسريو نيونو، غيرقانوني بند، جبري تښتونو او جبري اعترافونو له خطر سره مخ کېږي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې طالبان له دغو کړنلارو څخه د خبريالانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو د غلي کولو لپاره کار اخلي. د عفو بينالملل په وينا، طالبانو مهدي انصاري په يوه «نمايشي او ناعادلانه محکمې» کې يوازې د خبريالۍ د دندې د ترسره کولو له امله د ۱۸ مياشتو بند په سزا محکوم کړی دی. دغه سازمان ټينګار کړی چې هېڅ خبريال بايد د خپل مسلکي کار له امله زنداني نه شي، او طالبانو ته سپارښتنه کړې چې تر خوشې کېدو پورې بايد ډاډمن کړي چې نوموړی د نړيوالو معيارونو مطابق ساتل کېږي او د روغتيايي خدمتونو، وکيل مدافع او د خپلې کورنۍ له ملاقاتونو برخمن وي. مهدي انصاري، د «آژانس افغان» خبريال، د ۱۴ تله ۱۴۰۳ لمريز کال د طالبانو د استخباراتو له لوري د کابل د دشتبرچي له سيمې نيول شوی او له هغه وخت راهيسې په زندان کې ساتل کېږي. طالبانو هغه د «د نظام پر ضد تبليغاتو» په تور يو نيم کال بند ته محکوم کړی دی. دوه ورځې وړاندې، له طالبانو سره تړلي يو رسنيز بنسټ د هغه د «جبري اعتراف» ويډيو خپره کړه چې پکې انصاري د فشار او نامعلومو شرايطو لاندې د خپلې خبريالۍ له کاره د پښېمانۍ څرګندونه کوي. له دې وړاندې، د افغانستان د خبريالانو مرکز هم د دغې ويډيو خپرول «د عادلانه محاکمې له اصولو ښکاره سرغړونه» بللې او دا يې د «د رسنيو د پراخې سرکوبګرۍ د بهير يوه برخه» ګڼلې ده. دغه مرکز ويلي چې طالبان د خپلسريو نيونو او ناعادلانه محاکمو له لارې د بيان او رسنيو ازادي په منظم ډول له منځه وړي. اوس مهال د راپورونو له مخې لږ تر لږه شپږ خبريالان د طالبانو په زندانونو کې په کابل، غزني او پروان ولايتونو کې بنديان دي. له هغه وخته چې طالبان يو ځل بيا واک ته رسېدلي، د رسنيو ځپل او د جبري اعترافونو خپرول د دې ډلې د عامه افکارو د کنټرول يو له اساسي وسايلو څخه ګرځېدلي دي. د مهدي انصاري وروستۍ ويډيو د همدې سرکوبګرې تګلارې تازه بېلګه ده.
- هلمند: يو سړي خپله مور او دوه خوېندې په ډزو وژلې دي
Social Media سيمهييزې سرچينې په هلمند ولايت کې وايي چې يو سړي د نهرسراج په ولسوالۍ کې خپله مور او دوه خوېندې په ډزو وژلي او خپل پلار يې ټپي کړی دی. ياد پېښه د سهشنبې په ورځ (۸ تله) د «شينباغ» په کلي کې رامنځته شوې ده. د سرچينو په وينا، دغه سړي لومړی له خپل پلار سره لفظي شخړه کړې او وروسته يې په ډزو هغه او د کورنۍ نور غړي په نښه کړي دي. سرچينې زياتوي چې دا کس د خپلې کورنۍ د غړو د وژنې په تور د طالبانو له لوري نيول شوی، خو د دې ډلې سيمهييزو مسوولانو تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي. د کورنۍ دننه د وژنو پېښې له هغه وخت راهيسې زياتې شوې دي چې طالبان يو ځل بيا په افغانستان واکمن شوي دي. په ډېرو دغو مواردو کې قربانيان ښځې او نجونې دي چې د کورني تاوتريخوالي تر سيورې لاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
- طالبانو د نیول شوي خبريال مهدي انصاري جبري اعتراف ويډيو خپره کړې
video screenshot د طالبانو پورې تړلې رسنۍ «صدای هندوکش» د مهدي انصاري جبري اعتراف ويډيو خپره کړې. انصاري د «افغانستان انترنشنل» او «۸صبح» رسنيو خبريال دی چې د طالبانو په وينا د «د نظام پر ضد تبليغاتو» په تور نيول شوی دی. په دې ويډيو کې چې د ثبت وخت او شرايط يې نه دي څرګند، انصاري د کمرې مخې ته وايي چې له طالبانو سره د مخالفو رسنيو سره يې همکاري کړې او د ښځو اعتراضي پروګرامونه يې پوښلي دي. هغه په دغه ويډيو کې د خپل خبريالۍ کار او د اطلاعاتو د خپرولو له امله د پښېمانۍ څرګندونه کوي. مهدي انصاري د ۱۴ تله ۱۴۰۳ لمريز کال د طالبانو د استخباراتو له لوري د کابل له دشت برچي سيمې څخه تښتول شوی و او هماغه کال د «د طالبانو پر ضد تبليغاتو» په تور يو نيم کال بند ته محکوم شو. طالبانو ويلي چې انصاري په ټولنيزو شبکو کې د جعلي حسابونو او پاڼو له لارې د دوی پر ضد «زهرجن تبليغات» خپرول. خو رسنيز فعالان او نړيوال بنسټونه ټينګار کوي چې دغه ډول اعترافونه جبري دي او د خبريالانو نيول د طالبانو د پراخې پروسې يوه برخه ده چې موخه يې د رسنيو ځپل او د بيان د آزادۍ غلی کول دي.
- نړیوال د خوراک پروګرام: د افغانستان وروستيو زلزلو د لوږې بحران زیاته کړی دی
Photo: Str/Xinhua نړیوال د خوراک پروګرام (WFP) وايي چې د افغانستان وروستيو زلزلو د لوږې او خوارځواکۍ بحران بېساري کچې ته رسولی دی. دغه بنسټ نن پنجشنبه (۱۰ تله) په يوه راپور کې ويلي چې له ۹ ميليونو زيات خلک، د ميليونو ښځو او ماشومانو په ګډون، له شدیده خوړو ناامنۍ سره مخ دي او د ماشومانو او ميندو سختې خوارځواکۍ د «تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې» ته رسېدلې ده. د راپور پر بنسټ، ختيځ ولايتونه په ځانګړي ډول کونړ او ننګرهار چې تر ټولو زيات له زلزلې ځپلي دي، له وړاندې هم د خوارځواکۍ له بحراني کچو سره مخامخ وو او اوس حالت لا خراب شوی دی. يوازې په درې ولايتونو (کونړ، ننګرهار او لغمان) کې تر اوسه ۵۸ زره کسانو ته د بېړنۍ خوراکي مرستې رسېدلې ده، خو د غرونو او ليرې پرتو سيمو اوسېدونکي لا هم د ويجاړو سړکونو او د لاسرسي نشتوالي له امله له مرستو بېبرخې پاتې دي. دغه سازمان ويلي چې په همدې وخت کې د زرګونو کورنيو له پاکستانه جبري ستنېدل د محدودو بشردوستانه سرچينو پر وړاندې اضافي فشار راوړی دی. نړیوال د خوراک پروګرام وايي چې د بوديجې د کمښت له امله د مياشتنۍ خوراکي مرستې کچه له څو ميليونو کسانو څخه کم تر يو ميليون ته راټيټه شوې ده. دغه بنسټ د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره ۶۲۲ ميليونه ډالره غوښتنه کړې ده. جان آیلف، په افغانستان کې د WFP مشر، ټينګار کړی: «د زلزلې ژوندي پاتې شوي بايد د ژمي په سړه هوا کې د دوهمې مرګوجې قربانيان نه شي. پرته له بېړنۍ مرستې، لوږه او خوارځواکۍ د ميليونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»









